ورزش

افغانستان کرکیټ لوبډله: د باصلاحیته لوبغاړو متعهده ډله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري۱۰مه ۱۳۹۵ل): بالاخره هغه څه وشول چې ټولو یې انتظار کاوه. هو! افغانستان د ۲۰۱۶نړیوال شل اوریز جام لومړی او تر ټولو ستر آپ سيټ یا ماتې د خپل ګروپ د سر لوبډلې ویسټ انډیز ته په ۶ منډو ورکړه. که څه هم دې ماتې سره ویسټ انډیز لوبډلې ته په ټورنامنټ کې نه زیان رسیدلو نه هم د یاد وړ ګټه یې افغانستان ته رسیدله. ویسټ انډيز نیمه پایلوبې ته وتلی او افغانستان له نړیوال جام څخه بهر شوی دی. خو؛ دغې لوبې یو څه وکړل، لوبې د افغان لوبغاړو د صلاحیتونو او استعدادونو ثبوت وړاندې کړ، ورسره یې په نیمه پایلوبه کې د څلورو خوش قسمته لوبډلو له منځه ویسټ انډيز مورال ته زیان ورساوه.

د نړیوال جام په دغې زړه وړونکې شل اوریزې سیالۍ کې د خپل باصلاحیته توپوهونکو شهزاد، اصغر او نجیب ځدران پر مټ ۱۲۳ منډې جوړې کړې. د ویسټ انډیز په څېر قوي لوبډلې ته د دغې هدف پوره کول هېڅ ستونزمن نه و، خو افغانستان توپ اچوونکو حیرانوونکي توپ اچونې او تر هغې وړاندې تر ټولو زیات خوندورې ډګرساتنې پر مټ ویسټ انډيز ۱۱۷ منډې جوړې کړلې.

ورځ تر بلې د افغان لوبډلې په لوبو کې بهتر بدلون ته په کتلو سره مو یقین و چې دغه لوبډله به د نړۍ کرکيټ سترو نومونو لپاره خطر جوړیږي. د اوږدې مودې راپدیخوا د کورنۍ جګړې له کبله د افغان ځوانانو صلاحیتونه نړۍ ته نه راووځي، اوس چې یو څه چانس وربرابر شوی نو په هر ډګر کې افغان ځوانان خپل صلاحیت ښکاره کوي.

د افغانستان کرکيټ لوبډلې تر دې وړاندې په اسیا جام کې هم لوبیدلی، خو د نړۍ پر وړاندې د دوی پټ استعدادونه په نړیوال شل اوریز جام کې راڅرګند شول. په محدودو اورونو کې د نړۍ تر ټولو ستر ټورنامنټ کې د سوپر ۱۰ لوبډلو کې ځان ځای پر ځای کولو لپاره افغانستان لومړی تجربه کاره لوبډله زمبابوۍ ماته کړه. شننونکو هغه مهال باور و چې په الف ګروپ کې به نړیوال جام سوپر ۱۰ ته زمبابوۍ وځي، خو افغانستان نه یواځې دا چې فیورټ زمبابوۍ ته ماتې ورکړه، بلکې سکاټ لینډ او هانګ کانګ یې هم مات کړل او د نړیوال شل اوریز جام سوپر ۱۰ پړاو ته داخل شول.

سپر لس پړاو په لومړیو درې سیالیو کې افغانستان ماتې وخوړله، خو په درې سیالیو کې یې ټول مقابلې لوبډلې له خورا ستونزو سره مخ کړلې. د جنوبي افریقا پر وړاندې د ۲۰۹ ستر هدف د پوره کولو په تعقیب کې چې افغانستان څه ډول تېزه توپ وهنه وکړه نو د پروټیز (جنوبي افریقا) څخه یې لاره چاره ورکه وکړه. افغانستان د خپلې بې تجربګۍ له کبله که څه هم هدف پوره نه کړ خو ۱۷۲ ډيرې منډې یې جوړې او یو مثال يې هم جوړ کړ.

د افغانستان د دغې خوندورې او یادونې وړ لوبو تر شا د پاکستان پخواني کپتان او افغانستان کرکيټ روزونکي انضمام الحق کوښښونه هم د یادونې وړ دي. د نړۍ دغه ستر لوبغاړي او روزونکي څخه مننه او کورودانی نه کول به زیاتی وي. د هغه عظمت له دې ثابتیدای شي چې په ټيسټ کرکيټ کې ۸۸۰۰ او یو ورځېنۍ لوبو کې ۱۱۷۰۰ څخه زیاتې منډې یې جوړې کړي دي.

ښايي د پاکستان کرکيټ بورډ د انضمام الحق لویې ږیرې ته کتلي وي او هغه یې د روزنکي قابل نه له دې کبله نه وي ګڼلی چې نوموړی به لوبغاړو کې دین ته میلان ډیر کړي مګر افغانستان د هغه صلاحیتونو او استعداد ته اهمیت ورکړ او نن یې پایله تر ټولو وړاندې ده.

یادونه: دغه لیکنه په کرک نامه اردو وېبپاڼه کې خپره شوې چې نن ټکی اسیا ترې کټ مټ ژباړلې ده. اداره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x