fbpx
بشیر احمد ریان

د خواله رسنیو فعالان د بشیر ریان شهادت دردولي ـ د تبصرو غورچاڼ

د کندهار د ځايي امنیتي مسوولینو له لوري د تکړه لیکوال، ژباړن او ژورنالیست بشير احمد ریان په شهادت رسول، په خواله رسنیو کې دردناکه پېښه بلل شوې او ګڼو فعالانو يې په اړه تبصرې کړې دي.

نن ټکی اسیا ځينې تبصرې غورې کړې او له تاسې سره يې کټ مټ شریکوي.

قاري سعيد :

هغوی چې دا زلمی ونه زغامه نو مطلب دا چې سړیتوب او شرافت نه شي زغملی.

ددې زلمي شکنجه له شک پرته د دیانت او افغانیت شکنجه وه، باور وکړئ بشیر احمد یوازې قلم او کتاب پیژندل. د هغه وژل د قلم قتلول او د کتاب سنګسارول و.

د غرب کاسه لیسانو ثابته کړه چې دوی تر کومې چي دني او اخبث دي. هغوی دداسې بي ازاره زلمي ځواني ورژوله چې باور وکړه د چنګیز محکمې به هم بښلی وای.

د کندهار پوهنتون له نورو محصلینو که بشیر یوازینی امتیاز درلود هغه به دا وه چې سوچه ږیره یي درلوده، پنځه وخته یي لمونځ کاوو. بی لاری او بدکاری نه و.

دې فاجعې وښوده چې د وحشي نظام چارواکو له دیانت او شرافت سره بدي را اخیستې او د شرافت څښتنان هیڅ ځای هم نشي زغملی.

نظر محمد مطمئن:

تیره اونۍ د کندهار پوهنتون اړوند ځینو وروڼو سره ناست وم،‌ هغوی وویل چې د پوهنتون محصل بشیراحمد ریان د پوهنتون له انګړ څخه وړل شوی،‌ معلوم نه دی چې چیرته دی،‌ محصلینو او ځینو استادانو يې په امنیتي ادارو کې پوښتنه کړي،‌ هغوی ورته ویلی چې زموږ سره نه دی بندي،‌ پرون یې د مړي جسد پیداشوی.

هغه غوښتل چې پوهنتون ووایې او تحصیل وکړي، نه وو خبر چې په کندهار کې لوړ تحصیلات کول به د سر په بیه ورته تمام شي. الله ج دي موږ له ناپوهو وسلوالو خلاص کړي چې زموږ استعدادونه راته وژني. بشیر جان توپک نه درلود،‌ هغه په جیب کې جارحه الات نه درلود، هغه کتابونه لیکل او ژباړل،‌ د بشیر جان روح دي خوشاله او ارام وي.

دادمحمد ناوک:

چې د سنګين د واده شرنګ چوپه هدېره شوه، چې د زابل په خړه دښته کې ساده شپونکي د مرميو تر ضربې لاندې وروستۍ سلګۍ ووهلې، چې د لوګر خړې دښتې د مظلوم سوې کوکې له یوې ضربې سره غبرګې واورېدې، چې د قره باغ د چوارخېلو تنکی ځوان يې تر ضربو لاندې خلاصې سترګې پاتې شو، چې ګڼ نور يې لوڅ لپړ پر ټانګونو مړه جسدونه د ښار په کوڅو وګرځول، چې د مظلوم ځوان غوښې يې په خولو وشکولې، چې نازنین بدنونه يې په رینجرو پسې په اغزیو کې ورغړېدل، چې د بشیر غوندې ځوانه متدينه فرهنګي هستې يې د برق پر شاټونو کوکو ته اړ کړه؛ نو ایا لا هم د انسان په جامه کې د لویديځ تهذیب سپي ځينو ته انسانان ښکاري؟؟؟

ابو ولید فرید:

دخبريال ډاټ کام همکاراوکندهارپوهنتون شاګردبشيراحمدريان دکندهاردوحشي قومندان رازق لغړي لخواپه ډيروحشت بي له کومي محکمي په شهادت رسول شوی دۍ

قاري سعید:

تاریخ به ولیکي.

