نظــر

عنایت الله کاکړ صاحب ته پرانیستی لیک

inayat kakar

ټولو دوستانو او عنایت کاکړ صاحب ته السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته !

زه داشپږکاله کیږي چې دامریکایي یرغل خلاف قلمي جهاد کوم ، تردې وړاندې شپږکاله مې د یرغل په خلاف دټوپک جهاد کاوو ، خو وروسته  مې جهادي مصلحت دا وباله ، چې د ټوپک په ځای دقلمي جهاد په ډګر کې ډیر څه کولای شم ، ځکه الحمدلله زموږ ټوپک چلوونکي مجاهدین خورا ډیر دي ، خو دقلمي جهاد په  ډګر کې له هغه وروسته لویه تشه  او داستعدادونو قحطي رامنځ ته شوه ، کله چې امریکایانو له یرغل وروسته  دجهاد او مبارزې مکتب ته منسوب  زیاتره لیکوالان او خبریالان په نغدو پیسو واخیستل  .

 

زیاتره وخت داسې فکر کیږي چې قلمي جهاد  د مسلح جهاد په نسبت اسانه دی ، او زیاتره ورته هغه خلک ځان وهي ، چې غواړي له جهادي مشکلاتو او امتحاناتو ځان خلاص کړي ، خو الحمدلله دقلمي جهادي ډګر ته زما کوزیدل په دې بنیاد نه وو ، ځکه ما قلمي مبارزه په داسې زماني او مکاني شرایطو کې پیل کړه ، چې دغه تجربه د ټوپک ترجهاد لس برابره سخته راته تمامه شوه .

الله شاهد نیسم  ، چې دغه څرګندونې زه درياء او ځاني کمپاین لپاره نه کوم ، او نه هم په دې نوم خلک ما پیژني ، یوازې ددې لپاره دا لاندې وضاحت درسره شریکوم ترڅو ثابته کړم چې واقعي قلمي جهاد هم  د ټوپک دجهاد غوندې سخت او له ازموینو ډک دی .

زما دقلمي جهاد شروع داسې وه چې په څو زره متره لوړ غره کې  یو لوی غار وو ، له نښو نښانو داسې معلومیده چې تر موږ وړاندې شکوڼان او یالیوان په کې اوسیدلي دي ، په غار کې دننه دوحشي حیواناتو دمرداریو ، حشراتو او خځلو هیڅ کمی نه وو ، ما اویوه بل قلمي مجاهد ملګري مې ، همدا غار راپاک کړ ، غار چې دغره په ډډه کې وو ، دهمدې غره په لوړه څوکه مو دایف ایم راډیو انتن ولګوله ، برقي تارونه موترینه لاندې راوستل ، دغار سره نږدې په غټو کمرونو کې مو ورته برق تولیدوونکي آله ولګوله  ، او له همدې ځایه  مو راډیویي خپرونې پیل کړې .

په دې ځای کې داوسیدلو او ژوند شرایط دومره سخت وو ، چې ما په مسلح جهاد کې کله هم داسې ابتلاء نه وه لیدلې ، زموږ دمیشت ځای په څلویښت مترۍ کې تریوه لوی کمر لاندې دلیوه غار وو ، چې لیوه ګۍ په کې لنګه وو ، لیوانو چې زموږ ګشت او ګذار لیدلی وو ، نو ډیر دې خواته نه راتلل ، همدا وجه وه چې واړه زامن یې وږي پاته وو او ټوله ورځ به په غار کې دننه کوړنچیدل ، یوه ورځ زما ملګري په کوم چل دلیوه دوه زامن له غار څخه را وایستل ، ډوډۍ یې ورته وړه کړه ، او ښه په خوند یې ماړه کړل ، ما هغه وخت ولیدل چې دهرحیوان کوچنی اولاد معصوم او دمیني وړ وي ، وروسته دلیوه واړه زامن یوه شپه موږ بهر پریښودل ترڅو دشپې له خپلو والدینو  سره لاړ شي چې همداسې وشول .

