په پاکستان کې د خونړيو بريدونو او چاودنو په اړه ځانګړی راپور

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۰مه، ۱۳۹۵ل): تېره ورځ ناوخته د پنجاب ايالت مرکز لاهور ښار کې يوې خونړۍ چاودنې لږ تر لږه ۷۲ تنه ووژل او له ۲۵۰ زيات يې ټپيان کړل.

دا چاودنه د لاهور ستر ګلشن اقبال پارک کې هغه مهال وشوه، چې مسيحيانو خپل مذهبي دود« سپېڅلی اختر» نمانځغونډه جوړه کړې وه.

ويل کيږي، چې د ګڼو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی او کېدای د مړو شمېر نور هم زيات شي.

پاکستان سترې چاودنې او بريدونه، چې د خونړيو پېښو لامل شوي، پيل يې له ۲۰۰۷م راهيسې ښوول کيږي.

د ۲۰۰۷م اکتوبر کې د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيره او د خلکو د ګوند پر مشرې بېنظر بوټو کراچۍ کې هغه مهال خونړۍ چاودنه وشوه، چې له يوې لسيزې جلاوطنۍ هېواد ته راستنه شوه او زرګونو مينه وال يې هرکلي ته راوتلي وو.


په دغه پېښه کې ۱۳۹ تنه وژل شوي وو او نوموړې بيا د همدې کال د ډيسمبر په ۲۷ نېټه اسلام اباد ته څېرمه راولپينډۍ ښار کې په يو وسله‌وال بريد کې ووژل شوه.

۲۰۰۸

د اګست ۲۱مه: اسلام اباد ته څېرمه واه کېنټ سيمه کې په دوو غبرګو بريدونو کې ۶۴ کسان ووژل شول. واه کينټ د پاکستان تر ټولو خوندي نظامي سيمه بلل کيږي، چې د پاکستان ګڼې وسلې هم دغلته جوړيږي.

د سپتمبر ۲۰مه: د اسلام اباد پنځه ستويزي ميرټ هوټل سرتيري بريد کې شپيته تنه ووژل شول او د هوټل ډېره برخه يې هم ونړوله.


۲۰۰۹

د اکتوبر ۲۸مه: د خيبرپښتونخوا مرکز پېښور ښار کې يو موټر بم چاودنې ۱۲۵ تنه ووژل.

۲۰۱۰

د جنوري اوله: د خيبرپښتونخوا بنو کې د والي بال لوبې د سيالۍ پر مهال يو موټربم چاودنې ۱۰۱ کسان ووژل.

د مارچ دوولسمه: دوو سرتېرو بريدونو د لاهور نظامي سيمه کې ۵۷کسان ووژل.

د مې ۲۸مه: په وسله‌وال بريد او خونړۍ چاودنه کې د قاديانيانو يو معبد په نښه شو، چې له امله يې ۸۲ تنه ووژل شول.

د جولای نهمه: د قبايلي سيمې مومند ايجنسۍ مرکز په يو ستر بازار کې خونړۍ چاودنې ۱۰۵ تنه ووژل.

د سپتمبر درېيمه: د بلوچستان ايالت مرکز کوټې ښار کې د شيعه ګانو پر يوه غونډه سرتيري بريد ۵۹ شيعه ګان ووژل.

د نومبر پنځمه: د خيبرپښتونخوا مرکز پېښور ته څېرمه دره ادم خېلو کې پر يو جومات چاودنې ۶۸ لمونځ کوونکي ووژل.

۲۰۱۱

د اپرېل درېيمه: د پنجاب ډېره غازي خان کې د صوفيانو پر يو زيات دوو غبرګونو چاودنو پنځوس تنه ووژل.

د مې ديارلسمه: د خيبرپښتونخوا چارسده کې د پوليسو پر نظامي روزنځای غبرګو چاودنو ۹۸ کسان ووژل.

د اګست۱۹مه: پېښور ښار ته څېرمه د خيبر ايجنسۍ بيګياړي سيمه پر يو جومات د جمعې لمونځ پر مهال په يو توغنديز بريد کې جومات په بشپړه توګه شهيد کړای شو او لږ تر لږه ۴۳ تنه يې ووژل.

