خبرتیاوی او پیغامونه

محصل شهید سو فارغ نسو

عبدالملک روحاني

محصل شهید سو فارغ نسو
مور یي په چیغو چیغو ټول کړل کتابونه…!!

إنا لله وإنا إليه راجعون

دا دی د دې بڼ یو بل ګل، د خزان باد ورژوه!!
یوه بله ځواني مړاوي سوه!!
یوه بله هستي، نیستي سوه!!
یوه بله مورکۍ بوره سوه!!
یوه بله خورکۍ وراره سوه!!
یو بل ورور بې وروره سوه!!
آآآه د یوه بل پلار د سترګو تور وکوچید!!
آآآه د یوې بلي مور د زړه ټکور وکوچید!!
دا هغه ټکور وه، چي په مودو مودو د مور له سترګو پناء اوسیده، د پلار له غیږي لیري اوسیده او د یو ورور له څنګه ورک اوسیده!!

کلونه یې بغیر له کورنۍ تیر کړل، تر څو یو نیکمرغه وجود واوسي، تر څو اسلامي اومت پرې وویاړي، تر څو مشوش اذهان د راحت له نوم سره اشنا کړي!!

خو!! د تقدیر بله فیصله وه.
د تقدیر نو دا نه وه خوښه، چي نور په دې غمګیني دنیا کي واوسي، دا یې نه خوښه چي داسي بشر نور کړواونه وګالي. دی یې نور د راحت او سکون دنیا ته وغوښت!!
نور یې د اصلي ژوند په لور رهي کړ!!

الله رب العزت دي ابدي ژوند ور نیکمرغه کړي.
الله سبحانه وتعالی دي جنت الفردوس ورنصیب کړي.
الله تعالی دي قبر ورته د جنت له باغچو وګرځوي… .

ګرانه! قاتل دي په سترګو ړوند، په غوږو کوڼ په لاسو شل سه… .

کورنۍ او دوستانو ته یې صبر جمیل د الله(تعالی) له ستر درباره غواړم.
الله(تعالی) دي د دوی دا غمجن زړونه ملحم او ټکور کړي…!

د یادوني وړ ده چي دی د کندهار ولایت په پوهنتون محصل وه
نوم یې بشیر احمد ریان، د انجنیر عبدالله ګل ریان زوی او د شفیق احمد ریان ورور وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x