د وحشي حیواناتو او چیچونکو په ډار سربیره ددې قلمي سنګر ترټولو لوی مشکل د اوبو وو ، موږ اړ وو چې  دیوه غوړپ اوبو لپاره  څوزره متره په غره کې ښکته لاړ شو، او بهانده اوبوته ځان ورسوو ، له همدې ځایه به مو داوبو بوشکې لوړ سنګر ته خيژولې ، چې داکار ترټولو سخت وو ، که به کوم سهار په کوم ملګري غسل لازم شوی وو ، نو دغره دبهانده اوبو دسخت سړوالي له امله ددې امکان نه وو چې غسل یې کړی وای ، نوځکه مجبور وو چې تیمم ووهي .

دورځې به مو چې کار نه وو نو بوټي او لرګي به مو کول ، ترڅو ځانته ډوډۍ  پرې پخه کړو ، په دې سربیره مو بله مهمه وظیفه دا وه چې ټوله ورځ به مو سیمه څارله او شپانه یا نور خلک به مو خپل طرف ته نه پریښودل ، ترڅو مو  راډیو یي وسائل ونه  ویني ، له دې علاوو ترټولو جدي خطر دامریکایانو دچاپې او برید وو ، امریکایانو  زموږ دموقعیت میندلو په موخه سخت عملیات پیل کړي وو چې حتی یوځل خو زرمتره نږدې ساحې ته  راوهم رسیدل ، دوی له الوتکو نه داسې پاڼې پاشلې وې ، چې د مجاهدینو دراډیو معلومات ورکوونکو ته په کې انعام ټاکل شوی وو .

خو په دې ټولو مشکلاتو ، تنهایي ، لوږې او خطراتو سربیره به کله چې مازدیګر ما او زما ملګري یو څه ولیکل او ماښام به مو دخلکو ترغوږونو ورسول ، نو داسې به خوشاله وو لکه ټوله امریکا مو چې فتحه کړي وي ، د ټولې ورځې ستوماني به موناڅاپه له وجود څخه والوتله ،او  دخوښۍ او هیجان  په یوه نه تعبیریدونکي جهان به ورشیوه شوو .

دلته زه او زما ملګری قلمي مجاهدین وو ، زموږ قلمونه  مجاهد قلمونه وو ، موږ خو نه له چانه تنخوا اخیسته او نه مو هم له چا دشاباسي هیله وه ، بلکې کوښښ مو کاوو چې ځان پټ وساتو ، له همدې امله  به مو د نشر په مهال  دکیسټ غږوونکي ټایپ   داېډ تر نري سیم  تارونه تاوول ، ترڅو دکیسټې پټه زر زر واړوي ، او زموږ غږ نری او ناپیژندویه کړي .

ماته  هغه مهال د(مجاهدقلم او مجاهد قلموال ) خصوصیات او حدود اربعه ښه  معلوم شول ، ما دسر په سترګو ولیدل چې رښتینی مجاهد قلموال په حقیقت کې هوبهو دسنګر خړپړ مجاهد دی ، هغه مجاهد چې نه خو په چا بار دی او نه دچا تربار لاندې دی ، نه ورسره دپیسې لالچ شته او نه هم دشهرت تمه لري ، نه میاشتنۍ تنخوا پیژني او نه یې هم دحق الزحمې نوم اوریدلی ، نه په معاش روږدی دی ، او نه هم دتقاعد حقوقو ته منتظر دی ، نوموړی دشرعي امیر او اطاعت په مشروع چوکاټ کې یوازې له الله تعالی سره معامله لري  او فقط .

هرګام یې دالله تعالی په نوم دی ، که ډوډۍ خوري هم نیت یې عیاشي نه ده ، بلکې غواړي په ځان کې دقلم چلولو او ټوپک چلولو ځواک تازه کړي ، خوب یې هم په دې خاطر دی ، چې اعصاب یې د بیاځلي کار لپاره تیار شي ،که په جیب کې پیسې ساتي هم ددې لپاره نه دي ، چې کوم دنیایي کاروبار پرې جوړ کړي ، بلکې نیت یې چې خپل جهادي ضروریات پرې رفع کړي ، له في سبیل الله کار  ورهاخوا نور نو دا ګمنام مجاهد په هیڅ کې هم نه دی او تیار درسول الله صلی الله علیه وسلم دهغه حدیث مصداق دی چې دحقیقي مجاهد په اړه فرمایي (  طوبى لعبد آخذ بعنان فرسه في سبيل الله، أشعثٌ رأسه، مغبرة قدماه، إن كان في الحراسة أو كان في الساقة، إن استأذن لم يؤذن له، وإن شفع لم يشفع ) خوښي ده هغه مجاهد بنده لره ، چې دالله په لاره کې دجهاد لپاره یې دخپل آس ملوني تیار نیولي ، ببر سر ، سپیرې پښې ، که په پیره یې ودروې ، او یا یي  دلښکر ترټولو وروستۍ برخې ته ولیږې په ده یې فرق نشته ، دفقیرۍ او ګمنامۍ یې داحال دی ، چې که کوم مجلس ته دننوتلو اجازه وغواړي اجازه نه ورکول کیږي ، او که دچا سپارش وکړي سپارش یې نه قبلیږي )

