نظــر

د قطردفتر دارګ او سپینې ماڼۍ خوب تښتولی

په قطر کې دطالبانو لخوا ددفتر پرانیستنې  امریکا او  تحت الحمایه اجیر رژیم ته یې سخته سرګرداني وراچولې ده ، امریکا چې له افغانانو یې په نظامي ډګر کې شکست خوړلی اوس دديپلوماسۍ په میدان کې هم عیني دنظامي ډګر په شان له بن بست او تزلزل  سره لاس او ګریوان  ده ، او په دې نه پوهیږي ، چې له طالبانو سره څرنګه مخامخ شي .

که تاسو په تیره یوه اونۍ کې دامریکا او دکابل دحکومت تبلیغاتي او سیاسي چلند ، بیلابیلې موضع ګیرۍ ، ابلاغیې ، سفرونه ، منډې ترړې ، غونډې ، ګواښونه  او ټیلفوني تماسونه تعقیب کړي وي ، په څرګنده به مو درک کړي وي ، چې امریکا او ارګ میشتي انډیوالان یې په سخت تذبذب او سرګردانۍ کې ښکیل دي ، او اوس نه پوهیږي ، چې په کوم مخ او څرنګه طالبانو ته  ورمخامخ شي .

تردې پخوا دامریکا او ملګرو يې ښه بهانه جوړه وه، دوی به ویل دطالبانو ادرس نه دی معلوم  ، ترڅو ورسره  مذاکرات وشي ، یاطالبان دومره ظرفیت نلري چې له نړیوالو سره دخبرو میز وپالي ، مګر اوس چې طالبانو دخپل روان جهاد یوه بل تکاملي منزل فتحه کړ ، له نظامي تاوده جهاد سره په څنګ کې یې ددیپلوماسۍ چینل هم په کار واچاوو ، ترڅو خپل ټاکلي هدف ته درسیدو نورې لارې هم وکاروي .

اوس چې خبره ډګر ته شوه ، دامریکا دیکه تازۍ دوران پای ته ورسید، اوس به دجانبینو ترمنځ دمخامخ  سترګو جنګولو په مهال دحق او باطل سپیناوی کیږي ، رښتیا او دروغ به معلومیږي اودیرغلګر او استقلال غوښتونکي له څيرو به پرده پورته کیږي ، او هغه ټول حقائق به سپینږي ، چې تېر دوولس کاله  دغربي رسنیو ترتبلیغاتي دوړو لاندې پټ پاته دي ، همدې سختې او حساسې مرحلې  دامریکا او دهغوی دافغاني ګوډاګیانو خوب تښتولی ، او اوس نه پوهیږي چې په کومه وتښتي ، کله وایي خبرې نه کوو او ګونګه روژه نیسو  ، کله وایي طالبان خبرې نه کوي  ، کله وایي  امید شته چې خبرې به وکړو او کله هم ددفتر دتړلو غوندې احمقانه او خندوونکي ګواښونه کوي .

خوبلې غاړې ته  طالبان لکه څنګه چې په نظامی ډګر کې همیشه نورمال ، ډاډمن او هوښیار اوسیدلي ، د دیپلوماسۍ په میدان کې یې هم که موږ دریځ  او چلند ژور مطالعه کړو ، خورا نورمال ، ثابت اوله  احساساتو خلاص چلند کوي ، دامریکا او کابل غوندې هره ورځ نوې خبره نه ابلاغوي  ، هره ورځ په خپل دریځ له سره کتنه نه کوي ، په موقف کې یې تزلزل او وارخطایي نه ترسترګو کیږي ، بلکې په پوره متانت خپل ټاکلي دیني او اصولي موقف ته ژمن پاته دي ، او هغه داچې  دطالبانو یوازینی هدف دافغانستان دروان اشغال خاتمه او په دې هیواد کې دیوه اسلامي عادلانه نظام جوړول دي ، دې هدف ته درسیدو لپاره لکه څنګه  چې طالبان په نظامي ډګر کې مبارزه کوي ، دیوې کومکي لارې په توګه د دیپلوماسۍ په چوکاټ کې هم خپلې هڅې نه سپموي ، داشغال دخاتمې په موضوع له یرغلګرو سره مذاکراتو ته چمتودي ، او کومه غوټه چې په لاس خلاصیږي ، ضرور نه بولي چې خامخا په خوله پرانیستل شي .