هغه زلمی چې په ۱۸ کلنۍ کې یي ۱۷ چاپ او ناچاپ. لیکلي او ژباړلي اثار درلودل. کله چې په ۲۲ کلنۍ کې د پوهنتون له څلور کلنې دورې فارغ او د وروستي امتحان وروستۍ پرچه یي حل کړه،په جرمني رینجر کې سپاره، په ډالري نشو مست وحشیان ورته ګوته په ماشه انتظار و.

دوه میاشتې ورباندې هغه څه تیر شول چې یوازې الله ورباندې علم لري او بشیر به یي د قیامت په ورځ حال وایي. خو بله ورځ یي شکنجه شوی بې روحه جسد د بولدک د ډبرو په غره کې وموندل شو.

زړه مې نه مني چې کندهار دې د ګُرګین په وخت کې داسې بي عدالتي لیدلي وي.

حامد افغان:

د شهید ریان وحشي قاتلان د هر ډول لعنت مستحق دي، هغه چې د نظام، نظام نارې وهي اصلاً هغوی د دې قتل او وحشت پال نظام د قاتلانو ملاتړي او په دې ناروا قتلونو کې شریک دي، او که یې شریک نه بولي نو په دې اداره کې دومره نر شته چې د یوه مظلوم محصل، ژورناليست او قلموال شهید د ناروا وژني پوښتنه وکړي؟!

محترم انجنیر عبد الله ګل ريان او د هغه درنې کورنۍ ته د دوی د مظلوم شهید Basher Ahmed Rayan د شهادت مبارکي وایم، او ورسره له لوی څښتن نه دوی ته د زړه صبر او د دنیا او اخرت اجر غواړم.

عبدالرقیب رقیب:

دوي به نو داسي لیکوال څنګه وزغملاي شي چي الله ته دومره په عاجزي سر ښکته کوي

دوي ته خو هغه لیکوالان! د قدر وړ دي چي د خره د لغتو کیف ورته بیانوي او یا ورته د کچرو لکچر ورکوي دوي هغه کدرونه بولي چي ډول ورته تشریح کړي او یا د یوسف علیه السلام قراني قصه په افسانه تعبیر کړي

دا ځوان خو قران ته متعهد وو او فکرونه یي ویښول ؛ دوي ته د زغملو نه وو

حمدالله حلمیار:

د ځوان مستعد لیکوال، ژباړن او د کندهار پوهنتون محصل بشیر احمد “ریان” په شهادت سخت ودردېدم، رب دې دده سپیڅلی شهادت پخپل دربار کې قبول کړي. لوی خدای دي یې وحشي قاتلان هلاک او په الهي غصب ګرفتار کړي.

محترم استاد او ویاړلی شخصیت عبدالله ګل ریان صاحب ته تسلیت وایم او د زړه د ټوټې د شهادت مبارکي ورکوم.

له ټولو مطبوعاتي نهادونو، مدني ارګانونو او محصلینو څخه غوښتنه کوو چې ددې وحشت او جنایت په وړاندې دي اواز اوچت کړي. ددې مرموزو قتلونو عاملینو او د صحرایي محاکمو په وړاندې دي مبارزه پیل کړي.

وهاج افغان:

خانان به بيا سره خانان شي
په کې به توی شي د رامبېل چامبېل ګلونه

د تنکي ځوان، محصل، ليکوال، او طالب العلم بشیر ریان شهادت ډېر ودردولم، إنا لله وإنا إليه راجعون.

