نړۍ

مصري محکمې۳۳ قاضيان د مرسي د ملاتړ په تور جبري تقاعد کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۰مه، ۱۳۹۵ل): د مصر عدلي سرچينې وايي، چې حکومت ۳۳ قاضيان له دې امله جبري تقاعد کړل، چې د مصري حالاتو له مخې يې اخوان المسلمين پر حقه بللي وو.

عدلي سرچينه زياتوي، چې تېره ورځ د مصر سترې محکمې تاديبي مجلس په خپله وروستۍ پرېکړه کې ۳۳ قاضيان جبري تقاعد کړل او ۲۲ نور يې وبښل.

د ناجي درباله په نوم يو جبري تقاعد شوي قاضي د تاديبي مجلس له پرېکړې وروسته وويل، چې دا ډول کړنې د مصري قضا په تاريخ کې ځای نه لري او دوی به د قضا خپلواکي لپاره د ژوند تر وروستۍ سلګۍ خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د ۳۰۱۳م جولای کې، چې دفاع وزير فيلډ مارشال عبدالفتاح السیسي پر منتخب ولسمشر محمد مرسي پوځي کودتا وکړه، د مصر ګڼ قاضيان د پلازمېنې قاهرې ختيځ «رابعه» ميدان کې د نورو ولسي خلکو تر څنګ د مرسي ملاتړ ته راوتي وو او پوځي کودتا يې ناقانونه وبلله.

له دې وړاندې هم د سترې محکمې تاديبي مجلس پنځلس قاضيان د مرسي د ملاتړ په تور له دندې ګوښه کړي وو.

عربي رسنۍ د مصري سرچينو له قوله وايي، چې ۲۰۱۵م کې د سترې محکمې تاديبي مجلس يو شمېر قاضيان تور کړي وو، چې سياست کې مداخله کوي، د يو ځانګړې ډلې ملاتړ يې پيل کړی او دا کار د قضا له منصب سره نه ښايي، مګر دغو تورنو قاضيانو تل له خپلو کړنو دفاع کړې او ټينګار يې کړی، چې د ژوند تر وروستيو سلګيو به د عدالت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د پخواني ديکتاتور حسني مبارک پر ضد د ولسي پاڅونونو د پيل راهيسې د مصري قضا يو شمېر غړو د عدالت او خلکو د سوکالۍ په نوم يوه ټولنه جوړه کړې، د ۲۰۱۲ ولسمشريزو ټاکنو کې يې د عامه پوهاوي لپاره هڅې کړي او اوس يې هم ژمنه کړې، چې د قضا د خپلواکۍ لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد عمران امین

تبصره نه لرم . یوه پوښتنه لرم هغه دا چی څنګه کولای شم ستاسو ورځنی تازه خبرونو ته لاس رسی پیدا کړم . البته د سهار له خوا ځکه زه باید هر سهار له هر سایټ څخه تازه خبرونه تر نهو بجو خپل د کار کی خپل ریس ته وړاندی کړم . مننه ( محمد عمران امین )

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x