نظــر

قطر نه ارګ! / عبد الرحیم ثاقب

پرون طالبانو په ارګ او دسي آی اي په مرکز باندې دیوه فوق العاده تکتیکي برید په ترڅ کې دهغوئ لخوا دقطرددفتر دپرانیستنې په ورځ ابلاغ شوې اعلامیه په عملې توګه پلې کړه .

طالبانو دزمان اومکان دحساسیت په پام کې نیولوسره په دغه معجزه آسا بریدکې امریکایانو او دهغوئ ګړبیدلي رژیم ته دا رساپیغام پریښود چې که تاسي په قطرکې زمونږ ددفتر په سر دسپین بیرغ رپیدل دځان دحاکمیت لپاره تهدید بولئ  نو مونږ داهم کولای شوای چې دالله په نصرت او دخپل جهادي زورپه برکت هماغه سپین بیرغ دارګ په سر درته ورپوو ، اوهالته چې مو داشغال دخاتمې کومه اعلامیه  صادره کړې هغه په عملې توګه دارګ په خوله کې داشغالګرو دمستحکمې ځالې (سي آی اي دفتر) په ټکولوسره تطبیق کړو.

دارګ پروني فوق العاده تکتیکي برید داپه اثبات ورسوله چې طالبانو نورپه بشپړه توګه  په افغانستان کې هم له امریکایانو او هم دهغوئ له وارخطا پلویانوڅخه دابتکارعمل قوه ترلاسه کړې ،اوکولي شي په هروخت او هرځای کې چې زړه يي وغواړي خپل تکتیکي بریدونه عملي کړي.

پرونی برید دخپل نوعيیت له مخې په  افغانستان کې دسي آی اي په مرکز دوهم ځانګړی برید دی چې د داشانې پیچلي تکتیک په اجراء سره ترسره کیږي اودخپل تکتیکي خصوصیت له مخې ټول امریکايي اونور بهرني متخصصین له هیښتیاسره مخ کړي.

دسي آی اي په مرکز لومړنی برید د ۲۰۰۹کال دډیسمبر په ۳۱ په خوست ولایت کې  د ډاکټر همام خلیل محمد(ابودجانه الخراساني ) لخواترسره شوچې په ترڅ کې دسي آی اي ۷ نفره لوړرتبه چارواکې  ووژل شول.

دپروني تکتیکي برید په اړه طالبانو دلومړي ځل لپاره په خپله ویب پاڼه (الامارة الاسلامیة) کې داڅرګنده کړې چې برید ددستوري مرستې په مټ (دداخلې کسانوپه مرسته ترسره شوی) چې داپه خپل ذات کې دطالبانوهغه بریالی تکتیک دی چې له امنیتي (استخباراتي) او محاربوي پلوه دمقابل لوري په لیکوکې یوپربل دبي اعتمادي اوبی باوري فضا رامنځته کولی شي .

له دینه علاوه نوموړي برید په قطرکې دطالبانو دپرانیستل شوی دفتر په درشل کې دیوې ځانګړې قدرت نمايي په تمثیل سره امریکایانو ته داپه ډاګه کړه چې  هغه کرزی چې په قطرکې دطالبانو دسپین بیرغ له نصبولو څخه جان کیري ته شکایتونه کوي هغه په ارګ کې دولسمشریزې ماڼۍ  له سره دطالبانو دسپین بیرغ دلیري کولو توان نور په ځان کې نه لري .

دطالبانو ددغه معجزه اسابرید له ډاره دا افغانستان او پاکستان لپاره دامریکې دځانګړي استازي جېمز ډابینز کابل ته دخپل سفر پایلې اوموخې همداسې ناویلې او ناتمامه پاتې شوې اونوموړی دځانګړیو امریکایي ځواکونو په مرسته دامریکې له سفارت نه هوايي ډګر ته ډیر په بیړه ورسول شو او دده اوکرزي ګډ خبري کانفرانس ته رابلل شوي ژورنالیستانو په خندا او تمسخر سره په ارګ کې دمحاصره کرزي تصویري رپوټ دخپلو رسنیو له لاري ښاغلي جېمز ډابینز ته په اسلام آباد کې ورښکاره کړ.

دپروني برید ترسره کولو کرزی اودهغه درژیم ټوله اطلاعاتي اونشراتي دستګاه له داسې وارخطايي سره مخ کړي چې دتیر په څیریې دبرید غندنه هم له پامه وتلې او داځلې ددوئ په ځای دبرید دغندني مراسم هم په کابل کې دامریکا سفیر ښاغلی جیمز بی کنینگهام ته ورترغاړي شول.

خو ښاغلي جیمز بی کنینگهام دطالبانو دبرید دغندنې ترڅنګ هغوئ ته یوځلې بیا د خبرو میزته دورتګ دعوت هم ورسره غبرګ کړ چې دا په خپل ذات کې دطالبانو په مقابل کې دامریکایانو دموقف دمرموز تنازل څرګندونه کوي.

عبد الرحیم ثاقب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x