الله تعالی دې شهادت قبول کړي، جنتونونه دې نصيب شي، الله تعالی دې ورثې ته صبر جميل ورکړي، استاذ عبد الله ګل ريان ته، محترمو زامنو ته يې او د کورنۍ ټولو غړو ته يې د عزا او تسلیت مراتب وړاندې کوم (إن لله ما أخذ وله ما أعطی، وكل شيء عنده بأجل مسمى، فاصبروا واحتسبوا، عظم الله أجركم وأحسن عزاءكم وألهمكم الصبر والسلوان، وشفَّع شهيدكم فيكم يوم القيامة).

شهيد بشير ريان لومړنی ګل نه دی چې رژيږي، او نه به وروستی وي، افغانان به کله پوهيږي چې دا جګړه زمونږ جګړه نه ده، دې جګړه کې مونږ يواځې د اورلړونو او د سون د موادو حيثيت لرو، او بس.

شهيد ورته ځکه وايم چې ظلما وعدوانا وصبرا تر تعذيب او شکنجې لاندې وژل شوی دی، داسې دی لکه چې محاربو کفارو سره مخامخ جګړه کې وژل شوی وي، يا محاربو کفارو نيولی وي؛ او بيا يې په شهادت رسولی وي.

شهيد ورته ځکه وايم چې بې جرمه او بې ګناه، ټوپک په لاس نه بلکه قلم په لاس وژل شوی دی، د جرم او ګناه اثبات د محکمې کار دی، او سزا هم محکمه ټاکي، او د محکمې د فيصلې له مخې سزا ورکول کیږي.

شهيد ورته ځکه وايم چې د مسلمان-مسلمان جګړه کې نه دی وژل شوی، او نه د فتنې په جګړه کې وژل شوی.

د بشیر ریان شهادت د هغه افغان مسلمان له شهادت سره توپير نلري چې د وسله والو له خوا حکومت سره د کار کولو په پلمه نيول کيږي، د ولو تر منځ يې -غيرحق- د ارتداد ټاپه وهل کيږي، شکنجه کيږي، او بيا په شهادت رسول کيږي، دا هم مظلوم شهيد دی، او هغه هم.

د حکومت شرعي قانوني او انساني مسؤوليت دی چې د شهيد بشير ريان د قضيې په اړه پلټنې پيل کړي، جدي او شفاف تحقيقات وکړي، پايلې يې ولس ته راوباسي، د شهيد په بې رحمانه وژنه کې ککړ کسان په نښه، محاکمه او په سزا ورسوي، ظلم ښې پايلې نلري.

‏الظلم_ظلمات_يوم_القيامة‬

نظرمحمد مطمئن:

هر ځل چې یې انځور مخکې راشي، زما له واکه وتلي د سترګو اوښکي.

دنیا ولي دومره بدرنګه شوه، ظلم ولي خپل اوج ته رسیدل غواړي او ظالم ولي پکې خوشاله دی.

کیسه تر دي هم ها خوا ده، د کندهار پوهنتون اداري ته ویل شوی وو چې بشیر احمد ریان ته له وسلو سره کسان ولاړ دي، چې له ازمویني خلاص شي، خپل اطاق ته نه شي رسیدلای، وسلوال يې وړي، تاسي ددي په اړه وسلوالو سره خبره وکړي او د بشیراحمد د خوندیتوب له پاره څه وکړئ، د کندهار پوهنتون ادارې ځواب منفي وو.

باید د کندهار پوهنتون هغه مسؤل چې د مرستي غوښتنه ورڅخه شوي او څه يې نه دي کړي د جرم شریک وګڼل شي او پوښتنې ګرویژني ورڅخه وشي. که بشیر احمد ریان جرم کړی وای په کار وه چې د پوهنتون ادارې سره شریک شوی وای، نه داچې وسلوال يې وړي او بیا یې جسد په یوه غره کې اچوي.

هیله ده چې د بشیراحمد ریان ملګري به هغه هیر نه کړي.

