نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۰مه، ۱۳۹۵ل): د ملي اردو یوه هلیکوپتر الوتکه تېره ورځ ماپښين مهال پر ۳ بجوې د کنړ ولایت په ناړۍ ولسوالي کې د انچګل په نامه سیمه کې غورځېدلې.
دغه خبر تېره ورځ مازیګر ناوخته ذبیح الله مجاهد نن ټکی آسیا ته په یوه را لیږل شوې خبرپاڼه کې ورکړ.
نوموړي وویل چې د ملي اردو یوه هلیکوپتر الوتکه هغه مهال وویشتل شوه کله چې د نظامي قرارګاه لپاره یې تازه کمانډويي عسکر رسول، او تر کښېنستلو لږ تر مخه د طالبانو تر برید لاندي راغله او په هوا کې اور واخیست.
نوموړي ویلي چې په دغه پيښه کې ۱۲ تنه دولتي عسکر وژل شوي.
ذبیح الله مجاهد د خپل خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان دولتي ځواکونه د ګوتو په شمار چورلکي لري چې د هغوی څخه یې هم اکثره ویشتل شوي او یا غورځول شوي دي.
باید وویل شي چې تر دې دمه دفاع وزارت او نه هم د کنړ ولایت رسمي سرچینو د پيښي په اړه څه ویلي دي.