
کابل ښار کې چاودنې مرګ ژوبله واړوله
نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۰مه، ۱۳۹۵ل): د کابل ښار يوولسمې امنيتي حوزه کې د پخواني سناتور رفيع الله ګل افغان موټر ته څېرمه چاودنه شوې ده.
ګل افغان رسنيو ته وويل، چې چاودنه پنجشير واټ کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د ده موټر له دې سيمې تېرېده.
نوموړی وايي، چې د يو پلچک لاندې ماين ځای پر ځای شوی و او هدف يې هم دی و.
ګل افغان زياتوي، چې په چاودنه کې دوه ماشومان، يوه ښځه او يو سړی وژل شوي او پنځلس نور ټپيان دي.
د هغه په وينا په ټپيانو کې د ده درې ساتونکي هم دي.
د مشرانو جرګې دغه پخوانی غړی وايي، چې چاودنه کې د ده موټر ته زيان نه دی اوښتی، مګر د ولسي خلکو موټرونه زيانمن شوي دي.
د کابل پوليسو د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې رييس مل پاسوال فريدونه عبيدي وايي، چې چاودنه د يو غږيز ماين په واسطه شوې او تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه څه خبر نه لري.
عبيدي زياته کړه، چې د مرګ ژوبلې په صورت کې به رسنيو ته معلومات ورکړي.