عبدالحنان همت:

دا دی قومندان رازق او د کندهار ادارې خو دا ځل یو لیکوال او ژورنالیست احمد بشیر ریان په زندان کې بې له کوم ثبوت او محکمې د شکنجو په زور په شهادت ورساو .

اوس به ګورو چې د ژورنالیزم کوم بنسټ او د مدني ټولنو کومه یوه یې د ظالم حکومت د دې ظالمانه اقدام په وړاندي غبرګون ښیې

ځواب به یقینا چې منفي وي ځکه موږ اوس ښه پوهیدلي یو چې د ژور نالیزم او مدني ټولنو اکثر بنسټونه دخپلو کفري ډونرانو په لاسونو کې دي یوازي هغه وخت اقدام کولای شي چې ګټه یې سیکولرزم او بیدنۍ ته رسیږي

نور نه د ژورنالیزم په کیسه کې دي او نه هم د افغانیزم .

لر او بر ډاټ کام:

د کندهار وحشيانو يو بل تنکی ځوانيمرګ کړ!!!

د کندهار د وحشيانو لخوا د بشيراحمد ريان وژل کيدلو سخت خوابدی کړی يم.

انجنيرصاحب عبدالله ګل ريان او درنې کورنۍ و دوستانو ته يې له الله ﷻ څخه د زړه صبر غواړم.

له ټولو دوستانو مي هيله داده چي په دې اړه په شخصي ګروپونو او پيغامونو بسنه ونکړي او دا موضوع تر هغه وغندي چي فاسد حکومت يې منلو او بخښني غوښتلو ته حاضر سي او عاملينو ته يې سزا ورکړه سي.

شهيد ريان د کندهار پوهنتون د دري ادبياتو د څلورم کال محصل وو، د وروستۍ ازمويني پر مهال يې د پوهنتون ادارې ته خبر ورکړی چي د پوليسو لخوا څارل کيږي.

تر ازمويني وروسته د تورو ښيښو موټر ورته دريږي، ملګری يې وهل کيږي او بشير موټر ته پورته کوي او ترې تم کيږي.

د کندهار پوليس يې په غير رسمي توګه نيول او ساتل مني او د ازاديدلو وعده ورکوي خو بشير ريان پرون د سپين بولدک په ولسوالي کي په داسي حال کي موندل کيږي چي د وهلو او شکنجې نښي او د برېښنا د شارټيو نښانې پر پاته دي او روح يې سپارلې ده.

ريان محصل و، ليکوال و او د ژورناليزم په برخه کي يې رضاکارانه کار کاوه.

پوښتنه داده چي بشير ريان چا ونياوه؟

په څه تور يې ونياوه؟

ولي يې وواژه؟

کندهار د شرمښانو په منګولو کي دی، دا شرمښان پر هيڅ چا رحم نکوي.

‏عدالت‬ له کندهاره کډه کړې

موږ خپل ولس ته عدالت غواړو!!!

مشفق حریتمل:

له نږدې پنځو شپږو کلونو راهيسې د شهيد بشير احمد ريان له ليکنو او ژباړو سره اشنا وم خو هره ليکنه يې تاريخي، علمي او څېړنيزه وه نه پکې کوم اختلافي مسايل و او نه کوم سياسي ټکي، سر او کار يې له علم او پوهې سره و خو نه پوهيږم چې مونږ ولې بې ګناه او بې جرمه وژل کيږو، ولې مو هغه څوک نه پريږېښودل کيږي چې خپل تياره هېواد ته د پوهې رڼا ګانې راوړي؟

ما ښاغلی ريان نور نه پېژانده چې څوک و خو دا چې علميت او استعداد يې درلود، هېواد او ولس ته يې ګټه رسېدله او ژمن فرهنګپال و نو په شهادت يې د زړه له تله ودرديدم.

زه د شهيد ريان له ټولې کورنۍ او استاد عبدالله ګل ريان سره په دغه درانه غم کې ځان شريک بولم او له الله (ج) څخه سوال کوم چې د شهيد ريان قاتلانو ته زر ترزره سخته سزا ورکړي.

