سيند او بېديا: اجمل ښکلى

اجمل ښکلی

د سړي لومړى وار و، چې له کوره راووت. جوخت سيند بهېده. پر غاړه يې ودرېد، اوبو ته يې وکتل، د سيند خاموشۍ او لويۍ واخيست، پستو اوبو خوند ورکړ، ورټوپ ىې کړ.

سيند چې څومره خاموشه و، دومره ژور و، څومره چې پوست و، دومره له تيږو ډک و.
ل
امبو يې نه وه زده، وايې خيست، لاسونه يې ووهل، خو له پستو اوبو وښويېدل، چې سر يې هوا ته راوايست، پستو اوبو لاندې راښکه، اوبه په خوله او پوزه ورننوتې، له تيږو سره يې وواهه ، ستړى يې کړ.

پورې غاړه نيمژواندى وووت. په ډېر تکليف يې وښو ته لاس کړ، له سينده راوووت او پر وښو پړمخې پرېووت. مخې ته يې بېديا غوړېدلې وه، ناپايه بېديا، چې ځاى ځاى يې شنه واښه ، وچه ځمکه او غونډۍ وې.

سړى اوس هغه نه و، د سيند له لويۍ او پوستوالي يې کرکه کېده او د بېديا کلکوالي خوند ورکاوه؛ خو په بېديا کې يې لا پلونه نه وو پرېښي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د