
د مصر مسافر وړونکې الوتکه تښتول شوې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۰مه، ۱۳۹۵ل): د مصر يوه مسافر وړونکې الوتکه تښتول شوې ده.
راپورونه وايي، چې د مصر هوايي شرکت «ايجپټ اير» مسافر وړونکې الوتکه له سنکدريې ښار څخه پلازمنې قاهرې ته روانه وه، چې يو وسله وال وتښتوله.
د مصر ملکي هوا نوردي ادارې چارواکي د پيلوټ له قوله وايي، چې الوتکې تښتوونکي د وسلې پر زور ورته ويلي، چې الوتکه د قبرص پر هوايي ډګر کوزه کړي.
د چارواکو په وينا په دغه الوتکه کې ۸۸ کسان سپاره دي.
په دې اړه نور معلومات هم تر لاسه کيږي.