هو کې همدا مجاهد دی ، هغه که د ټوپک مجاهد وي او که دقلم ، دحقیقي مجاهد له دې تعریف څخه موږ ته معلومه شوه ، چې دمجاهد معامله هیڅکله ددنیایي او شخصیتي ګټولپاره نه ده ، بلکې یوازې یې له الله سره معامله ده ،قلمي مجاهد خپل قلم کټ مټ لکه دمجاهد ټوپک دالله تعالی درضاء لپاره کاروي  ، دالله تعالی ددین دښمنان ورباندې وهي ، له اللهي قوانینو او شعائرو دفاع ورباندې کوي ، نوموړی خپل کار ته متوجه دی ، نور په دې پسې سرنه ګرځوي ، چې دلښکر په کوم ځای کې قرار لري ، په مقدمه الجیش دی او که په ساقة الجیش کې ، آمر دی که مأمور دی ،نوموړی خپل هاغه قلم چې دالله په لاره کې د جهادي وسلې کار ترې اخلي ، هیڅکله دومره ټیټ او ناڅیزه نه بولي ، چې دنیایي ګټې ، اعتبار او شهرت ورباندې خپل کړي .

داد رښتیني قلمي مجاهد خصوصیات دي ، چې لکه مسلح مجاهد شاید دامارت او اطاعت په کوم چوکاټ کې دننه وي ، خو دا تحت الامري  یي یوازې دګمنامۍ او للهیت نښه ده ، چې دریاست شوق ورسره نشته ، دلښکر په وروستۍ برخه کې خپله دنده سرته رسوي ، دلښکر دامیر تر قومنده لاندی دی ، خو دغه  د اولوالامري اطاعت په چوکاټ کې جهادیي هیڅکله په دې معنی نه دی چې نوموړی داشخاصو بنده دی ، درښتیني مجاهد صفت داسې دی ، لکه دابوبکر صدیق رضی الله عنه چې دیوه کشرصحابي  اسامه ابن زید تر مشرۍ لاندې جهاد یې دشخصیتي عبودیت په معنی نه بلکې یوازې داطاعت  او للهیت نښه ده .

د مجاهد لیکوال له لوړ تعریف څخه موږ ته خپله دمستأجر قلموال  تعریف معلومیږي ، مستأجر قلموال دامعنی چې قلم یې دالله تعالی لپاره نه  بلکې دپیسو او نورو دنیایي ګټو لپاره چلیږي .

داچې قلموالي دالله تعالی لپاره نه شوه ، او دبل څه لپاره شوه ، همدا بل څه مختلف اقسام لري ، چې ټولو ته یې مستأجره لیکوالي ویلی شو ، له عریضه نویسانو او میرزایانو یې راونیسه ، دامریکا تر مستأجرو لیکوالو پورې ټولو مستأجر لیکوال ویلی شو، هغوی چې له خپل قلمي استعداد څخه  دپیسو ګټلو لپاره استفاده کوي ، قلمي کار ځکه کوي چې تنخوا ورکول کیږي ، په لاندې ددوو مثالونو کې شاید د مجاهدقلموال او مستأجر قلموال  توپیر ښه درته څرګند شي .

زما یو ملګری دی مولوي حبیب الله نومیږي نوموړی مجاهد قلموال دی ، او د بي بي سي یو خبریال دی ایمل پسرلی نومیږي نوموړی مستأجر قلموال دی ، اوس تاسو ددوی دواړو توپیر ته ځیر شئ ترڅو مجاهد او مستأجر ښه درته روښانه شي .

