
افسوس …!!!
موسی فرهاد 2016-3-29
افسوس پر دي نه کوم چې دا تنکی زلمی بشیرجان شهید شو ، افسوس پر دي نه راځي چې بشیرریان د شهیدانو د کاروان لاروی شو ، پر دي هم نه ژاړم چې ځوانیمرګ بشیر نن د خپلو همزولو محصلینو په منځ کي نشته ، خفه پر دي هم نه یم چې د موراوپلار کشری بچی بشیراحمد ریان د خپل ځوان مستقبل یو جهان ارمانونه نیمه خوا له ځانه سره یو وړل ، افسوس پر دي هم نه کوم چې د علم د تحصیل په موخه د مسافرت په شپو ورځو کې خوږ ژوند تري واخیستل شو .
بلکي نوموړي شهید ته مبارکي ورکوم ، رښتیا خبره کوم ، د ځوانیمرګ بشیرجان شهادت د افسوس نه ، بلکي د غبطې او رشک وړ دی .
بیشکه ! ژوند ښه نعمت دی خو شهادت تر هغه ډېر اوچت نعمت بلل شوی . شهادت د خدای تعالی هغه پیرزوینه ده چې همیشه یې خپل یو محبوب انسان ته ورکوي ، پرخپل ناخوښه او مبغوض بنده الله تعالی یوازي د قاتل او ظالم صفت لوروي . شهادت او مظلومیت تل د بشیر غوندي معصومو انسانانو په قسمت کې راځي .
شهید هغه څوک دی چې د خپلو وینو د اخیري څاڅکي سره یې د دې فاني دنیا ټول تیروتني بخښل کیږي ، د باقي او تلپاتي دنیا ټولي خوښۍ د هغه په برخه وي .
بیا دغسي مظلومانه شهادت ، یقیناً چې زموږ غوندي عاجزه بندګانو ته به یې تحمل لږ ګران وي مګر الله تعالی ته هرو مرو محبوب دی . شهید او د شهید والدینو او اقرباؤ ته به یې ډېر ښه نعم البدل هم په دنیا کې او هم په عقبی کې وي . ان شاءالله
— خو زه افسوس د هغه چا پرحال کوم چې د تاند زلمي بشیرجان په بې رحمانه شهادت سره یې پرخپل ځان د الله تعالی غضب او لعنت ته دعوت ورکړ .
افسوس د هغه چینګیزي مفکرینو پر حال چې ځانونه مفکرین ګڼي خو د بشیر غوندي تنکي زلمي محصل د زغملو توان نلري ، پرته له کوم جرمه یې د اسلامپالني او وطنپالني د سپیڅلي روحیې په تورپه ولچک او زولنو کې بې له محکمې په شهادت رسوي . لعنت پرداسی ناعاقبت اندیشه بې رحمه چنګیزي مفکرینو ، د ځمکني او اسماني مخلوق ټول لعنتونه دې ورباندي وي . افسوس د هغو وحشي ټوپکمارو پرحال چې شکلونه خو یې د انسانانو ښکاري ، مګر په مظلومو او بې دفاع انسانانو خولي لګوي ، د و حشي سپیو په څیر یې داړي .
افسوس د کابل د ګوډاګیو واکمنانو او ځینو مزدورو رسنیو پرحال چې د رازق خیلو غوندي وحشي ځناورانو کړني د سر په سترګو ویني او بیا هم ورباندي چپه خوله دي .
نو د واشنګټن د کرایې بې ضمیره او بې وجدانه ټوپکمار دي یو شی ضرور یاد ولري ، ترتاسو وړاندي یوه بله ډله خلک هم و چې د کریملین د روبلو په نشه کې یې د بشیرجان غوندي د ډیرو مظلومو افغانانو معصومي ویني وبهیولي ، مګر د حق آواز او د مظلوم ناره یې خاموشه نکړای شوه ، بلکي د دار پرسر یې د خپل ذلیل انجام مزه وڅکله . تاسو ته هم پکار ده چې په نژدې راتلونکي کې له داسي یوې ناوړه شیبې څخه هیڅکله غافله نشئ . خدای ج منتقم ذات دی . والله عزیز ذوانتقام .
ځوانیمرګ تاند زلمی بشیراحمدریان رښتیا هم له ډيرو الهي لوریینو څخه برخمن و ، په ډېر متدین ، درانه او علمي کاله کي یې پیدایښت شوی ؤ ، د بي جوړي استعداد او بې نموني اخلاقو له امله پر ډيرو خلکو د زړه له تله ګران ؤ .
له همدي ځایه ده چې په شهادت باندي یي نه یوازي د کورنۍ بلکي زموږ غوندي د ډېرو دوستانو زړونو تکان وخوړ .
د بشیرجان محترم والد استاد انجینرعبدالله ګل ریان صیب او د شهید مشر ورور ډاکټرصیب عبدالواحد ریان، انجینرصیب باسط ، مولوي صیب عزیز احمد او ټولي کورنۍ ته د تسلیت او صبرجمیل دعاء کوم . الله تعالی دي په دنیا او عقبي کې په ښه نعم البدل ونازوي . آمین
پای ……………………………………………………………………………………..!
2016-3-29
موسی فرهاد