افغانستان

امریکايي فوځ په بګرام او کندهار کي د همجنس پرستۍ محفلونه جوړوي

نن ټکی آسیا: د امریکا د هوايي ځواک قایمقام مشر ایریک فیننګ وايي چي په راتلونکې اونۍ کي به د بګرام او کندهار په هوايي اډه کي د همجنس پرستۍ محفلونه جوړ کړي، او همجنس پرستي به ولمانځي.
په دغه محفلونو کي به همجنس پرسته امریکايي عسکر را ټولیږي، او خپل په همجنس پرستۍ به فخر کوي او خوشحالي به څرګندوي.

اوباما خپل دحکومت په وخت کي په امریکايي فوځ کي پر همجنس پرستۍ بندیز لیري کړ، او همجنس پرستانو ته یی په فوځ کي د دندي تر سره کولو پوره حق ورکړ، چي له کبله یې د ایریک فیننګ غوندي په ښکاره د همجنس پرستۍ داعي په امریکايي فوځ کي دومره غټي رتبې ته ورسید.

ددې تر مخه به همجنس پرستان د امریکايي قانون له مخي د فوځ څخه ایستل کیدل، او نه به پرېښودل کیدل چي خپل د جنسي تمایلاتو په اړه په ښکاره څه ووايي.

باید وویل شي چي په افغانستان کي د اساسي قانون له مخي پر همجنس پرستۍ باندي بندیز دی، او که یي هر څوک مرتکب شي د قانون له مخي سزا ورکول کیږي، خو داسي مالومیږی چي دا قانون یوازي د افغانانو لپاره دی، په افغانستان کي د میشتو بهرنیو فوځیانو باندي د افغانستان قانون نه تطبیقیږي.

همجنس پرستان په امریکا او د یورپ په ګن شمېر هیوادونو کي حق لري چي یو د بل سره ودونه وکړي، او د حکومت له خوا ورته رسمي نکاح نامې ورکول کیږي.

همجنس پرستان نر د نر سره او ښځي د ښځو سره جنسي اړیکي پالي، چي د بشري فطرت او خلقت څخه خلاف کار دی، او ټول اسماني ادیان او کتابونو دا کار په سختی سره رټلی دی، او مرتکبین یی سخت مجرمین بللي دي.

{mp4remote}http://cnsnews-test.s3.amazonaws.com/sites/default/files/videos/converted/fanning.mp4{/mp4remote}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x