د خوشاله ژوند څولارښوونې

1) سهار په داسې حالت کې پیل کړه چې
پر څیره دې د نیکمرغي نښې خپرې وي . 
2) پرشونډو زړه راښکوونکې موسکا ولره . 
3) له هرچا سره چې مخامخ کیږې د سلام اچولو پیل ته کوه . 
4) له هرچا سره چې خبرې کوې ښه غوږ ورته نیسه .

5) هرڅوک په خپل نوم یا تخلص سره مخاطب کوه . 
6) له هرانسان سره داسې چلند کوه لکه 
دی چې تر ټولو تاته در نږدې انسان دی . 
7) له هرچا سره په خوږه لهجه او مؤدبانه توګه خبرې پیل کوه . خپل دژوند ملګرې ته هره ورځ نوې خوشالي ورکوه . 
9) له چا سره چې مینه لرې هغه سینې ته درنږدې کوه . 
10) هره ورځ دیوچا دخوشالي سبب ګرځه . 
11) هر وخت نورو ته ورکوونکی وکرځه . 
12) هر وخت نورو ته بښنه کوه . او بښنه خپل عادت وګرځوه .
13) د (مهرباني وکړه) او (مننه) جملي هر وخت کاروه . 

هروخت په یاد ولره : 
د ژوند هره ګړۍ داسې وبوله لکه دا چې دي د ژوند وروستی شیبې وي ، ځکه همداسې شونې ده ، تل پر ایمان ولاړ اوسه ، امیدونه لره ، مینه خپروه ، او د ژوند ارزښت وپیژنه . 
دکتور ابراهیم رحمه الله . 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د