نظــر

لږ دا هم ولولئ

لیکوال: استاد عبدالمالک همت
لیکوال: استاد عبدالمالک همت

عبدالمالک همت

ګرانو لوستونکو د اسلام سپېڅلي دين مسلمانان ښو اخلاقو ته په ډېر ټينګار سره هڅولي او بللي دي. او څوک چي په ښو اخلاقو سمبال او پسوللی وی هغه يې ډېر ستايلی او تر نورو يې ډېر غوره بللی دی. له دغو ښو اخلاقو څخه چي موږ په امر سوی يو، یو هم په ډېرو ښو خبرو او ویناوو سره د خلکو مخاطب کول دي. دا هسي غوړمالي نه ده، بلکي په خوږه ژبه او خوندوره لهجه کي ډېر ستر اغېز نغښتی دی. او د خبري کوونکي او اورېدونکي پر اند او چلند باندي ډېر ښه او ګټور اثر اچوي. ان ځيني اسلامي عالمان ښې او سمي خبري د اسلام لویه برخه ګڼي او په دې اړه يې په ډېرو احاديثو تمسک کړی دی.

البته په ځينو مواردو کي سخت او زيږ چلند او شدت د تاديب لپاره او یا هم د لوی څښتن د پولو او حدودو له سپکاوي کولو څخه د زجر او راګرځولو لپاره او يا هم د بل داسي اړين سبب لپاره په کار لوېدلای سي، چي په دې کي بیا مصلحت په پام کي نيول کيږي، لوی څښتن فرمايي:

﴿يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَالْمُنَافِقِينَ وَاغْلُظْ عَلَيْهِمْ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ ﴾ التوبة: ۷۳]

ژباړه: اى نبي! د کافرانو(سره په وسله) او د منافقانو سره (په ژبه او دليل، په بشپړ ځواک او پوره مړانه) جهاد وکړه(، څو دوى له کفر او نفاقه راوګرځوې).  او(د دواړو ډلو سره) ډېر سخت چلند وکړه(او هيڅ نرمښت مه ورسره کوه او رحم مه پر کوه، ځکه دوى د دې وړ دي)، د هغو د اوسېدو ځاى (په آخرت کي) دوږخ دى او دا(دوږخ) دورتلو ډېر بد ځاى دى.

خو په نورو ټولو مواردو کي د خلکو سره په هر دول مخامخ کېدو او خبرو اترو کي اصل دادی چي خبري به نرمي او خوږې وی، د دين په چارو پوري اړه ولري که د دنيا په چارو پوري، لوی څښتن فرمايي:

﴿ وَقُولُوا لِلنَّاسِ حُسْنًا ﴾ [البقرة: ۸۳].

ژباړه: او خلکو ته (داسي) ښې خبري کوئ(چي غلظت او تندوالی پکښي نه وي او ستاسي او هغو تر منځ الفت راولي او درڅخه متنفر يې نه کړي). بل ځای فرمايي:

﴿ وَقُلْ لِعِبَادِي يَقُولُوا الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنْزَغُ بَيْنَهُمْ ﴾[الاسراء: ۵۳].

ژباړه: او(ای پیغمبره! ) زما بنده ګانوته (کومو چي پر ما باندي يې ايمان راوړی دی) ووايه چي يو بل ته (په خپلو خبرو او مخاطبو کي) ښې او خوندوري خبري وکړي (او له بدو او کرکي پاروونکو خبرو څخه ډډه وکړي که داسي ونه کړي) نو خامخا به شيطان د دوی ترمنځ  وراني او دښمني واچوي (او په دې توګه به يې دا او هغه دنيا ور خرابه کړي).

او دا ټولو انسانانو ته شامليږي، مسلمان وي که کافر، نېکچاری وي که فاجر ان که څه هم زموږ مخالف وی، لوی څښتن فرمايي:

﴿ وَلَا تُجَادِلُوا أَهْلَ الْكِتَابِ إِلَّا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِلَّا الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْهُمْ ﴾[العنکبوت: ۴۶].

ژباړه: او (ای مسلمانانو!) د یهودو او نصاراوو سره بحث او مجادله مه کوئ ، مګر په داسي طريقه او اسلوب چي ډېر ښه وي (او په ښکلو خبرو وي)، پرته له هغو چي ظالمان وي(زياتی کوي، له حق څخه مخ اړوي او ستاسي سره يې جګړه اعلان کړې وي، نو د هغو سره په توره مجادله وکړئ).

ښه، اوس د پورتنيو څرګندونو په رڼا کي زما پر يوه ليکنه باندي چي د ” له خپلو اسلامي او فرهنګي ارزښتونو څخه لا پردي کېدونکي پښتانه“  تر سرليک لاندي په دې وروستيو ورځو کي په نن ټکي آسيا ويب پاڼه کي خپره سوه، د تبصرو په باب څه لنډه تبصره کوم.

