
و اصحاب الیمین ما اصحاب الیمین
قاري سعید
نن ماسپښین مو چې د شهید بشیراحمد ریان نازک بدن د پردي وطن په هدیره کې د یوې غونډۍ پر سر ډبرین قبر ته ورښکته کړ او له وروستۍ لپې دعاء بعد د قبر له ځایه راښکته شوو، د جنازې په ځای کې خلک یو ځل بیا د عمومي فاتحې او دعاء لپاره کیناستل.
دغه مهال د ټولو حاضرینو څیرې له حسرته ایشېدې او زړونه داسې بې سیکه وو لکه تر ډبرو چې لاندي وي. خو ناڅاپه یوه د طلایي حنجرې قاري په زړه وړونکي غږ د سورة الواقعه لاندې آیتونه پیل کړل. چې د معنی تصور یي سړي ته ګام په ګام ډاډ ورکاوو.
وَأَصْحَابُ الْيَمِينِ مَا أَصْحَابُ الْيَمِينِ (27) فِي سِدْرٍ مَخْضُودٍ (28) وَطَلْحٍ مَنْضُودٍ (29) وَظِلٍّ مَمْدُودٍ (30) وَمَاءٍ مَسْكُوبٍ (31) وَفَاكِهَةٍ كَثِيرَةٍ (32) لَا مَقْطُوعَةٍ وَلَا مَمْنُوعَةٍ (33) وَفُرُشٍ مَرْفُوعَةٍ (34) إِنَّا أَنْشَأْنَاهُنَّ إِنْشَاءً (35) فَجَعَلْنَاهُنَّ أَبْكَارًا (36) عُرُبًا أَتْرَابًا (37) لِأَصْحَابِ الْيَمِينِ (38) ثُلَّةٌ مِنَ الْأَوَّلِينَ (39) وَثُلَّةٌ مِنَ الْآخِرِينَ (40)
ژباړه:
او د ښي لاس والا خلک څومره ښه دي د ښي لاس والا خلک. په بې اغزیو بېرو کې به وي. او په ډکو کېلو کې به وي.په اوږده غځیدلي سیوري کې به وي.او په راتوییدونکو اوبو کې به وي.او په ډیرو میوو کې به وي چې نه ختمیدونکي او نه ترې ایساریدونکي دي.او په اوچتو فرشو کې به وي.یقینا موږ هغه حورې په یو خاص پیدایښت سره پیدا کړي دي.او هغوی مو باکرې پيغلې ګرځولې دي.خپلو میړونو ته ګرانې او همځولې د ښي لاس والا خلکو لپاره. لویه ډله له ړومنیو او لویه ډله له وروستنیو.
ددې آیتونو مصداق مې په ذهن کې متصور کړ. شهید بشیر مې د یوه ښي لاسي یعني مؤمن په حیث لید چې د جنت په باغچو کې خاندي او زموږ لمدو سترګو ته حیران وي، دې آیتونو یو عجیب خوند راکړ، په لومړي ځل بشیر یو مظلوم نه بلکې یو بختور تر نظر راغی.چې د ایمان په نعمت سمبال له متعهدانه ژوند وروسته د رب دیدار ته ورغلی. قاري په همدې ځای تلاوت بس کړ. مګر کاشکې یي دوام ورکړی وای چې لږ مې د بشیرجان د قاتلانو د اخروي حالت سیل هم کړی وي هوکې په ورپسې آیتونو کې الله تعالی همدا فرمایي:
وَأَصْحَابُ الشِّمَالِ مَا أَصْحَابُ الشِّمَالِ (41) فِي سَمُومٍ وَحَمِيمٍ (42) وَظِلٍّ مِنْ يَحْمُومٍ (43) لَا بَارِدٍ وَلَا كَرِيمٍ (44) إِنَّهُمْ كَانُوا قَبْلَ ذَلِكَ مُتْرَفِينَ (45) وَكَانُوا يُصِرُّونَ عَلَى الْحِنْثِ الْعَظِيمِ.
ژباړه:
او د چپ لاس والا خلک څومره بد دي د چپ لاس والا خلک. په توده هوا او ایشیدونکو اوبو کې به وي. او د تور لوګي په سیوري کې چې نه به سوړ وي او نه د عزت راحت والا.بیشکه هغوی له دې مخکې نازولي خوشاله وو. او په لویه ګناه یعني کفر یي ټینګار کولو.
صدق الله العظیم
و الحمد لله علی نعمة الایمان
محترم قاری صاحب ډیر عالی الله تعالی دی ددی ځوان شهادت قبول کړی او کومو کسانو چی دا عمل ورسره سرته رسولی هغوی دی هم پدی دنیا او هم په آخرت کی خپل ناوړه انجام ته انتظار باسی إن بطش ربك لشديد إنه هو يبدئ ويعيد صدق الله العظیم.