نظــر

یتیم کندهار د کرزیانو او قومندان رازق تر چړې لاندي د مرګ شېپې شماري!

لیکوال: محمد سلطان شریفي
لیکوال: محمد سلطان شریفي

محمد سلطان شریفي

قومندان رازق پرون یو ځل بیا خپله هغه وحشي او بدرنګه څهره یتیم کندهار ته ور ښکاره کړل، چي د پښتانه په نالوستي ټولنه کي باید یوه بله ډېوه او علمي څهره د تل لپاره تر تورو خاور لاندي سي، قومندان رازق پرون یوار بیا د یو انسان په جامه کي د هغه ځناور بڼه راوښوده، چي یوازي او یوازي يې د انسانانو په وینه تنده ماتېدایسي او قومندان رازق پرون مظلومو کندهاریانو ته د همېش په څېر خپل هغه فرعوني او ناوړه عمل وښود، چي بني ادم يې وحشت ته کوته په غاښ نسي او توبې به کاږي.

هو، قومندان رازق وحشي او شداد پرون ټولو افغانانو ته په ډاګه وښودل، چي کرزیانو پر کندهار باندي د احمدولي کرزي تر وحشت را وروسته د انسان په جامه کي یو بل وحشي او ځناور مسلطه کړی او د احمدولي کرزي پاته ارمانونه په ګور کي ور پوره کوي. بلې، کرزیانو او قومندان رازق موږ ته دا پرون یوار بیا وښودل، چي دوی د نړیوالي مافیا او فرعوني یرغلګرو د ډیموکراسۍ او د بیان د ازادۍ تر عنوان لاندي څومره انسانان د تور لحد بندیانولایسي.

لاکن نن خو زه ژاړم پرې دې، چي موږ د کندهار په پنجوايې ولسوالۍ کي د صدیق الله نورزي د فاتحې کمبله لا نوه توله کړې، چي دا ښاغلي د کندهار د پوهنتون یو بل محصل د ګور بندي کړ. موږ د کرزیانو او قومندان رازق پلاس د وژل سوي روکیال غم لا نو هېر کړی، چي دوی بشیر احمد ریان هم د هغه په سرنویشت اخته کړ، ږموږ د عبدالقدیم پتیال د غم سیوري لا د سر څخه نوو لیري سوی، چي دا وحشیانو یوار بیا زموږ پر کور او کهول باندي د غم سیوری خور کړ.

آه کندهاریانو! د خدای روی وګوري، موږ خو د کلونو کلنو راهیسي تاسو ته همدا چغي وهلې، چي د کندهار قومي مشران، دینی عالمان، دولتي چارواکي او روڼ اندي ځوانان د طالبانو لخوا نه، بلکي ټول د کرزیانو لخوا وژل کیږي، زموږ خو په چغو چغو تاسو ته خولې ورېښتان وکړل او همدا نارې مو درته وهلې، چي د قومی مشرانو وژني په کندهار کي د سیمېټي دېوالو شاته ډیزاین او رهبری کیږي او موږ خو همدا نارې درته وهلې، چي که چیري نن زه مرم، نو سبا به ستا واری وي او زما په سرنویشت به اخته کېږې.

بلې، موږ تاسو ته همدا ویل، چي د کندهار ټول ریاستونه، ملي عواید او بیت المال د کرزیانو او د هغوی د ګوتو په شمار د لاسپوځو د انحصار په لومه کي لوېدلي دي، موږ تاسو ته همدا ویل، چي دوی ستاسو پر ښارګو باندی د توریالی ویسا، قاضي عمر، قومندان رازق، سیدجان خاکرېزوال، نجیب احمدي، نورالله نوري، مولوي شفیق، صدیق الله حکیمي او امثالهم خولې ایښي دي او لحظه په لحظه مو د زړه ویني زبېښي. لاکن دا دی، نن زموږ هغه چغو تاسو د ریشتیا میدان ته ودرولاست او ټول لکه پسونه هره لحظه د قصاب د چړې له ډاره د مرګ شېبې شمارۍ.

خو د افسوس ځای دادی، چي د کندهار ولایت په دوه نیم یا درې ملیونه انسانانو کي پنځوس زره کسه یوې منظمي مظارهرې ته نسي حاضرېدلای، چي د مرکزی حکومت څخه غوښتنه وکړي، چی د کرزیانو او قومندان رازق کمبله د همېش لپاره ورټوله کړي. د افسوس ځای خو دادی، چي په موږ کي نه د هزارګانو جرئت سته، چی د خپلو اوو وژل سوو کسانو پر سر يې نژدې مرکزي حکومت پر دا بله را اړولی وای. او نه هم د شمال د ازبکانو غیرت چي د جنرال دوستم د یوه عکس پر سر يې د عطا محمد نور پایڅې ور ورېږدولې. بس کندهاریان صرف دغه ته پرېږدی، چي د احمدشابابا او میرویس خان پر کارنامو باندي افسانوی شخوندونه ووهي، د سردار ایوب او د ملالي پر قربانیو باندي لنډۍ او شعرونه ووايې او یا هم د کرزیانو او قومندان رازق پر وژل سوو ځوانانو باندي د غم سندري ووايې.

دا زه تاسو ته په یقین سره وایم، چی ستاسو ډار ظالم ته جرئت ورکړی، ستاسو خاموشۍ دوی بیرته ستاسو په وړاندي د یو ابزار او اسلحې په توګه استعمالوي او یو په یو به مو وژني. او ستاسو بزدلي دوی د همېش لپاره پر تاسو مسلطه کوي. نور نو ستاسو خوشه ده، چي ټول عمر د ظالمانو د چړې له ډاره د مرګ شېبې شماري که ازادي غواړۍ.

په دناوی محمد ساطان (شریفي)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اخترمحمد گیلانی

دالیکوال دی تل زوندی وی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x