مولوي حبیب الله  خپل کار دالله تعالی  لپاره کوي ، نوځکه خو رسمي ورځې ، رسمي  دکاروخت ، وقفه ، رخصتي او نور څه ورته اهمیت نلری ، نوموړی ۲۰ ساعته کار کوي ، او څلورویشت ساعته ورته اماده دی  ، مګر ایمل پسرلی چې مستأجر لیکوال دی ، یوازې اته ساعته کار کوي ، درخصتي په ورځ کار نه کوي ، ځکه په دې ورځ کار دده تنخوا نه لوړوي ، له رسمي وخت وروسته یوه دقیقه هم کار نه کوي ، ځکه بې عوضه کار بې اهمیته بولي .

مولوي حبیب الله  ته که څوک پیسي ورکړي یایي ورنه کړي نوموړی خپل جهادي کار نه پریږدي ځکه نوموړی خپل کار دمعاش لپاره نه کوي ، او ایمل پسرلي ته که بي بي سي معاش ورنه کړي ، نو یوه کرښه به هم ورته توره نه کړي .

د مولوي حبیب الله چې په کومه ورځ میرمن او ورپسې پلار وفات وو ، نو  نوموړی مجاهد په خپل کار کې داسې ډوب وو ، چې حتی کاري همکاران اومتعلقین ترې پوه نه شول چې په دي ورځ نوموړي ته  غم ورپيښ دی او باید لږ کار ترې سپک کړو ، مګر دایمل پسرلي که میرمن یا پلار وفات شي فکر نه کوم چې په هغه ورځ دفتر ته حاضري ولګوي .

مولوي حبیب الله چې په خپل خدمت کې یې دزندان په شمول ګڼ تکلیفونه تیر کړي ، په هیچا دخپل کار احسان نه باروي ، له هیچا امتیاز نه غواړي ، همیشه دمجلس په وروستۍ برخه کې کیني ، د نوم او شهرت میندلو شوقي هم نه دی ، ځکه خو په مستعار نوم مطبوعاتي جهاد کوي ، دراتلونکي ژوند تضمین او دتقاعد حقوق هم له چانه نه غواړي ، مګر ایمل پسرلي ته که بي بي سي په ټیټه وګوري ، دخبریالانو په منخ کې په خپل ګټلي مقام ورته قائل نه شي ، په مجلس کې بر ځای ورنه کړي ، نوم یې وانه خیستل شي ، او دتقاعد حقوق ترې سلب شي ، نوموړی به یوه ورځ هم په بي بي سي کې کار ونه کړي .

د مجاهد او مستأجر لیکوال ترمنځ دتوپیر دابحث مې ځکه راپیل کړ ، چې په ځینو خلکو دغه تشخیص ورک دی ، ځیني مستأجر لیکوالان دا فکر کوي ، چې داسلامي امارت او نورو اوسنیو جهادي جریاناتو مجاهد لیکوالان هم ددوی غوندي اجیران او کرایي لیکوالان دي ، چې قلمونه یې یوازې دخیټې ډکولو ، معاش اخیستلو ، نوم ګټلو ، شهرت خپلولو او شخصیت میندلو لپاره لګیا دي .

آبله ورځ له عجیبه پيښې سره مخامخ شوم

فیسبوک ته چې سخت نفرت  ترې لرم ، دکوم ضروري معلومات په خاطر ننوتم ، مختلف اکاونټونه مې وکتل ، په پای کې دیوه لیکوال عنایت الله کاکړ په اکاونت ورپیښ شوم ، نوموړي  په یوه  پوست کې ښاغلي حکمتیار ته په خطاب  دافغانستان روان جهاد یوطویل المیعاده پروژه  بللې وه ، ما ورته ولیکل چې کاکړ صاحب نور چې هرڅه وایي ، مګر جهاد ته پروژه مه وایه  .

ځکه زما په نظر یو خو که دروس په خلاف وو یا دامریکاپه خلاف دافغانانو جهاد یو برحق جهاد وو چې پروژه بلل یې له حقانیت څخه انکار او صریح اهانت دی ، بله داچې په داسې خبرو دهغو خلکو په زخمونو مالګې دوړیږي ، چې په پخواني یا اوسني جهاد کې یي قربانۍ ورکړې ، او کورنیو غړي یې په کې شهیدان شوي دي .

خو زما دتبصرې په ځواب کې عنایت الله کاکړ چې ما داسلامي امارت  دیوه مجاهد لیکوال په حیث پيژني داسې ځواب راته ولیکه  .

