لالکو او مامکو: دا کسان خو ولاکه ارام کښیني

kabul_parliamentولي شاه طبیب/ له کندهاره

مامکو: سلام څنګه يي لالکو نه معلومیږي ،اوس خوښوونځي هم رخصت دي،ستا درک نه سته راسه کښینه ،یوپیاله چای وکه.

لالکو: یاره دادی راغلم بایسکل مي څوځایه پنچرؤ ،نن مي تنخوا واخیسته اونوی ټیر مي واخیستۍ .

مامکو: الله دي راوله راځه دلته پردا چوکۍ کښینه ستا بايسکل هم ډیرزوړسوی دی اوڅه وخت به په موټرسیکل یاموتربدل سي ..

لالکو: یاره دښوونکي معاش خو دومره دی چه دوچي ډوډی هم کفایت نه کوي ،موترسیکل او موتر خو پرلو لاره پریږده.

مامکو: اوس داراته ووایه چه دادپارلمان ۶۲ غړي يي چه دانتخاباتو په وخت کي په درغلیو مجرم ثابت کړی دي اوددوي په عوض کي به نورمستحق کسان پارلمان ته  لاره پیدا کړي.

لالکو:  داعجبه پیښه ده ،اوس به څه چل کیږي .داکسان خو رسما په پارلمان کي کي پرچوکۍ کښینستل . تعهد يي وکړ. اوددرومیاشتو په لړکي يي دنورو غړوسره فیصلي وکړي او نن دچوکیه راکښته کیږي .داډیره مشکله ده، دي کسانو دچوکۍ خوند ولیدی ، په افغانستان کي چه یوځل دچوکۍ خوند وګوري بیا  څوک چوکۍ نه پریږدي اوداکلچرپه افغانستان کي نسته چه په اب اوعزت سره چوک ایله کړي . ددغو ۶۲ کسانوڅخه یوه کس ګواښ وکړ چه لس زره میله سلاح حاضرولای سم او بل کس وویل چه دچاپلاريي ولاکه ددي ځایه ولاړکي ،مفته خونه ده موږ په لکهاؤ پیسي مصرف کړی دي .

مامکو: نو ته راته ووایه چه دا۶۲ کسان چه اظافه بست سول څه به کوي ،زه خوداویم چه داځانګړي محکمه باید دولسي جرګي دپرانستلو دمخه سوي وای ، هغه وخت ولسمشر دبهرنیو ترفشارلاندي ؤ اواوس د۶۲ مخلوع وکیلانو ترسخت فشارلاندی دی . زه وایم داوکیلان دي داحتیاط وکیلانو په ډول دمربوطه ولسوالیو څخه ونیسي او یوه ورځ دي اصلي وکیل پارلمان ته راځي اوبله ورځ دي احتیاطي وکیل . اویادي مشرانوجرګي ته خدمتي واستوي  .

لالکو : ته يي په رشخند مه رااړوه دادیومملکت دپارلمان مسًله ده اوددي ستونزي اساسي حل په کاردی.

مامکو: ښه یوبل حل دادی چه ولسمشردغه ۶۲ کسان دسلا کار وزیرانو په حیث ونیسي .ولسمشرخوداکارکولای سي .

لالکو : زه درته وایم چه چټیات مه وایه ،دولسمشر سلاکاروزیرانو شمیر اوس ترشلو ډیردی داامکان نه لري .اوبل داسي سکتورنه سته چه هلته دي ولسمشرسلاکار ونلري.

مامکو: ګوره لالکو داچه ته ښوونکی يي نو بس په هرڅه يوهیږي ،زما داغلطه ده اوستا خبره صحیح ده ،دابله لاره به نو حتما مني ،هغه داچه دغه وکیلان دي استاد رباني ته په لاس ورکي چه دسولي په شوراکي يي ونیسي ،هلته خو نه بست سته اونه تشکیل خپل معاشات به اخلي اوچکرونه به وهي ،بي هغه یی په دي شورا  ولاکه شل کي . ځکه چه اوس امریکایان مستقیم دطالبانو سره خبري کوي .

لالکو: یاره ته خوهره خبره په مسخرو رااړوي

مامکو: ستا خوښه ده ،دحج موسم نژدی دي دحج اواوقافو په وزارت کي دي مقررکي حجونه به هم وکي او نوربه یي  هم کاروبارسم سي ، که داهم ته نه مني نوبیا دي داربیکيو دقوماندانانو په حیث ونیسي . دا کسان خو ولاکه ارام کښیني .



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.