د ګڼ شمېر مقالو او ليکنو سربيره چې په مجلو او ويب پاڼو کې نشر شوي دي لاندې په کمينټ کې يې د هغه بشپړو کتابونو د خدمت انځورونه هم ليدلی شئ چې پښتني او مسلمانې ټولنې ته يې کړی دی.

روح يې ښاد جنت الفردوس يې ځای

حامد افغان:

مورې! مه خپه کیږه

که زه په ځواني کې ومرم

سبا به د هدیرو مړي وهڅوم

او له خاورو لاندې به

د ظالمانو او قاتلانو پر ضد

پاڅون پورته کړم ..

شهیدریان‬

خوشال درانی:

خپلې ټولې خوښۍ دې رانه هېرې کړې!

زموږ د هېواد یوه بدمرغي نه ده، چې یاده یې کړو. دلته هره ورځ غم، خفګان، بمبار، چاودنې، وژنې، تښتونې او لسګونه نورې بدمرغۍ دي، چې موږ پکې کړیږو او رنځ ترې وړو.

زموږ د هېواد علمي کدرونه په یو نه یو ډول وژل کېږي او میدان ترې خالي کېږي. بشیراحمد ریان د خپل عمر نه زیات علمي کارونه کړي وو. کتابونه یې لیکلي وو، ژباړلي وو او لا د خپل دین او هېواد په خدمت کې یې خپلې خولې تویولې.

اخ!

ناځوانه داسې هستیو باندې دې څنګه زړه کېده؟

داسې ګلان باید وژل شوی نه وای، بلکې لا هڅول شوی وای او د سرو زرو مډالونه ورکړل شوی وای.

د «ریان» صاحب درنې کورنۍ ته صبرجمیل او د زلمکي شهادت دې الله پاک په خپل دربار کې قبول کړي.

یا الله! نور مو له داسې غمونو وساتي، چې د بشیراحمد ریان غم رانه هېرکړي.

عنایت الله کاکړ:

لات وړم کال په کوټه کې د بابک جان مرحوم د مبارزې او جهاد د ملګري، د خپل آئيډيل اُستاد انجينر صېب عبدالله ګل ريان خدمت ته د هغوي کور ته حاضر شوی وم. د ميلمنو خونه له تاندو ځوانانو ډکه وه چې هر يوه يې له ځان سره انټرنټ ته تړلی لپ ټاپ درلود. د اُستاد د ميلمنو خونه هم تيار کتابتون وو چې زښته زیات کتابونه، رسالې، اخبارونه، کتابچې او رفرنسونه پکې آخوا دېخوا ايښي وو.

زه له ځوانانو سره په ګپ شوم، ټول ماشاءالله د اُستاد زامن او وريرونه وو. تاند، غوړيدلې، هڅاند او زيارکښه ځوانان وو. په څو شېبو کې مو د څو ساعتونو مجلس وکړ او د اجنبيت هغه ګرد چې زمانې زموږ پر مخونو اچولی وو، ډېر ژر د ژورې پيژندګلوۍ پر یوه احساس بدل شو.

دغه مهال یو ځوان د کمپيوټر د کيبورډ پر بټنانو توره ټکا جوړه کړي وه. توري یې داسې ټائپ کول لکه یوه څڼيورمجاهد چې له یوه غرني مورچله د صليبي دښمن کاروان ته زيړکۍ کتار کړي وي…!

زه پوهيدم چې دغه ځوان زښت بوخت دی کنه داسې مجلس له دا ډول ځوانه چيرته بې ګډونه پاتې کيږي…!

دغه مهال کوم ورور غالباً چا ته زنګ وواهه او زما نوم يې ورته واخيست چې زموږ کره راغلی دی،کمپيوټر ته ناست ځوان متوجه شو، حيران شو،راپاڅيد او غيږه يې بیا راباندې تاو کړه او په اریانه لهجه یې راته کړل چې ښااااااا نو ته کاکړ صاحب یې….!!!