( قلموال صېب ستاسې له لورېينې يوه نړۍ مننه. کج بحثي مې نه زده، کنه د ډبرې ځواب دې په خښته هم درکولای شم. زه تا آن له نسلونو نسلونو پيژنم. ته د کرايې يو ليکوال يې او له قومي انګيزې پرته بل هیڅ اصل ته پړ نه يې. ماته مالومه ده چې په يوه ليکنه دوه نيم زره شاوخوا کلداري اخلې او څه چې درته ستا آجران ووايي د مجاهدو او مبارزو څيرو کردار کشي کوې.
د جهاد او مجاهد په مفهوم الحمدلله تر ما ښه نه پوهيږې او هغه وخت چې موږ جهادونه او مبارزې کولې ته لا په ورڼي کې وې.
ستا د کرايي قملوال کردار ته په کتلو سره دومره وايم چې ته هیڅ جهاد ته پړ نه يې، تا ته که زه لس زره کلداري درکړم زما دې پر خدای قسم وي خپل استعداد او قلم به دې زما په پښو کې حلال کړی وي.
د پورته خبرو د ليکلو پر مهال مې وجدان تر ستوني نيولی دی، تا خپل اظهار ما في البطن په ډير نرم او انساني انداز هم کولای شوای. …. دا ته چې د کرايې کوم قلمي جهاد کوې قاري صېب محترم، دغه يوه پروژه ده او الحمدلله زه پخپل آند کې غلط نه يم )

دکاکړ صاحب له لیکنې هغه برخه چې ښکنځلې په کې وې ، او دنشر وړ نه  وه ړنګه مې کړه ، زه نه غواړم په دې مبحث کې دنوموړي هغو خبرو او تهمتونو ته ځواب ووایم چې زما تر ذات تعلق لري ، مګر داچې نوموړی ما داسلامي امارت په جهادي صف کې دیوه مجاهد لیکوال په صفت   کرایي او مستأجر لیکوال بولي ، له خپل صف څخه ددفاع په خاطر داضرور بولم چې کاکړ صاحب ته دمجاهد او مستأجر لیکوال توپیر وروپیژنم .

کاکړ صاحب ماچې ستاسو اکاونټ وپلټه ، نو تاسو هلته لیکلي وو ، چې له ۲۰۰۳  –  ۲۰۰۸ م پورې له  بي بي سي او له ۲۰۰۱ –  ۲۰۰۹ میلادي کال پورې مو له پاکستانۍ ورځپاڼې امت  سره کار کړی دی .

بي بي سي چې دبریتانیي خبري چاینل دی ، او په همدې کلونو ۲۰۰۳  –  ۲۰۰۸ م  کې برتانوي عسکر دافغانستان په اشغال کې برخوال اوعملا یې په افغانستان خپل څلورم یرغل کړی وو ، هره ورځ یې په هلمند  او کندهار کې دافغانانو کورونه اوعفتونه تلاشي کول ، کلي یې ورانول ، باغونه یې سوزول ، او د هلمندیانو ښځې او نر یې په شهادت رسول ، فکر نه کوم چې تاسو دې دغه مهال دیرغلګرې بریتانیا په  تبلیغاتي یرغلګر چینل ( بي بي سي ) کې دنده دکوم الهي هدف لپاره خپله کړې وي ، ځکه   په مردارو اوبو اودس نه کیږي ، او نه  هم دکفر په خدمت څوک دخدای رضا حاصلولای شي ، نوچې دالله رضاء ستاسو ددغه مهال دقلمي خدمت  هدف نه شوه ، مطلب یې دا شو چې تاسو له بي بي سي سره کرایي لیکوالي او خبریالي کوله ، بي بي سي ته موځکه لیکنه کولې ، چې سترلینګ پونډونه یې درکول ، او که یې نه وای درکړي ، نو ګمان نه کوم چې تاسو هم خدای په جاتي خدمت ورته کړی وای .

داچې تاسو په همدې مهال دپاکستان له امت ورځپاڼې سره هم په دنده بوخت واست او دوه ځایه مو میاشتنۍ تنخوا اخیسته ، شاید دقلمي خدمت په مقابل کې همدې معاوضې تاسو ته  دا تلقین کړي وي ، چې نور خلک هم ټول یوازې  دپیسو لپاره لیکوالي کوي ، او ټول مستأجر لیکوالان  دي .

