فاریاب: المار کي یوه ۲۲ کلنه انجلۍ د پولیسو په ډزو ټپي سوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۰مه، ۱۳۹۵ ل): یوه ۲۲ کلنه انجلۍ د المار ولسوالۍ په قره غویلي سیمه کي د دولتي پوستې د پولیسو په ډزو ټپي سوي او افغان-ترک روغتون ته د تداوی لپاره وړل سوي ده.

د ټپي سوي انجلۍ مور وایي چي : جمیله تېره شپه د موبایل د رڼا سره دباندي ووتله، دولتي پوستې رڼا خپل هدف وګرځول او ډزي یې وکړي چي له امله یې څو مرمۍ د (جملې) په نس کي ولګیدې او تر شا یې ووتلي، ډاکترانو د هغې عملیات وکړل چي خوشبختانه کامیاب سول.

د جملې مور زیاتوي چي : هره کورنۍ د دولتي پوستو عسکرو ته په میاشت کي دوه زره افغانۍ، یوه کیلو غوړي او هر سهار دوې ډوډۍ ورکوي، همدارنګه عسکر زموږ په ځوانانو سخت کارونه کوي که چېري د سیمي څخه کډه کوو نو اجازه نه راکوي چي لاړ سو.

نوموړي وایي چي د ټولو تکالیفو ګاللو وروسته مو په کورونو کي هم په مرمیو ولي، موږ د کور د ټولوکوټو کړکۍ ګل کړي تر څو د څراغانو د رڼا له امله ډزي راباندي ونسي.

پر همدې مهال نن سهار د المار ولسوالۍ په قره غویلي سیمه کي یو تن اربکی د ځای پر ځای سوي ماین د چاودني له امله ژوبل سوی دی.

یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط دواړي پېښي تایید کړي خو په اړه یې نور جزئیات ور نه کړل.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د