ورزش

د نړیوال جام لومړي پړاو وروستۍ سیالۍ جنوبي افریقا وګټله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري۹مه ۱۳۹۵ل): د کرکيټ نړیوال شل اوریز جام د لومړي پړاو وروستۍ سیالۍ کې جنوبي افریقا سري لنکا ته په اتو ویکټو ماتې ورکړه، او په دغه ټورنامنټ کې یې دوهمه بریا خپله کړه.

نننۍ سیالي په نړیوال جام کې کوم د پاموړ ارزښت نه درلودلو، ځکه له دغه ګروپ څخه تر دې وړاندې ویسټ انډيز او انګلستان نیمه پایلوبې ته وتلي وو.

پچه جنوبي افریقا وګټله او د لومړۍ توپ اچونې پریکړه یې وکړه.

سري لنکا پیل ښه خو ورو و، وروسته یې دمه پر دمه ویکټې د لاسه ورکړلې او له همدې کبله ونه توانېدل چې جنوبي افریقا ته لوړ هدف وټاکي.

د سري لنکا له لوري دیلشان، ۳۶، چندیمل ۲۱ او شانکا ۲۰ ډيرې منډې جوړې کړې.

سري لنکا خپلې ټولې ویکټې په ۱۹.۳ اورونو کې په ۱۲۰ منډو د لاسه ورکړلې او جنوبي افریقا ته یې ۱۲۱ اسان هدف ورکړ.
جنوبي افریقا د هاشم املا او ډو پلیسي د ښې توپوهنې پر مټ په ۱۷.۴ اورونو کې یاد هدف پوره کړ.

هاشم املا ۵۶ او ډوپلسي ۳۶ منډې جوړې کړې.

سري لنکا په روان نړیوال جام کې یواځې یوه لوبه د افغانستان څخه وګټله او پاتې نورې ټولې یې وبایللې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x