ګرانو وروڼو سادات صاحب، خالد صاحب، محمدي صاحب او د عمر په نامه يوه بل ورور پر دې ليکنه باندي تبصرې کړي دي. سادات صاحب په خپله تبصره کي د اوسمهال يو موجود او د پلي کېدو په حال کي واقعيت راسپړلی دی. رشتیا داده چي دې خبري ته د ډېرو لږو خلکو پام سوی دی. الله دي هغه ته اجر ورکړي.

د عمر او د ده غوندي ځينو نورو کسانو د تبصرو په اړه چي په رسنيو او فېسبوکي پاڼو کي يې کوي باید ووايم چي ځيني کسان د دندي له مخي، په بدلو(مستعارو) نومونو لیکوالانو او نورو ته سپکي سپوري وايي. بله ډله هم هغه کسان دي چي زموږ په ټولنه کي ځای نه لري او خلکو استفراق کړي دي، خپل  اصلي مسلکونه او دندي يې پرې ايښي دی يا نه ورپیداکيږي، نو دلته او هلته ناستي پاستي کوي او په اصطلاح” پی مصلحت، مجلس آراستند / نشستند و گفتند و برخاستند“ اونور هيڅ نه. دغه عناصر ـ چي هغه ډلي چي پخوا دوی ورته منسوب وه، زياتره د دوی د پيسه پالني، یا ناوړو کړنو له امله بدنامي سوی او نن پر هيڅ هم نه شمېرل کيږي –  زياتره د نيواکګرو او د هغو د ګومارلو سره پټي او ښکاره اړيکي لري او چوپړ ورته وهي او ځيني يې هم کله د دې ډلي تر تخرګ سرلاندي کړی، کله د هغي.

د غسي کسانو د سنګر د طالبانو سره نه، بلکي د دفتر د طالبانو سره هم اړيکي ټينګي کړي او ياخو بېخي په ننوتلي دي. او یوه ډله بیا هغه کسان دي چي تر ګودر دمخه ګاولي کاږي، بې له سم او ژور تحليل څخه تر له وزي او د احساساتو په څپو کي يې چي څه پر خوله ورځي ليکي يې او د نن ټکی آسيا يا نورو خورجین ته يې ور ارتاووي. پخوابه په ليکنيو خپرونو کي اړوندو مسؤولينو یا دغسي تبصرې د ليکوال انساني کرامت ته د درناوي له مخي نه خپرولې او که به يې خپرولې خپل نظر او تبصره به يې هم پرلیکل. خو نن مهال دادی زموږ نن ټکی آسيا چي هر چا څه خورجين ته ور اچولي وي ځني را باسي يې او د خپلي پاڼي جوجري ته يې ورکوي. او په دې توګه هغه څوک چي ليکوال ته د شيطان خطاب کوي د ليکوال په وړاندي دروي. ښايي پر نن ټکي د نننۍ کفري او لوغوړني دموکراسۍ اغېز لږ غوندي په ناڅرګنده توګه لوېدلی وي، يا به يې په دې هکله د دموکراتانو پېښې خوښي سوي وي. ښه دی چي د دوی د انتخاباتو کار په لاس کي نه دی. که نه عالمان او جاهلان به يې په يوه سترګه ليدل، او له دې امله به تل جاهلان د ډېرښت له امله وړونکي وای، هغو به چړچې وهلای او عالمانو به ژيړ ژيړ ورته کتلای.

## اداره: نن ټکی آسیا د محترم مشر استاد عبدالمالک همت څخه ددې تبصرې پر نشر بخښنه غواړي او په دې اړه یې د آینده لپاره خپل ټولو ملګرو ته ویلي چې د تبصرو د منلو پر مهال د لا زیات احتیاط څخه کار واخلي. ##

په هر صورت راڅو د عمر ورور تبصرې ته،  زه ده ته دا ډاډ ورکوم چي ما او زما متعلقينو، ستا په خبره همتيانو پتېيلې ده چي موږ به د اسلام د خواږه او سپېڅلي دين له کرښي يوه خطوه هم وانه وړو. البته که کومه اشتباه راڅخه کيږي، که خلکو ته پکښي تاوان وي بخښنه ځني غواړم او که يې د اسلام له سپېڅلي دین سره سمون نه درلود لوی څښتن ته توبه پرکاږم او له خپلي ناسمي خبري څخه رجوع کوم. دا د غيورو او باجرئتواسلامي عالمانو وياړلی دود دی او زه هم ځان د هغو د لاري يو کوچنی لاروی ګنم.

