ګډې وډې – نورمحمد سعيد
يو وخت به بورژوايي او پرولتاريه ډېر ياديدل. ورسره به دريمه نړۍ هم يارانو په خوله كې اړوله. يوه ورځ په ټولګې كې ښوونكي پوښتنه وكړه، چې ګوره كه څوك دا دويمه نړۍ راوښيې، چې چيرې ده؟
ټول يې حيران دريان كړو. هغو، چې تل به يې د دريمې نړۍ په بدحالۍ ژړل، له ټولګې دباندې يې په خندا ويل،
چې كور يې وران شه دا دويمه نړۍ، خو پكې اوس راووته!
دكابل په يوه ټيلويزون كې يوې وياندې له مشهور سندرغاړي سره مركه كوله. د پښتو لنډيو په اړه يې له سندرغاړي وپوښتل، چې له كله راهيسې دود شوې دي، په زړه كې يې خداى خبر څه ور وګرځيدل، چې د سندرغاړي له ځواب اوريدو مخكې يي پخپله وفرمايل: زما په خيال ، چې له كله پښتانه ايجاد شوي دي، نو ټپې هم ورسره رواج شوې دي.
سندرغاړي خواركي د پښتنو د ايجاد په اړه غور كاوه، چې وياندې بله پوښتنه ور وتوغوله. دا ځل يې ځينې دكورني ژوند په اړه وپوښتل، چې له كله نه دې واده ته مخه كړې ده؟
د كوزې پښتونخوا د يوه ډېر تكړه ليكوال م. ر. شفيق په اړه ويل كيږي، چې هغه وخت به سخت په غوسه شو، چې په وړاندې به يي چا وويل، ما كمېس اچولى دى او يا مې څادر اچولى دى( د كوزې پښتونخوا په عاميانه لحجه كې همداسې ويل كيږي) شفق صاحب به ورته ويل: كميس خلك اغوندي، ټيز اچوي.
په رسنيو كې د ناپيلې او بې پرې غوندې كليمات هم همدغسي مروج شوي معلوميږي. ليكونكي يې په دې شايد ډېر غور نه كوي، چې د دوى په خبره د بيوزلو، ځورېدلو، پرګنو ملاتړ په خپل ځاى له يو چا سره مخالفت كول دي. او لورى كول همدې ته وايي. داسې څوك په هيڅ صورت ځان بې پرې نه شي بللاى.
په ليكنو كې يوې جملې ته هم پام اوړي، چې ناسمه او يا بې ځايه ليكل شوې وي. كه د يوې چاپي رسنۍ په تندي ليكل شوي وي، چې دا يوه بې پرې او خپلواكه رسنۍ ده او لاندې د يوه شخص يا ډلې په ضد په خلاص مټ د زړه بړاس اېستل شوى وي، نو په كوم دليل داسې ليكنه او رسنۍ بې پرې وبولو؟
د ۱۲۹۳ په قوس كې مرحوم مولوي صالح محمد په سراج الاخبار كې يو فكاهيه شعر ليكلى، چې يو دوه بيته يې داسې دي.
په كابل كې چې اوسيږې بار به وړې د صندلۍ
كه له لوږې هلا كيږې غم به خوري د صندلۍ
د شعر ماهرين وايي دغه شعر يو څه كالب شكنې هم لري، خو دوى وايي دا وخت د پښتو د رياليسټيك ادب د پيل ورځې وي. دا د هغه وخت د پښتو شعر يوه بيلګه ده، چې له يوې رسنۍ( سراج الاخبار) څخه را اخېستل شوې دى. د دې شعر له ليك څخه نژدې پيړۍ په تېرېدو ده، خو له بده مرغه زموږ په رسنيو كې د كاريدونكې ژبي ډېره برخه اوس هم د دې شعر د ژبي خواږه او رواني نه لري.
پكار خو داوه، چې د رسنيو اوسنۍ ژبه د ژبو د ودې او تكامل د طبيعي قانون له مخې هم نور پرمختګ كړى واى، خو له بدمرغه دلته حالت بل ډول دى. لاندې په اوسنيو رسنيو كې د خپريدونكو رپوټونو دوه بيلګې را اخېستل شوې دي، چې كه حقيقت نه دي، نو رښتيني انځور ته ډېرې ورته دي.
لومړى رپوټ، چې دكابل له يوې رسنۍ څخه اخېستل شوى:
دافغانستان خلك له فرهنګي ستونزو څخه سخت رنځ وړي. چارواكي هم په دې لړ كې په جريان كې اچول شوي دي. په دې ترڅ كې دوى وايي د ستونزې د حل لپاره به ټول امكانات په لاره واچول شي. د فرهنګي ستونزې له رامنځته كيدو وروسته بې شمېره لوړپوړو چارواكو له رسنيو سره تر لیدنې وړاندې د افغانستان له خلكو هم لیدنه وکړه.
د هغى غونډې په ګډونوالو كې، چې په دې اړه رابلل شوې وه، مېرمنو، نارينه وو او ماشومانو هم ګډون درلود. دا په داسې حال كې ده، چې په افغانستان كې بې شمېره نورې ستونزې هم شتون لري، چې د چارواكو په وينا د حل لپاره يې هلې ځلې دوام لري.
د مثال په توګه په دا وروستيو كې د استاد اولمير د قبر د بيا رغونې خبر وركړل شو. په هغه رپوټ كې، چې په دې اړه چمتو شوى و، زياته شوې ده، چې اغلې ملالۍ جويا د جايزې په پېسو د استاد د قبر د بيا رغونې چارې سرته ورسولې او قبر يې ګته اخېستنې ته وړاندې كړ.
دويم رپوټ له پېښور نه خپور شوى، چې پكې ويل شوي د صوبې په سر ښار كې، چرته چې دا وخت سخت سياسي بحران روان دى، يوه شانداره دستوره جوړه شوه. نوموتى سياسي مشر د دې دستورې صدر جوړ كړى شو.
ده په خپل تقرير كې وويل، چې ضرورت د دې امر دى، چې عوام په اعتماد كې واخېستل شي. ده په خپل بيان كې كوم، چې ميډيا ته هم جارى شو، د ځېنو مهمو مسالو وضاحت هم وكړو. په دې موقعه ځينو شر خوښو، كوم چې په شاو خوا علاقه كې پاتې كيدل د تقرير په دوران كې نعره بازي شروع كړه.
پوليس په موقع راورسيدل او ځينې شرخوښي يې په حراست كې واخېستل او ځينې نور يې د همېشه لپاره د سياسي پارټو په اجلاسونو كې د شركت لپاره نا اهل وګرځول.