نظــر

د هېواد له څلوېښت كلنو تاريخي پېښو زده كړه (۱۳۵۲ل-۱۳۹۲ل)

د ديموكراسۍ د لسيزې د ګوندي شتون پايله دا شوه، چې د سردار محمد داود له څو بعدي شخصيت څخه په ګټه پورته كولو د ۱۳۵۲ل كال د چنګاښ په ۲۶ نېټه د ببرك كارمل او د ده د ملګرو په لارښوونه يوه پوځي كودتا په داسې حال كې بري ته ورسيده، چې اعلحضرت محمد ظاهر شاه له هېواد څخه بهر په سفر بوخت و.

زه نه پوهيږم، چې دغه كودتا يو سپارښتى عمل وبولم او كه يو غچ اخيستونكى كار؛ خو د افغانانو او افغانستان د بدمرغۍ او د حالاتو د ناوړه تباهۍ زڼى له همدې نېټې وكرل شو.

محمد خان جلالر، ببرك كارمل او رفعت د افغانستان په تباهۍ او بدمرغۍ كې د مردار دانو په بڼه لوى لاس درلود. په تېره بيا رفعت له هماغه پيل څخه له احمد شاه مسعود سره لار درلوده او څه، چې د محمد داود خان په ولسمشرۍ او د عربي هېوادونو په سفر كې تېريدل هغه يې احمد شاه مسعود ته ټكى په ټكي رسول.

د بدمرغۍ بل لامل مسكو ته د محمد داود خان سفر او ورسره د برژنف او كريملين ناسم چلن او بيا د ده په غصه راوتل د ده او په ولسمشرۍ كې د شاهي كورنۍ د موجودو غړيو د وژنې يوازنى دليل و، چې بېلابېلې ستونزې يې رامنځته كړې.

ښاغليو !

په دغه وخت كې زه(قتيل خوږياڼى) د ننګرهار ورځپاڼې او اطلاعاتو او كولتور لوى مدير وم؛ ورځنيو خبرونو ته په تمه وو، خو راديو غلې وه، چې ناڅاپه د سردار محمد داود غږ مو چوپتيا ماته كړه او د جمهوريت اعلان يې د اوريدونكيو غوږونو ته ورساوه. ما د داود خان وينا ثبت او په ننګرهار ورځپاڼه كې مې د ده له انځور سره خپره كړه او د انځور لاندې مې وليكل:

د افغانستان د اسلامي جمهوريت موسس سردار محمد داود خان؛ خو په دې مو سر نه خلاصيده، چې د افغانستان او افغانانو بدمرغي له همدې شېبې پيل شوه.

په دغو څلوېښت كلونو كې د افغانستان د ملت جوړونې پاخه بنسټونه ونړيدل او ټول هغه څه له لاسه ووتل، چې نړۍ مونږ پرې په ډېر وياړ يادولو.

د ځانوركو(پردي شويو اشخاصو) د لعنتي وجود په رامنځته كيدو؛ نه راته سړيتوب پاتې شو، نه د وياړ وړ افغانيت، نه ننګ او نه فرهنګ. په دې بهير كې مو خپل وياړلى فرهنګ له لاسه وركړ او پردى ناوړه فرهنګ هغو هېوادوالو ته ډالۍ شو، چې په هېواد كې يې په وياړلي توګه ژوند كړى دى.

په تېرو څلور لسيزو كې مو داسې شرميدلي پټ او ښكاره ائتلافي شخصيتونه پيدا كړل، چې له افغانيت څخه پردي شوي او ځانونو ته افغانستاني وايي؛ افغان يې نه بولي، خو په افغان پارلمان كې د كيناستلو لپاره د افغانانو رايې غواړي.

نه پوهيږم، چې تاسې به دغه راز له ځان څخه پردي شوي او پلورل شوي اشخاص څه وبولئ او په كوم نامه به يې ياد كړئ.

په دې توګه داود خان له خپلې كورنۍ سره هغه ښامار وخوړ، چې په لستوڼي كې يې له نورو ښامارانو سره يو ځاى روزلى و.

