نظــر

د ریان غږ به چوپ نه شي!

ذاکر جلالي

شهید بشیر احمد ریان مې له نژدې نه و لیدلی. لیکنې او ژباړې مې يې لوستې وې او د دوی کورنۍ مې د ملي رسنیو له لارې پېژندلې وه. د کابل ښار د سړک تر غاړې پر کتابپلورنځیو یو برسېرن نظر د شهید ریان «افغان پاچاهانو» کتاب د سړي سترګې ورڅکولې. وروسته مې چېرته ولوستل، د کتاب پښتو او دري ژباړې شمېر لسګونو زرو ته ورسېد. پر دې سربېره يې اوس هم راسره د امام ابوحنیفه «رح» په اړه د امام اشرف علي تهانوي «رح» کتاب «سیرت النعمان» شته چې د دغه نالیدلي دوست په ګوتو پښتو شوی و او ماته یې ډالۍ کړی و.

ریان قلم درلود، کتاب او مجلې سره یې سروکار و. روشنفکره مبارز ځوان و. لیکوال و، ژباړن و، خپل مستقل فکر یې لاره، خپله لار یې وه؛ خو وحشیان د ده له قلمه وېرېدل، د ده کتاب یې ونه شوای زغملای او د ده فکر ورته خپسه وه. نن سهار مې يې د شهادت غموونکی او دردوونکی خبر پر فېسبوک ولید. په موبایل مې د لیکنې حوصله ونه شوه، اوس کمپیوټر ته کېناستم. د ریان درد د ټولو درد دی، دا د افغانستان د ټولو خپلواک او د اسلامي او فکر لرونکو فرهنګیانو، لیکوالو او د کتاب او قلم د پالونکو او لېوالو مرګ دی. د شهید ریان شهادت، د ازاد او خپلواک فکر د بهیر غږ خپولو هڅه ده.

دا د عدالت غوښتنې او د وحشت پر ضد د مخالفت غږونه دا وحشتونه نه شي چوپولای. د کندهار د وحشي پولیسو دا نه اولنی انسان‌ضد جرم دی او نه به یې وروستی وي… د ظلمونو زیاتېدل ښيي چې حاکم وحشت څومره له ازاد او مستقل فکره په وېره کې دی. د ریان غږ نن د نژدې ټولو ازادفکره لیکوالو او فرهنګیانو غږ دی، دا غږونه د رازق او «ملي يووالي» په نوم وحشت نه شي چوپولای… دا غږ به یوه ورځ پر وحشت برلاسی کېږي، یوه ورځ به دا وحشیان د خپلو نادودو او وحشتونو پورونه پرې کوي!

د ریان پر شهادت سکوت بې‌انصافي ده. دا د مبارزو ځوانانو مسوولیت دی چې د دغه وړ مظالمو پر ضد خپل غږ پورته کړي. که دا وحشتونه همداسې په سکوت تېر شي، سبا په ټولو راتلونکی دی!

مشر استاد ریان، ټولې ریان کورنۍ او د شهید ریان ټولو خواخوږو، ملګرو او لاریوانو ته د زړه صبر!

د ریان درد درون ، یاد یې خوږ!

غږ یې رسا او لار یې له لارویانو ډکه!

فردوس جنت یې ځای، ارمانونه یې پوره!seerat noman book bashir rayan

bashir rayan thanks

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x