افغانستان

امریکا خپل ډیر فوځي او غیر فوځي وسائل د افغانستان پر ځای پاکستان ته ورکوي

د بسنز سټینډرډ (business-standard.com) را پور سره سم امریکا په افغانستان کي خپل هغه سامان او الات چي د افغانستان څخه یی ایستل ورته ډیر ګران تمامیږی، هغه سامانونه د افغانستان پر ځای پاکستان ته ورکوی..

په دې سامانونو کي چي اکثره یی سپکي وسلې، مرمۍ، زغري او نور فوځي سامان الات شامل دي، او امریکا ته یی وړل ډیر ګران تمامیږي، او دلته یی په سیمه کي څوک رانیولو ته چمتو نه دي، هغه ټول پاکستان ته سپاري.
او همداسي حتی هغه ایرکنډیشنونه چي امریکایانو خپل په مرکزونو کي لګولي ، د هغه په ګډون ټول هغه سامان چي حساب پر کیږي ، هغه پاکستان ته سپاري، او بیا د افغانستان څخه پښي سپکوي.

یوه جګ پوړي چارواکي بزنس سټینډرډ ته ویلي چي دوی پاکستان په دغو شیانو ځکه نازوي، چي د پاکستان له لاري به د امریکا نور هغه سامانونه چي امریکا یی نه غواړي په افغانستان کي پریږدي، وباسي، خصوصا د پاکستان د کراچي او ګوادر د سمندري بندرونو څخه.

امریکا مخکي د اوزبکستان پر لاري هم غور کړی وو، او اوزبکستان هم چمتوالی ښودلی وو، چي د امریکا دغه سامانونه به واخلي، خو امریکا پاکستان ته ځکه اهمیت ورکوي،چي  لاره یی د اوزبکستان په پرتله یو په پنځه ارزانه پریوزي، او لنډه هم ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x