نړۍ

متحده عربي امارات: په يوه لوړپوړيز ودانۍ کې اور لګېدلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۰مه، ۱۳۹۵ل): د متحده عربي اماراتو چارواکي وايي، چې د عمجان سيمې په يوه لوړپوړيزه ودانۍ کې اور لګېدلی دی.

د چارواکو په وينا، په دې پېښه کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د ودانۍ ټول اوسېدونکي ژغورل شوي دي.

د تېر يو کال راهيسې په دې سيمه کې د اور لګېدو دا درېيمه پېښه ده.

عجمان د متحده عربي اماراتو په شمال کې پرته سيمه ده او کوم ځای کې، چې اور لګېدلی السوان يې نوم دی.

تېره شپه د عجمان السوان سيمه کې دا پېښه په دوولس پوړيزه ودانۍ کې رامنځته شوه او په دې ودانۍ کې درې زرره پارتمانونه دي.

د چارواکو له لوري په خپره شوې ويډيو کې ښکاري، چې د ودانۍ له يوې خوا د اور لمبې باديږي.

د ۲۰۱۶م په لومړۍ ورځ د دوبۍ ۶۳ پوړيزې ودانۍ په يو هوټل کې اور لګېدلی و، چې له امله شل تنه ټپيان شوي وو او اطفاييې دغه اور په شلو ساعتونو کې مړ کړ.

د ۲۰۱۵ فبرورۍ کې ټارچ نومي لوړپوړيزه ودانۍ د اور لګېدو له امله ډېره زيانمنه شوې وه او دغه ودانۍ د نړۍ له سترو او لوړو ودانيو ګڼل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x