نظــر

ما لا ګل بوی کړی نه وو بهارتېر شو

لیکنه: محب الله وثیق

نه پوهیږم چې څه لیکم؟ او څه ولیکم؟  له بیګاه راهیسې مې دیو زړه بوږنونکی  خبر په اورېدو سره احساساتو او قلبی کیفیاتو انډول او توازن له لاسه ورکړی ځکه نو د جملو او تراکیبو ترتیب رانه  ګډوډ او پاشلی دي.ګویا:

درین کتاب پریشان نه بینی از ترتیب
عجب مدار که چون حال من پریشان است

د شهید انجینیر بشیر احمد ریان سره  د (تقبله الله) کلمې په لیکلو سره مې هیڅ زړه ته نه لویږي چې نور دې  ګل زموږ له ګلبڼ نه کډه کړې او د ابدیت په لور یې کوچ کړی، خو چاره نشته پرته له دې چې ویې منو بل څه په واک کې نه لرو…  انا لله وانا الیه راجعون. اللهم تقبل شهادته و اجعل الجنة مثواه.

کابو اته کاله مخکې به مې د ټولګي یو ملګري  راته ویل چې یو کشر ځوان  چې بشیر احمد  نومیږی، الله تعالی خورا په ښه استعداد او روان قلم نازولی دي چې تر دې مهاله (په اوولس کلنۍ کې) یې ګڼ شمېر کتابونه لیکلي او ژباړلي دي . ما څه ناڅه مخکې هم دده له نامه او استعداد نه اورېدلی وو  خو اوس مې نوره مې هم د هغه د لېدو تلوسه زیاته شوه.

هغه مهال  زموږ په مدرسه  کې د مکتبونو د زده کونکو لپاره قبل الوقت دقرآن کریم د تفسیر شریف د تدریس څانګه پیل شوه  چې د  شاوخوا مکاتبو او  عصري تعلیمي مراکزو  زده کونکو پکې برخه اخیسته،  کله چې خبر شوم چې بشیر احمد ریان چې هغه مهال د شهید حبیب الرحمن دلیسې زده کونکی وو هم دې درس ته راځی نو فورا مې د هغه د لیدو او ملاقات لپاره ټولګی ته ورغلم،  د هغه د همصنفیانو نه د بشیر احمد د نامه وپوښتل نو په کونج کې ناست ځوان چې سنګیني او وقار له ورایه پکې ښکارېدل،  لورې ته  یې اشاره وکړه…  کله چې  نژدې ورغلم او تعارف مو سره وکړ  په لومړی مجلس کې   دومره خوږ ولګېد لکه د کلونو انډیوال چې مې وي.

له هغه ورسته تر  ډېرې  مودې  نوموړي د تفسیر شریف په درس کې په خورا شوق او رغبت سره  شرکت کاوو چې کله ناکله به یې استاد هم زموږ د تحریض په موخه  په ټولګی کې د نمونې په توګه یادونه کوله. هر سهار  چې زه به مدرسې ته راورسېدم  د  نوموړی به له درس نه فارغ او دلیسې په لور روان سو،  نو له یو ګړی مجلس ورسته به سره رخصت شوو بالآخره  د وخت په تیرېدو سره مو  انډیوالي خورا پخه شوه.

شهید بشیر احمد ریان د جهادی او علمی شخصیت، پیاوړي لیکوال انجنیر عبدالله ګل ریان صاحب کشر زوی د غزني ولایت د قره باغ د ولسوالی اوسېدونکی وو،  ابتدائي زده کړې د دارالهجره  (کوټې) په شهید حبیب الرحمن لیسه کې تر دولسم ټولګۍپورې ولوستلې له هغه ورسته د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو په پوهنځۍ کې یې داخله واخستله.

