نظــر

د سردار احمد خبریال او بشیر احمدریان پرتله

لیکوال: اسد بری

په ګران هیواد باندي له ظالمانه یرغل وروسته افغانان د ډېرو ویرجنو صحنو شاهدان تېر شوي دي په ودونو له بمبارونو رانېولې دشپې په کورونو دچاپواو دزندانونو له ډکولو رانېولې دسترو سترو علمي شخصیتونو دترور او وژنو پوري .

خبریال سردار احمد
خبریال سردار احمد

دتېري یکشنبې په ورځ د مشهور لیکوال او استاد انجنیر عبدالله ګل ریان صاحب دکشر زوی شهید بشیراحمد ریان دشهادت خبر خپور شو .

بشیر احمد ریان په کندهار پوهنتون کې د دری ادبیاتو د دریم کال محصل وو چې شاوخوا درې میاشتي وړاندي دملي امنیت له لوري نیول شوی وو او دتېري یکشبې په ورځ یې جسد په سپين بولدک ولسوالۍ کې له یوه غره سره وموندل شو ، بشیر احمد ریان په خپل کم عمر کې یواځي یو علمي شخصیت ، لیکوال ، او دپوهي دخپراوي په مقصد یو ژباړن وو چې په دې برخه کې دده په لیکلو او ژباړل شوو اثارو باندي ښه استدلال کېدلای شي .

نوموړی له خبریال ویب پاڼي سره د ژباړي په برخه کې همکار هم پاته شوی وو ، له امریکایي یرغل وروسته چې ټول معیارونه سرچپه اوښتي او ددین دوستو او علمي شخصیتونو ترور دستایني وړ  ګڼل کیږي او بالعکس دپردیو دمزدورانو وژنو ته تروریزم او دهشتګردي ویل کیږي نو ځکه دشهید بشیراحمد ریان په مرګ هم ټولي هغه ټولني او ادارې پټه خوله دي چې په تشو شعارونو یې زموږ دغوږونو پردې شکولي، دوی چې ټول اکمالات یې دیرغلګري امریکا دکانګریس له تائید وروسته ورته حاصلیږي یواځي دګوډاګیانو په مرګ او وژنه باندي خفګان ښکاره کوي خو دبشیر احمدریان غوندي آزادو،ژورنالیستیکو او علمي شخصیتونو په ترور او وژنو باندي غوږ هم نه ګروي .

ښه به داوي چې ددوی ددغه عمل داثبات لپاره یواځي په یوه مثال  اکتفا وکړو .

د۲۰۱۴ کال دمارچ میاشتي په ۲۰مه نیټه دکابل ښار په تر ټولو خوندي ځای سرینا هوټل باندي طالبانو ډله ییز برید وکړ ، په برید کې د سردار احمد په نامه دیوه خبریال دوژلو خبر نشر شو ،دا چې سرداراحمد دچا له خوا په نښه شو تراوسه یې هم هیڅ درک نه دی معلوم ، هغه مهال مطبوعاتو او دولتي چارواکو له تحقیق پرته  په پرلپسې توګه د سردار احمد دمرګ پړه په طالبانو ور اچوله که دهغه مهال د مطبوعاتو شور  او دیوه خبریال دنامعلومي وژني په هکله ددوی مرثیې او تحلیلونه یادوو نو بسته کتاب به ترې جوړ شي .

دا چې سر دار احمد څوک وو او ولي یې دمرګ خبر ته دومره مطبوعاتو کوریج ورکول شو راځئ چې دیرغل له سرخېلانو یې واورو .

هغه مهال د ‌‌ایلاف په نامه انټرنیټي ویب پاڼي چې له لندن څخه خپریږي دسردار احمد دژوند په اړه لیکلي وو :

(په فرانس پریس کې د دندې تر څنګ، نوموړی د امنیتي چارو متخصص هم و، په دقت، استقامت او ژوندیو څېړنو یې شهرت درلود، نوموړي د ( پرسیستان ) په نامه یو محلي خبري آژانس هم درلود، چې بهرنیو خبرنګارانو او نورو بهرنیانو ته یې د ترجمې سهولتونه برابرول! کوم به چې افغانستان ته د کار او یا چکر لپاره راتلل)

( نوموړی د خپلو ملګرو په منځ کې په ذکاوت، حماست او تاند قلم لرونکي پېژندل شوی و،  په انګریزۍ ژبه بشپړ برلاسی و، په ځانګړي ډول په امریکايۍ لهجه خبرې کولو یې د ټولو پام ځان ته اړولو، له همدې کبله یې د بګرام په هوايي ډګر کې د دندې فرصت تر لاسه کړی و)

