نظــر

بشيراحمد او پرويز کامبخش

عبدالرحمن مسافر

کله چي دبلخ پوهنتون دژورناليزم پوهنځۍ محصل (پرويز کامبخش) اسلام ته دسپکاوي په تور ونيول سو نو تر لنډي مودې زندان تېرولو وروسته دکورنيو او بهرنيو فشارونو په ذريعه په 1387 کال کي خوشي او داروپا په سټيزن شيف (تابعيت) ونازول سو ؛ دا په داسي حال کي چي په هم دغه وختونو كي عبدالرحمن پنجشيرى مرتد سوى او بيرته خوشي سو ؛  همدارنکه د هغه وخت دلوې څارنوالۍ وياند  عوث زلمى دقران کريم دتحريف په تور زنداني سوى ٶچي تراوسه يې دمجازاتو په هکله هيڅ ملت معلومات نلري.

زما ښه ياد دي چي بي بي سي راډيو د پرويز کامبخش دموضوع په هکله راپور جوړ کړى ٶ او دکابل پوهنتون دحقوق پوهنځۍ استاد (ودير ساپي ) ته يې هم بلنه ور کړې وه. دمحصل دبندي او بيرته خوشي کېدو په هکله يې پوښتنه ترې وکړه ؟

نوموړي په ځواب کي ورته وويل : چي دا په قانوني ، علمي او رواني لحاظ صحيح کار نه ٶ چي محصل ديوې ليکني دخپرولو په تور نيول کېږي او زندان ته اچول کېږي ، ځکه دمحصلينو په وړاندي دا ډول کړني دهغوى دتحقيق او څيړونو په برخه کي منفي اغېزې کوي.
اوس راسئ چي فکر وکړو !

ايا داسي رسنۍ به پيدا سي چي د بشيراحمد د شهادت پر موضوع راپور جوړ کړي ؟!

ايا داسي قانوني او حقوقي مراجع به پيداسي چي پر دې مظلوم محصل دظلم عوامل معلوم کړي ؟!

ايا داسي بهرني او کورني بنسټونه به پيداسي چي ددې مظلوم محصل (شهيد بشيراحمد) دمظلوميت په هکله د دفاع ږغ اوچت کړي ؟!

چېري دي اوس هغه د دروغو دعوه کوونکي دبشري حقوقو مدافعين او مدني بنسټونه چي ددې مظلوم محصل دحقوقو او مظلوميت په دفاع کي لارينونه وکړي ؟!

دا دکوم دين ، قانون او حکم تقضا ده چي يو محصل دي د نامعلوم جرم په تور له يو تعليمي او تحصلي مرکز څخه بيول کېږي ، پسله درې مياشتو تعذيبونو او کړاونو په ډېري بې رحمۍ سره په شهادت رسول کېږي.

تاسو قياس او قضاوت وکړئ دوه محصلين (شهيد بشيراحمد او پرويزکامبخش )يو داسلام او اسلامي دعوت په تور دزندان تورو تيارو ته اچول کېږي او په بې رحمانه توګه شهيد کېږي. بل اسلام ته دسپکاوي په عمل تقدرېږي او بهرنى تابعيت ورکول کېږي.

ملت بايد نور دغفلت له خوبه را ويښ سي او ځانونه پوه کړي چي دډيمکراسۍ بنده ګانو هم هغه دکمونيستانو تګ لاره خپله کړې ده ، داسلام اومسلمانانو دځپلو لپاره يې لستوڼي را بډ وهلي دي. نو لکه څنګه چي همدې غيور ملت دکمونيزم د بنده ګانو (خلقيانو او پر چميانو ) په خلاف دقيام صف جوړ کړ ، همداسي دي ددې سيکولرانو او ډيمکراتانو په خلاف هم د قيام ږغ جګ کړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x