شهید بشیر احمد ریان  خورا پرهیزګار او متقي ځوان وو، د ملګرو په منځ کې یې ځانګړی محبوبیت درلود او هغوی هم ورته په درنه سترګه کتل، دنوموړي د اصابت فکر له امله  تر ده مشرانو ملګرو یې په خورا اهمو مسائلو د هغه رایه اخسته او تر ډېره یې عمل پرې کاوو.

شهید ریان تقبله الله، د خپل ادبي ذوق ، علمي چاپېریال  او د والد صاحب (پیاوړي لیکوال، جهادی او علمی شخصیت انجنیر عبدالله ګل ریان صاحب) د تربیې او روزنې له برکته په ډېر وړکتوب کې لا  له ژورنالیزم او لیکوالي سره ځانګړې مینه لرله، یو لړ کتابونه او مضامین یې  و لیکل او زیات شمېر یې له بهرنیو ژبو پښتو ته وژباړل،  چې زیاتره یې د چاپ په ګاڼه هم پسولل شوي دي. یو شمېر لیکنې په وېبپاڼو او مجلو کې هم خپرې شوې دي، او یو کتاب (د افغانستان پاچاهان) یې په مسلسله توګه د خبریال ویب پاڼه کې خپور شو.  نه پوهیږم چې ورستی شمېر  به یې څو وي؟  خو کابو یو کال مخکې مې د هغه د ټولو  ژباړو او کتابونو تعداد  ځینې وپوښت،  هغه مهال یې تعداد (څوارلس) وښود.

لیکوال او شناند ښاغلی استاد عبدالرحیم ثاقب صاحب لیکی:” له هغه سره که ژوند وفا کړې وای نو دی به هم د پښتني ادب او هنر د هسکو ستورو ګل پاچا الفت ، رشاد بابا او علامه حبیبې د علمي ګلبڼ یو نوی غوړیدلی ګل وای”

خوش درخشېد، ولې شعله ای مستعجل بود

کله چې نوموړي له ښوونځۍ نه له فراغت ورسته د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو په  پوهنځۍ کې داخله واخسته نو لکه په اروا  چې مې ورېدلي وو،  هغه مهال مې لا زړه ټکان وخوړ چې هسې نه دا د بشریت د وینو تږی  شرمښان  کومه ستونزه ورته جوړه کړي، او ګواکې دحال په ژبه مې ویل چې:

(انی لیحزننی أن تذهبوا به وأخاف أن یأکله الذئب)

څه موده مخکې  چې په پوهنتون کې یې خپلې زده کړې په مخ بیولې او دریم سمستر یې په ختمېدلو وو، د کندهار وحشی چارواکو نوموړی ونیو او د زندان تورو پنجرو شاته یې واچاوو. او ظلم او ستم لاندې یې ونیو، د پوهې او عرفان دښمنانو د قحط الرجال په دې دور کې  د علم او پوهې  دا ډیوه  چې د افغانستان ددې پرهر پرهر ملت ددرملنې تمه مو ترې درلوده، د  تل لپاره خاموشه کړه او زموږ په امیدونو  او ارمانونو  یې خاورې راواړولې،  وړمه ورځ  د بشریت قصابانو دا د وخت یوسف د  مسلسل تعذیبونو او ربړولو ورسته شهید کړ . والی الله المشتکی.

د نوموړي شهید جنازه نن (مارچ ۲۸مه، ۲۰۱۶م) د کوټې د مشرقی بای پاس په هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه. موږ د محترم استاد انجنیر  عبدالله ګل ریان صاحب او کورنۍ سره په دې غم کې ځان شریک بولو او  د هغوی درنې کورنۍ ته دتسلیت مراتب وړاندې کوو،  او  د لوی خدای په دربار کې لاس لپه کوو چې د نوموړي شهید شهادت قبول او لواحقینوته صبر جمیل ورپه نصیب کړي.  او قاتلین یې د اعمالو په سزا ورسوي. آمین

اللهم اکرم نزله، ووسع مدخله، ونقه من الخطایا کما ینقی الثوب الابیض من الدنس.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x