کاکړ صاحب دنورو په اړه معلومات نلرم ، خو داسلامي امارت دجهادي صف لیکوالان یو هم مستأجر لیکوال نه دی ، بلکې یوازې او یوازې مجاهد لیکوالان دي ، تاسو به یې شاید پیژنئ او یا نه  چې دوی دغه قلمي خدمت چې دمستعار نوم په استعمال سره دهیڅ  نوم ، شهرت او دنیایي منصب تمه هم ترې نلري ، یوازې په دې خاطر کوي ، چې خپلي دیني وجیبه ( جهاد) سرته ورسوي .

که چیرې مجاهدو لیکوالانو خدمت دپیسو لپاره کولای ، شاید ستاسو یا نورو مستأجرو لیکوالانو غوندې یې په بي بي سي ، ازادۍ راډیو او داشغالګرو په نورو مطبوعاتو کې دندې موندلې وای ، چې ښې ډالریزې او پونډیزې تنخاګانې یې اخیستي وای .

کاکړ صاحب دا خو به ته هم راسره منې ، چې امارت دنړۍ دفقیرترینو  تنظیمونو له ډلې دی ، ماته دامارت ددوهم شخص ملابرادر اخند دکورنۍ دغړو ژوند معلوم دی ، چې پروړه یا  بوس خرڅوي ، او په همدې یې ګوزاره روانه ده

زه دامارت داسې لوړپوړي غیرتي مجاهدین هم پیژنم ، چې هجرت یې کړی ، دکور دکرایي پیسې په قرض پیدا کوي ، او دسهار او ماښام ډوډۍ په سوال راټولوي ، ماته  دطالبانو هغه زخمیان هم معلوم دي ، چې دمعالجې دامکاناتو دنه شتون له امله یې زخمونو چینجي کړي دي ، نو له داسې فقیر ، غریب او مسکین امارت څخه به زه څرنګه دا تمه وکړم ، چې زما لیکنې په بیه واخلي .

که چیرې مجاهد لیکوالان  دپیسو وږي وي ، نو آیا بیا به ډیر احمقان نه وي ، چې دپیسو ګټلو لپاره یې له داسې مسکین آجر( امارت ) سره معامله کړې ده ، مزدورکاره خلک چې چیرې مزدوري نیسي نو لومړی د کار دڅښتن له  مالي توان نه ځان خبروي ، چې آیا دومره پیسې لري ، چې خپله اجوره په ټاکلي ورځ راکړي ، امارت چې مجاهدین یې خپله دخلکوپه  ډوډۍ ګوزاره کوي ، دکوم چا دپیسو هوس ( چې ترټولو سخت ترینه تنده بلل کیږي ) به څنګه خړوب کړای شي .

 تاسو ماته په اشاره لیکلي ، چې  په یوه لیکنه ۲۵۰۰ کلداري درکول کیږي ، که داسې وي  زما یو همسنګر، فعال او همتي ملګری شته چې دورځې ۹۰ خبرونه  لیکي  ، که چیرې په هر خبر ۲۵۰۰ کلدارې ورکول شي ، نو باید نوموړي ته هره ورځ  دوه لکه او پنځه ویشت زره  کلداري ورکول شي چې دمیاشتې  اوه شپیته لکه او پنځوس زره روپۍ کیږي  چې په دې توګه تقریبا دهرمجاهد لیکوال میاشتنۍ ګټه څلوراتیا نیم  زره ډالرو ته رسیږي   . . . .  که چیرې داسي وي نو بیاتاسو څه کول ، چې د بریټش کاسټینک کارپوریشن راشن مو خوړ ، خو راشئ ، همدا جهادي لیکوالي پيل کړئ ، هم به مو ثواب وي او هم خورما . . . هم به میلونر شئ ، او هم به دخدای دلارې مجاهد حسابیږي ، دا خو نو بیا داسې ګټه ده ، چې دلوډرو او ګوادرو په پریښودو هم ارزي  . . .