۲۰۱۲:

د جنوري ۱۱مه: د پېښور ښار شمال لور ته قبايلي سيمې په ستر بازار کې د ريموټ کنټرول بم په واسطه چاودنې پنځه دېرش کسان ووژل.

د اګست شپاړسمه: د خيبرپښتونخوا ختيځ مانسهرې کې وسله والو د شيعه زيارت کوونکو بس ودراو او شل تنه يې په کې ووژل.

۲۰۱۳

د جنوري لسمه: غبرګو چاودنو د کوټې ښار شيعه مېشتې سيمې سنوکر کلب کې ۹۲ شيعه ګان ووژل.

د فبرورۍ شپاړسمه: کوټې ښار ته څېرمه د شيعه ګانو په يو مارکيټ کې خونړۍ چاودنې ۸۹ کسان ووژل.

د مارچ درېيمه: کراچۍ د شيعه ګانو پر امام باړه موټر بم چاودنې۴۵ کسان ووژل.

د جولای ۲۷مه: غبرګونو چاودنو د خيبرپښتونخوا په يو مارکيټ کې ۴۱ کسان ووژل.

د اګست نهمه: کويټه کې د لوړپوړي پوليس چارواکي په جنازه کې خونړۍ چاودنې ۳۸ کسان ووژل.

د سپتمبر ۲۲مه: پېښور کې د عيسايانو پر يوه معبد غبرګو چاودنو ۸۲ کسان ووژل.


د سپتمبر۲۹مه: د پېښور په يو ستر مارکيټ کې موټر بم چاودنې ۴۲ کسان ووژل.

۲۰۱۴

د جنوري ۱۹مه: د خيبرپښتونخو بنو کې د پاکستاني پوځيانو پر کتار چاودنې شل امنيتي سرتيري ووژل.

د جنوري۲۱مه: بلوچستان کې يوې چاودنې ۲۴ شيعه زيارت کوونکي ووژل.

د جون لسمه: د پاکستاني طالبانو لس جنګياليو د کراچۍ پر هوايي ډګر خونړي بريد کې ۲۷ کسان ووژل.

د نومبر دويمه: د پاکستان او هند سرحدي سيمه کې واګې پولې ته څېرمه د يو رسمي پروګرام له پای ته رسېدو وروسته چاودنې پنځه پنځوس کسان ووژل.

د ډيسمبر شپاړسمه: پاکستاني طالبانو د پېښور پر يو پوځي ښوونځي خونړي بريد کې د زده کوونکو په ګډون ۱۵۰ کسان ووژل.

۲۰۱۵
د جنوري دېرشمه: د سند شکارپور سيمه کې د شيعه ګانو پر يو جومات خونړي ۶۲ کسان ووژل.

د فبروري ديارلسمه: وسله والو پېښور کې د شيعه ګانو پر امام باړه بريد کې ۲۲ کسان ووژل.

د مارچ ۱۵مه: لاهور د عيسايانو پر يوه کليسا بريد کې ۱۷ تنه ووژل شول.

د مې ديارلسمه: کراچۍ کې د شيعه ګانو پر يو بس د وسله والو په ډزو کې۴۳ کسان ووژل شول.

د سپتمبر اتلسمه: پېښور ښار ته څېرمه بډه بېره کې د پاکستان هوايي ځواک پر مرکز ډله‌ييز بريد کې لږ تر لږه ۲۹ کسان ووژل شول، چې ډېر يې پوځيان وو.

د ډيسمبر۲۳: پاړه چنار کې د شيعه ګانو په يو بازار کې چاودنې لږ تر لږه ۲۳ کسان ووژل.

د ډيسمبر ۲۹مه: مردان کې يو موټرسايکل بم چاودنه ۲۶ کسان ووژل.

۲۰۱۶

د جنوري شلمه: د وسله والو په خونړي بريد کې د چارسدې پاچاخان پوهنتون ۲۱ محصلين ووژل شول.


د مارچ ۲۷مه: د پنجاب ايالت مرکز لاهور کې خونړۍ چاودنې لږ تر لږ ۷۲ کسان ووژل او سلګونو نور يې ټپيان کړل.

سرچينه: ايکسپريس ټريبيون ورځپاڼه