فرانس پریس په ۲۰۰۳ کال کې له سردار احمد سره په افغانستان کې د امریکې په مشرۍ د ناټو د ورځنیو مطبوعاتي کنفرانسونو په اړه د راپورونو د برابرولو لپاره تړون وکړ، مګر نوموړی په ډېر کم وخت کې په کابل کې د فرانس پریس د دفتر یو وتلی خبریال شو)

دیوه افغان خبریال په هکله دایلاف ویب پاڼي دا ډول څرګندوني موږ ته راښیي چې سردار احمد څوک وو او چاته یې اهمیت لاره ؟

که ایلاف یوه آزداه ویب پاڼه وګڼو او څرګندوني یې بې اهمیته او مبالغه آمیزه وګڼو نو د فرانسې دولسمشر فرانسو اولاند او دامریکا دبهرنیو چارو د وزیر  څرګندوني چې دسردار احمد په هکله یې کړي څه پرې وکړو ؟

فرانسو اولاند هغه مهال دسردار احمد په هکله ویلي وو چې :

(د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د شنبې په ورځ د فرانس پریس د خبریال سردار احمد په مرګ خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه… ولسمشر د فرانس پریس آژانس د ادارې د مجلس رئیس ایمانویل هوګ ته په یوه فکس کې  وویل: ( فرانس پریس آژانس د ویر په ټغر ناست دی ) اولاند زیاته کړه: ( سردار احمد په داسې حال کې ووژل شو چې خپله دنده یې تر سره کوله! هغه یو با استعداده او له خپلې دندې سره مینه لرونکی خبریال و! نوموړي افغاني پیچلی وضعیت په آسانه او ځیرکه توګه وړاندې کولو )

اولاند وویل: ( دغه غمیزه په هغو ګواښونو ښه رڼا اچولی شي کوم چې د فرانس پریس همکاران ور سره مخ کېږي! او هغه خطرونه ښيي چې دوی د فرانس پریس د پرمخ بیولو لپاره په کار کولو ګواښي)

اولاند خپلې خبرې په داسې حال کې چې د فرانس پریس آژانس د ادارې دمجلس رئیس یې مخاطب کولو په دې ډول پای ته ورسولې: ( له تاسو غواړم چې دسردار احمد له کورنۍ او نورو ډېرو ملګرو سره یې زما د خواخوږۍ او یووالي احساس ور ورسوئ! او زما په ژبه د فرانس پریس ټولو کارکوونکو ته د مرستې خبر ور کړئ )
http://aawsat.com/home/article/62931

دسردار احمد خبریال ګټه دخپل اولس په ځای یرغلګرو او دهغوی همکارانو ته رسېدله ځکه خو یې دده دمرګ خبر دهري خپروني په سر کې واړاوو را واړاوو .

اجیرو قلموالو او تش په نامه آزادو ټولنو چې هغه مهال  داولاند او نورو غربیانو په معشوق پسي اوښکې تویولې نن یې د بشیر احمد ریان په شهادت  ګونګي روژې نیولي دي.

دا ځکه چې دبشیر احمد ریان ګټه یواځي یواځي خپل اولس ته رسېدله نه له کوم غربي آژانس سره همکار وو او نه یې په غلامي کې تردې اندازې ستړی وو چې په مرګ یې د اولاند او جانکیري غوندي لوړ پوړي چارواکي خواشیني څرګنده کړي .

لکه مخکي چې مو یادونه وکړه د سردار احمد وژل تراوسه هم نا معلوم دی چې د چا له لوري په نښه شوی دی ؟  آيا رښتیا هم دطالبانو له لوري په نښه شو که دغربیانو او دهغوی دګوډاګیانو له لوري ؟

که یې ومنو چې رښتیا هم طالبانو وژلی دی نو دسردار احمد په هکله خو یواځي د غربي لوړ پوړو چارواکو څرګندونکي کافي دي .

خو د بشیر احمد ریان وژنه د سردار احمد په څېر مرموزه هم نه ده بلکه قاتل یې معلوم او جرم یې نا معلوم  دکندهار پوهنتون مسؤلین او  محصلین هم په دې برخه کې باید خپل مسؤلیت تر سره کړي دقاتل په ضد یې یوه خوله شي او له وخت او تدبیر سره سم دخپل شهید ملګري انتقام ترې واخلي .

په همدې هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x