کاکړ صاحب زه څارنوال نه یم چې دلته ټول حسابونه درسره تصفیه کړم ، خو دیوه مجاهد لیکوال په حیث چې الله حاضر دی ، چې یوازې مې دکلمة الله  داعلاء په خاطر دالار غوره کړې ، خپله سپین سرې مور مې په کور کې په سرو سترګو پرې ايښي ، او جهادي ستومانه سفر ته مې ملاتړلې ، په کور مې چاپې ، دوروڼو او سپین ږیري پلار زنداني کیدل ، او دعوامو په اصطلاح دباچا تور کیدل قبول کړي ، ترڅو خپل مسؤلیت ادا کړم ،سره له دې چې معامله مې له الله سره ده ،خو په دې لاره کې هیڅکله چا ته دا اجازه نه ورکوم ، چې په جهاد مې پوزخندرا ووهي ، جهاد مې راپروژه کړي ، هغه قلم چې مایوازې لله في الله پورته کړی ، څوک یې راته  د جیفه دنیا دګټلو آله معرفي کړي .

کاکړ صاحب داسمه ده ، چې قلم ددنیا دګټلو لپاره کاریدلای شي ، ځیني خلک په قلم باندې میرزایي او عریضه نویسي کوي ، چې دا روا کار دی ، خو دااخروي اجر تمه ترې نه شي کیدلای ځیني خلک قلم دناروا ګټو لپاره کاروي ، په قلم باندې کفارو او دهغوی تبلیغاتي ادارو ته کار کوي  او په دې توګه معاش ورباندې پیدا کوي ، چې دا دقلم بي ځایه کارول او اهانت دی ، مګر هغه چې قلم یوازې دحق دارتقاء دظالمانو ، او دخدای ددښمنانو په زړونو  دګوزار لپاره کاروي دا افضل جهاد دی ، چې اوسني مجاهد لیکوالان دهمدې جهاد شرف لري.

کاکړ صاحب تاسو په خپل زعم ویلي ، چې ګواکي زه دیوه مجاهد لیکوال په حیث مستأجر لیکوال یم ، او که ته لږ زیاته تنخوا راته ولګوې ، نو ګواکې خپل قلم او استعداد به ستاسو په پښو کې حلال کړم .

کاکړ صاحب زه به په هغه خدای جل جلا له  قسم درته وکړم ، چې په قلم او لیکلو یې قسم خوړلی  ، چې د ټولې دنیا شته مې په مخ کې امبار کړې ، او بیا راته ووایې چې یو حرف راته ولیکه ، مګر ترڅو چې زما ایمان بالله  ماته امر نه وي کړی ، او نیت مې په کې نه وي اصلاح شوئ ، په والله که دې راباندې ولیکه .

تا څه خیال وهلی ، چې موږ په دې مرداره دنیا پسې راوتلي یو، دادنیا چې دهلاکت منبع ده ، دا دنیا چې جیفه بلل شوې او عاشقان یې سپي بلل کیږي ، څوک به دومره پست وي چې دګټلو لپاره یې هغه قلم وکاروي ، چې الله تعالی ورباندې قسم خوړلی .

کاکړصاحب زه به قسم درته وخورم ، چې امارت ماته دموټر سایکل دتیلو او انټرنیټ کارت لپاره   راکړې قوت لایموت پیسې ، مادری میاشتې دخپل میشت ځای دصندوق شاته اچولې ، اود امارت فقر ته په پام سره یې اخیستل ګناه راته ښکارېده .

که چیري مجاهد ته دمرمیو لپاره ورکول کیدونکي پیسې اجوره  او مجاهد مستأجر شي ، نو بیا خو والله که څوک ملامحمد عمر مجاهد هم رانه مجاهد کړي  ، ځکه هغه چې چلیږي دشرایطو دتنګسیاله امله شخصي عائد یې نه شي اټکل کیدلای ، بلکې دکورنۍ نفقې لپاره به ضرور له بیت الماله  دضرورت په اندازه برخه اخلي .

کاکړ صاحب صاحب په عربي کې مقوله ده ، چې  المرء یقیس علی نفسه ، سړی هرڅوک په خپل ځان قیاسوي ، تاسوچې له بي بي سي او امت ورځپاڼې سره دکار په مهال  کرایي لیکوالي عملا تجربه  کړې، اوس هرڅوک په خپل ځان قیاسوئ  لطفا په مجاهدو لیکوالو دا ګمان مه کوئ چې کواګې اجیران دي ، دا دمجاهدو لیکوالو په حق کې څرګند اهانت دی ، چې ترټولو ستر زیان یې تاسو ته رسیږي .

شاعر وایي :

داد میخواهم نه پنداري که زاري میکنم

نعره پردرد من فریاد استرحام نیست

په درنښت

مجاهدقلموال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x