د محمد داود خان په ولسمشرۍ كې هم كمونستان د بشپړ واك او واكمنۍ خاوندان ول؛ خو كله، چې د بريژنف په ښكاره لارښوونه واكمن ولسمشر، چې ځان يې له شورويانو ليرې كاوه، ووژل شو. كمونستانو په ښكاره توګه له راديو كابل څخه د اسلم وطنجار، قادر خان او حفيظ الله امين په واسطه خپله پوره دولتي واكمني اعلان كړه، پر افغانستان يې د شورويانو يرغل ته زمينه برابره كړه؛ بې شمېره مخورين او مخكښ پوهان او عالمان بنديان، بېوسه او ووژل شول. سربېره پر دې، چې ځمكې ترې واخيستل شوې؛ ډهول يې په غاړه كې ورواچاوه او د خپلو مزدورانو اتڼ ته يې د ګډا په غږ ډهول وهلو ته اړ كړل.

د افغانستان خلك وترهيدل، مهاجرت ته اړ شول او د ايران په ګډون ګاونډ هېوادونو په ځانګړي توګه پاكستان ورته غېږ خلاصه كړه او د نړۍ ځواكمنو هېوادونو په تېره امريكا د مهاجرو له مشرانو او قوماندانانوسره نغدي او جنسي مرستې وكړې، چې پاكستان ټاكلي ول او په دغه توګه يې د جنګياليو روزنې ته زور وركړ.

پاكستان د امريكا نوې وسلې ترې په خپلو وسله تونونو كې واچولې؛ مخكښ پوهان او پوځيان وتمبول شول او د ټوپكسالارو قوماندانانو په وسيله يې خپلې زړې وسلې هغو لښكرو ته وركړې، چې له پاكستان څخه يې د ټوپ تخته جوړه كړې وه.

ټوپكسالارانو خپل بچيان او نور خپل- خپلوان بهرنيو هېوادونو ته د علم د حصول لپاره واستول او د بېوزلو مهاجرو او ننګياليو بچيان يې د روسانو د ټوپك خولې ته وركړل او څه نا څه يونيم ميليون بېوزلي افغان جنګيالي د ناڅرګندې موخې لپاره ووژل شول او د افغانانو په منځ كې كركه، بې تفاوتي او بې اتفاقي پيدا كړاى شوه او افغانستان د ځينو بې كفايته او غرضي اشخاصو له خوا په څو برخو پر وسلوالو ووېشل شو؛ ترافيكي ستونزې رامنځته شوې، غلا زياته شوه ، موټران و سوزول شول او سپرلۍ يې، چې پاك-سپيڅلي افغانان ول نه يوازې يې اولادونه د موټرو له كړكيو وغورزول شول، بلكې له موټرو راكوزې او په بېلابېلو بڼو ووژل شول او له همدې وخته يې په افغانانو كې د بدبينيو ترخې جرړې وغزولې.

په دې توګه د غويى(ثور) اوومې او اتمې افغانستان له سترې بدمرغۍ سره مخامخ كړ؛ د پښتنو په سرونو ميخونه ټكوهل شول، د پښو له وژو د قصاب په چنګكونو كې ځوړند شول او د كرت او كروت د كلمو اداكولو په پلمه، چې پښتنو ته جوړه شوې وه پښتانه ووژل شول.

طالبانو د شر و فساد د ادارې تشكيلاتو د له منځته تللو غږ پورته كړ؛ نوى اداري نظام جوړ شو، خو نه يوازې پاكستانيو پوځيانو او ايرانيو اخوندانو پرې خپل پټ او ښكاره يرغل جاري وساته، بلكې د سيمې د هېوادونو په ملاتړ غربيانو او اروپايانو يې هم له سياسي خواخوږۍ ډډه وكړه.

د شپې به داسې كسانو ساتنه كوله، چې له اردو او پارسۍ پرته په پښتو نه پوهيدل او بيا د اوسامه تر مشرۍ لاندې عربان د جهاد په نامه افغانستان ته راغلل. دوى په ګډه افغانستان زيانمن كړ او شمالي ټلواله د ازبكو او هزاره ګانو په پوره ملاتړ له طالبانو سره په جګړه كې ښكېل وساتل شوه. دوى د هېواد په شمال كې د بهاوالدين كلا د مقاومت او طالبانو پر ضد پوځي مركز وګرزاوه او امريكايي پوځيانو د خپلو ملګرو هېوادونو له پوځيانو سره پر افغانستان ګډ يرغل وكړ او د ناتو پوځيانو او قوماندانانو د افغانستان خپلواكي په لته ووهله.