او عمر ورور ته د ده د يوه ديني ورور په صفت ور په يادوم چي تا زه او سياف د يوې لاري ملګري بللي يو، خو باور وکړئ چي زه د سياف سره په هيڅ توګه کوم مناسبت او اړېکه يا نژدې والی يا ورته والی نه لرم. بل تا ماته په خطاب کي ځيني داسي خبري کړي دي چي روايښت نه لري، نو زه تاته د يوه مسلمان ورور په صفت د هغو په اړه د توبې ايستلو توصيه کوم. ګوره چي خفه نه سې. توبه کښل ډېر ښه کار دی. کتابونه وايي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د دې چي معصوم او ګردي نړۍ ته لېږل سوی پيغمبر وو د ورځي کله اويا او کله سل واره توبه کښله. د توبې په اړه ما دوه کتابونه ليکلي دي، چي یو ” راځئ توبه وکاږو“ او بل ”زه توبه کاږم، خو …؟ “ نوميږي، دغه دوه کتابونه پیدا کړه ان شاء الله په ښه به درسي.  او ستا د ناروا خبرو په اړه ستا پام د يوې فتوا دې فقرې ته را اړوم: ” تشبيه المسلم بالشيطان لا يجوز، فتجب التوبة منه، والتحلل من المظلوم“. وګورئ اسلام ویب، مرکز الفتوی او نور سايټونه او کتابونه.

ژباړه: که يو څوک مسلمان د شيطان سره ورته وبولي، نو دا روا کار نه دی، ويونکي ته يې په کار ده چي توبه پر وکاږي او له هغه چا څخه چي دغه ظلم يې پر کړی دی عذر او بخښنه وغواړي.

بل داچي زما له هر مسلمان ورور څخه دا هيله ده چي که په خوله وي که په ليکنه د قرآن کريم د پورتنيو لارښوونو له مخي د هر چا سره په نرمښت، تلطف او اسلامي روادارۍ خبري وکړي او د فحشو او نامناسبو الفاظو له ويلو او ليکلو څخه ډډه وکړي. په دې کي به مو هم د دې دنيا خير وي هم د هغي دنيا.

نور نو وما علينا الا البلاغ المبين.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
(محمد عبدالله)

خاکساری او عاجزی خه کار دی داسی نه وی چی یو څوک زمونږ پر شخصیت بی دلیله توپ واچوی او زمونږ بیعزتی وکوی نو مونږ بیا دهغه مقابل کی زغم ونلرو او داسی هم نه چی څوک داسلام او اسلامی احکامو پر خلاف یا په دانستګی یا نادانستګی یو سه ووایی بیا مونږ یی دغلطی او سهوی راخکاره کولو جرات ونکړو او همدلته زغم وکړو چی دی زای کی زغم ناروا اما خپل نفس مقابلکی که زمونږ بی عزتی کیږی خیر بیاهم زغم اجر لری خو افسوس چی نن سبا هر سه اولته دی داسلام پر خلاف دغلطو خبرو زغم… نور لوستل »

غوربندی

محترم همت صاحب ستاسو زره په رشتيا هم آزار شوی دي خدای ج دي عمر صيب ته انصاف ورکري، البته انصاف یی هوايي نه په برخه کيژي، ما دیر گنهکار خلک ليدلي خو له يوه سخه می هم دومره بد نه دي شوی لکه له هغو زان ته په غوره ملتزم نه چی په ایمان او اسلام کی ورته خپل زان پر نورو مسلمانانو لور، متفوق او خدای ج ته نژدي شکاري، البته دا دول خلک په باطلو صفونو او طواغيتو کی وجود نلري بلکه د داسي صفونو او تولنو برخه وي چی بد ايشول یی گناه او د بد… نور لوستل »

عبدالمالک همت

ګران غوربندي صاحب مسنون سلامونه درته وايم روغ رمټ او خوشاله اوسې . ستاسي له ښو څرګندونو څخه ډېره مننه. موږ ته ښايي چي په خپلو منځو کي رحماء او پر نيواکګرو کفارو باندي اشداء اوسو او که مناظره نيوکه يا کره کتنه کوو، يو خو يې بايد ځای وګورو او بل بايد په ادب او ښو اخلاقو وي. مګر له بده مرغه اوس دادی وينو چي ما او عمر ورور غوندي کسان لا څه کوې مجاهد او مجاهد لا سره وژني، چي دا د ډېر تاثر او ژړا ځای دی. ګرانه وروه ما زما پر ليکنو باندي، پرته له… نور لوستل »

احمد شاه عمر

اسلام عليكم او دا اوس دمركراسي ده چي شاگرد دي خه درس وويلو نو بيا شابسي پر زاي يو چاكليت هم وركوي خو غوربندي هم تكره ده او د تصديق تاپه كي هميشه دير رنگ وي او حتي كله دوه دوه پري وهي خو حقه وينا بيا خلك هتي تر طبيبه رسولي دي خو بيا هغه طبيب د هم داد ته نشو رسيدلي او اوس خو دموكراسي ده او قيضه اوس مونگ پوهيگو چي لا چا سره ده چي زره يي وشي نشروي يي او چي كله چي وگوري چي ياره بيا سيستم خرابيگي نو بيا لگ له احتياته كار… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x