“زه بشير یم” او د ده له دې پيژندنې زه وپوهيدلم چې بشيرجان وغوښتل چې د خپل علم، شخصيت او تقوا سمندر تر کوزه لاندې پټ کړي، خوزه پوه شوم چې بشير جان د اُستاد ريان زوی، ښه ليکوال، ښه ژباړن، د کمپيوټر یو بی ساری ټکنالوژست دی…!

له دغه مجلسه وروسته مې له بشيرجان سره اړيکه تلپاتې شوه او وخت پر وخت به یې رانه د خپلو زده کړو په اړه مشوره غوښتله.

وروستی وار یې راته ويل چې له کراچۍ او کندهار نه کوم ځای د لوړو زده کړو لپاره خوښ کړم، ما ورته د کراچۍ مشوره ورکړه او په عین حال کې مې داسلام آباد نړیوال پوهنتون هم ور په ګوته کړ، خو وروسته چې خبريدم بشيرجان کندهار پوهنتون ته تللی وو….!

او دا دی اوس په خواشينۍ سره خبر شو چې د يرغلګرانو پر صليب سپرو زانیانو، لوطيانو، شرابیانو، بې شرفو او بې وجدانه چاراکو د آزموینو له خونې پورته کړی او په خورا بې رحمۍ سره یې په شهادت رسولی دی…. انا لله و انا اليه راجعون

د بشيرجان په شهادت رسول په حقيقت کې د غبي تر مشرتابه لاندې د شته چارواکو پر علم دښنۍ دلالت کوي، خو دوي به د خپل دغه شوم، ناځوانمردانه عمل له لارې د شهید بشيرجان فکر هیڅکله ونه شي وژلای….!

قاري سعید:

هغه خطرناک (!)او چاودیدنکي(!)کتابونه چې د کندهار لغړي امنیت له شهید بشیر احمد ریان سره نیولي او نوموړی یي د لیکلو او ژباړلو په ګناه مجرم او د وژلو وړ وبلل شو.
1- زرينې کرښې.
2- غوره شوي نبوي حديثونه.
3- غازې احمد شاه بابا.
4- د افغاني پاچاهانو لنډ ژوند ليک.
5- د تاريخ له څپرکو څخه اړين معلومات.
6- د جغرافيې له نړۍ څخه معلومات
7- د نړۍ حيرانوونکې پېښې او معلومات.
8- خليفه هارون الرشيد.
9- فتوح الغيب.
10- د مستندو دعاوو ټولګه.
11- د نړۍ د هېوادونو لنډه پېژندنه.
12 – سیرة النعمان
13 – د میرمنو فقهي مسائل
14 – په اروپا کې اسلامي فتوحات

عبد البصیر عتیقزی:

قانون او د قانون د حاکمیت نشتون بې‌بندوباري او انارشیزم رامنځته کوي. د افغانستان ټولنه همداسې یوه بې‌بندوباره ټولنه ده، دلته قانون او د قانون حاکمیت هغه اصطلاح‌ګانې دي چې لاتراوسه زموږ د خلکو غوږونه ورسره نااشنا دي. زموږ د دولت درې واړه قواوې پاشلې دي، د دولت حاکمیت له صفر سره برابر دی او هره اداره مو په غیرمسلکي او غیرمتعهده اشخاصو ډکه ده، او دې حالت نه یوازې دا چې انارشیزم رامنځته کړی بلکې د ولجې سیستم یې هم مستقر کړی.