ښكېلاكګرو ځواكونو افغانستان ونيوه او خپل ګوډاګيان يې د بن د پرېكړې له مخې د افغانستان واكمنان كړل او كوم بد مرغه كوونكي حالات، چې بې پښتو پښتنو، شمال ټلوالې او هزاره ګانو په شمال كې پر استوګنو پښتنو رامنځته كړل، بشپړ ويښوونكي دي؛ ځمكې ترې واخستل شوې، ښځې او پېغلې يې په راز راز پلمو خپلې خدمتګارانې كړې او راز راز تېري يې ور باندې وكړل او دا بدمرغۍ تر دې دمه روانې وساتل شوې.

ټوله واكمني د يرغلګرو په ملاتړ شمال ټلوالې تر لاسه كړه او بې پښتو شويو پښتنو ته غوره شوى مشر حامد كرزى تش په نامه ولسمشر او د پښتنو په خواخوږۍ تورن پاتې شو.

په دې تېرو شويو څلوېښت كلونو كې د افغانانو او پښتنو پر ضد نوي نوي چالونه پكار واچول شول، د ايرانيانو د مشرانو ورځې په كابل كې ونمانځل شوې، چې د امام خميني د څووم تلين په نامه غونډې جوړې شوې، پر پښتنو د ضديت تور ولګول شو، پښتانه تش په نامه د افغانستان اوسيدونكي وګرزيدل او له راز راز بدمرغيو او بدبختيو سره مخ شول؛ خو بې پښتو پښتنو له دغې څلوېښت كلنې بدحالۍ څخه عبرت نه دى اخيستى او د ناتو جګړه ماران د شمال ټلوالې په لمسون د پښتنو په وژلو مامور كړاى شوي دي.

په داسې حال كې، چې د طالبانو خوزښت او پاڅون روان دى د بلخ والي عطا محمد نور، چې اوس د حامد كرزي ضد واكمني تمثيلوي او ځانته يې د ياغي او باغي حيثيت غوره كړى غواړي حامد كرزى ورسره د شمال ټلوالې د لاس په نامه مريى حيثيت ولري او يا يې   لږ تر لږه د يو تش په نامه بې پښتو پښتون په توګه د واكمن په حيث وپېژني.

دوى د عبد الله عبد الله،  دوستم او محقق په مشرتابه ((ملي جبهه)) جوړه كړې او دا جبهه، چې له ملي نامه څخه استفاده كوي، نوره ټوله د ايرانيانو او پاكستانيانو په لاس كې څرخي. ايران او پاكستان د همدې جبهې د چتر لاندې د پښتنو په وژلو او بېوسه كولو لاس پورې كړى او دواړه هېوادونه په ښكاره په افغانستان كې د ميشته پښتنو پر ضد خپلې وسلې كاروي.

پښتانه بايد له دغې څلوېښت كلنې بدمرغۍ څخه ځانونه خلاص او هغې له دښمنۍ ډكې پاليسې ته پاملرنه وكړي، چې مشران يې ځانونه افغانان نه بولي او په څرګنده وايي، چې مونږ افغانان نه يو؛ خو افغانستانيان يو.

د دغې ډلې په سر كې د پدرام، رهنورد، لطيف ناظمي او يو شمېر نورو معلوم الحاله كسانو او كورنيو د موجوديت نومونه اخيستل كيږي او د پښتنو پر ضد دسيسې روانې ساتي، چې په ښكاره د افغانستان د وېشلو لپاره كار كوي او وايي، چې لوى پكتيا، لوى كندهار او لوى ننګرهار د پښتنو دي او نور افغانستان هر نوم يې، چې ورته په نظر كې نيولى په دوى پورې اړه لري.

دا د دغې څلوېښت كلنې بدمرغۍ ملي او نړيوال سوغات او ډالۍ ده، چې نه يوازې په كې د افغانستان پنځوس كلن تمدن خاورې ايرې شو، بلكې د افغانستان د وېش دسيسه يې هم تر لاس لاندې نيولې ده.

مونږ افغانان بايد خپل ملي موجوديت او شتون ته پام راواړوو او خپل ځان د پوره افغانستان د افغانانو په توګه وساتو او ځانونه د يو شمېر هغو رسنيو او د راديو تلويزيون د راز راز شبكو له تبليغاتو خوندي كړو، چې بهرنيو ښكېلاكګرو جوړې كړي او په ښكاره د ازبك او هزاره او تاجك په نومونو چليږي، خو  د پښتنو او پښتو ضد خپرونې كوي او بهرنيان يې په دالري لګښتونو پالي. يا به يو كيږو ګنې ورك كيږو.

والسلام عليكم و رحمة الله

قتيل خوږياڼى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x