یوه خبره باید ومنو چې له افغانستان څخه د وتلو په خاطر مذاکرات  اوس ترهرچا ډیر دامریکا ضرورت دی ، دافغانستان موضوع اوس امریکا ته دناسور ټپ ګرځیدلې ، چې دهرې ورځې  په تیریدو یې حالت نور په کې خرابیږي او اضافه رسوایۍ ور اوړي  ، امریکایي ستراتیژیستان په دې هم پوهیږي چې په دې هیواد کې بریا ته نه شي رسیدلی ، او له تیښتې پرته په بل هیڅ انتخاب کې یې  فایده نشته ، همدې مجبورتیا  مغرور امریکایان دې ته وادار کړي دي ، ترڅو دجنګ له آسه راکوز شي ، او د خبرو میز ته کیني ، په قطر کې دطالبانو له ظهور وروسته امریکایي چارواکي  په عجیبه ابتلاء کې واقع دي ، له یوې خوایي مجبوریت دی چې ضرور باید داشغال دخاتمې په موضوع خبرې وکړي ، او له  بلې خوا نه پوهیږي ، چې خپل دریځ څرنګه تشخیص کړي ، ځکه دوی پخوا دطالبانو خلاف دومره تبلیغات کړي ، چې اوس نه شي کولای په اسانه په خپلو اشتباهاتو پښې کیږي ، او حالات عامه اذهانو ته تفهیم کړي .

په همدې امریکایي سربدالۍ کې کله ناکله ځیني امریکایي چارواکي دا ګواښ هم وکړي ، چې دوی به دقطر دفتر وتړي ، دوی فکر کوي ، چې په دا ډول خبرو به طالبان کوم احساساتي غبرګون ته اړ کړي ، خو طالبان  چې له امریکا سره یې معامله نه ده  کړې ،او نه هم دفتر امریکا په خیرات کې ورکړی ، بلکې یوازې اویوازې  دقطر چارواکو ورته  دسیاسي ازادانه فعالیت امکانات مهیا کړي ، په دې پوهیږي ، چې  په جګړه او سرزورۍداشغالګرو ټینګار به ترټولو ستر او اساسي زیان خپله امریکا ته ورسوي ، امریکا به دافغانستان په جبه زار کې بوخته پاته شي ، او دداسې جګړې ترپیټي به لاندې شي ، چې وینې او پيسې ترې خوري ، خو ګټه ترې نه شي بود کولای ، داشغال دغځیدو په صورت کې به  امریکایي مورال ماتي عسکر نور هم په  هغه جګړه کې مصروف پاته شي ، چې نه یې  په ګټلو باور لري او نه یې هم ددوام انګیزه ورسره شته  .

پښتانه وایي ( دغنمو لار آخر هم په ژرنده ده ) اوس امریکایان هم په دې معتقد دي ، چې داشغال له پایته رسولو او تيښتې پرته  په بل هیڅ کې یې هم پرده او فایده نشته ، امریکایي چارواکي  او ارګ میشتي تنخوا خواره یې که هرڅو موضع ګیرۍ ، غونډې منډې ، ګواښونه او غزونې وکړي ، خو ها د چا خبره چې ځې ځې ځې  ابازو له  به راځې دوی به آخر هم داتریخ غوړپ ترستوني تیروي ، چې بلاقید او شرط دافغان اولس دجهادي داعیې بریا تسلیم کړي ، اشغال ته پای ورکړي ، او دیوه خپلواک  اسلامي ، ملي افغان حکومت جوړیدلو ته تن کیږدي  .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x