بلخ ولایت کی د یوی لیسی د نوی ودانئ ودانیز کارونه پیل شو

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټی د افغانستان په شمال کی پروت د بلخ ولایت په نهر شاهی ولسوالی کې د خالد ابن ولید عالی لیسی د ودانیز کارونو پیل وکړ. د سویډن کمیټی نوي سرمنشي اننا کارین جوهانسن بلخ ولایت ته په خپل لومړی سفر کې ددی لیسی د نوی ودانئ د جوړولو د بنسټ ډبره کیښوده.

د خالد ابن ولید عالی لیسی په زړه ودانئ کې د ټولګیو لپاره د خونو د کمبود له امله زده کونکي ستونزو سره مخ وو. د دی لیسی لپاره په نوی وداني کی د ټولګیو لپاره اته خوني ، د لیسي د ساتونکي لپاره یوه خونه، تشنابونه، د لیسي چارچاپیره دیوالونه، د هلکانو او انجونو لپاره جلا  ځایونه او د زده کونکو او ښوونکو لپاره ټول اړینی اسانتیاوی په پام کې نیول شوی دي.

د دغی لیسی ودانې به د نوي ۲۰۱۳م پروژي له مخي جوړه شي چی د سویډن دولت لخوا تمویل او په شمال کي په کار اچول شوي ده.

د خالد ابن ولید عالی لیسی د بنسټ د ډبرې کیښودلو لپاره په جوړه شوی غونډه کې د دولت لوړپوړو چارواکو، د بلخ ولایت مرستیال والی، د سویډن سفارت چارواکو سربیره د ښووني او روزني د ریاست رئیس، د اقتصاد د ریاست رئیس او د بلخ ولایت د تلویزیون رئیس او یو شمیر زده کونکو او ښوونکو ګډون درلود. 

———–

Muhammad Salahuddin “Momand”

محمد صلاح الدین      “مومند

Senior Information Officer                                                    

Swedish Committee for Afghanistan                    

Kabul Management Office                                    

+93 (0) 780 166 490 (mobile)                               

www.swedishcommittee.org

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د