شعـــــرونه

غزل: مشفق حريت مل

مشفق حريت مل

راځه شه ورور د بغاوت لمنه مه ټينګوه
د ضد، نفاق او د نفرت لمنه مه ټينګوه

ما او تا يو، يو خو شيطان مو مينځ کې درز اچوي
رب کړه رضا د شيطانيت لمنه مه ټينګوه

عسکره ياره خپل راخپل کړه پردي پريږده چې ځي
نور د ناټو د ماموريت لمنه مه ټينګوه

په دا د ورځې تهجدو به يې کله شل کړې
پاچا د ګډوډ عبادت لمنه مه ټينګوه

راځه نور ژوند د ازادۍ وکړه په خدای شرم دی
د غلامۍ او محکوميت لمنه مه ټينګوه

ځوانه دا وخت درنه په منډه منډه منډه روان
ويښ شه بيدار شه د غفلت لمنه مه ټينګوه

مشفقه ګرځوه تل زړه د شفقت او اخلاص
د ظلم، جبر او وحشت لمنه مه ټينګوه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x