د کندهار په زندان کې د پولیسو د بې‌رحمه ډنډو لاندې د ځوان لیکوال او محصل بشیرریان شهادت د زغم وړ ندی. مرحوم بشیرریان که هر څه کړي ول باید د قانون او رسمي‌ادارو (څارنوالۍ او محکمې) له لارې یې تعقیب شوی وه، نه د هغې سیمه‌ییزې امنیتي ادارې له لوري چې دنده یې یوازې د جرم تر کشف محدوده ده. د ځینو ولایتونو د والیانو خپلسري او د ځینو د امنیه‌قومندانانو خپلسري دولت او خلکو ته جدي ګواښ دی چې متأسفانه او سل‌ځله متأسفانه ددې ګواښ مخنیوی د دولت له وسه وتلی کار ښکاري.

مرحوم ریان ته د الله‌تعالی له درباره جنتونه او کورنۍ ته یې صبر غواړم.

جابرنعماني:

انا لله وان الیه راجعون.

مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا. [ الأحزاب : 23 ].

خبر شوم د نوموتي لیکوال انجنیر عبدالله ګل ریان زوی، او د اسلامي امت مخلص بچی شهيد بشیر احمد ریان په کندهار کي دجالي لښکرو لومړی اسیر کړی او بیا يې په ناترسی په شهادت رسولی دی.

ریان خاندان ته د بشیر احمد ریان د سپيڅلي شهادت مبارکي وایم، ، د نوموړي شهادت د ټول امت لپاره ویاړ دی، هغه رحمه الله د افغانستان د تاریخ په اتلانو کي حساب دی.

نحسبه کذالک والله حسیبه.

قاري توریالی تایب:

نن خو ټول فیسبوک شهید ـشهید ښکاري

رب دې د ریان صیب! شهادت په خپل دربار کې قبول کړي

او موږ ته هم مقبول شهادت را په برخه کړي

رښتیا هم ستا پژندګلوی او غیر پژندګلوی ټول درپسې ژاړي او تا یاودې!

مبارک شه بشیرجانه!

عبدالحق غرنی:

داتنکی زلمی که هر څوک وه او هر فکر ته یي منسوبوئ خو افغان وه لیکوال ژورنالیست او ژباړن وه.

ایا هغه څوک چي ددې هیواد رسمي ژبي ته یي له پردیو هغو څو ټوکه کتابونه ژباړلي ددې ویده ولس دویښتیا او اسلامي ارزښتونو دبقا لپاره قلم په لاس او نه ستړې کیدونکي هڅي کولې، هغه څوک چي دټو پک په ځای يي قلم په نازکو ګوتو کي اخیستی او په زور یي له وحشت سره ډغري وهلې په سوله ایزه فضا کي یي خپل معصوم هدف چي له کرکي نه کرکه وه تر نورو رساوه په مرګ ارزېده؟! او هغه هم په داسي مرګ چي قاتل یي هم په حرامیت قایل او له پړې اخیستو یي ډډه کوي.

ویده ولسه پلورل شویو فرهنګیانو او حکومتي چارواکو!

دقلم مبارزه که نظام نسکور هم کړي پایله یي ګلورینه وي په لوي لاس تنکي زلمي او هغه چي دقلم په اهمیت قایل دي دټوپک تر بریده مه ځغلوئ پرېږدئ چي هر کس خپل فکر تر نورو ورسوي او له هغو حقوقو څخه چي دهیواد وضعیه قوانینو ورکړي په ډاډه زړه استفاده وکړي.

په ګور یي نور شهادت یي قبول او کورنئ ته یي دصبر او تسلیت په دعا یم!

خالد هادي:

دځوانمرګ بشیراحمد ریان مړینه په کندهار کي د وحشي فرعون رازق د لړغریانو نه لومړۍ پیښه ده نه وروستۍ.

دلته داسي سلګونه نوري کورنۍ لا کلونه کلونه د خپلو غړو په موندلو پسي ستړي پاته دي چي د کرزیانو، رازق او یا دهغه د ورور تادین د ګټو په وړاندي ګواښ جوړیدل او دکندهار پولیسو په یوه او بله بهانه پورته کړي او تر ننه ئې نه د مرګ او نه د ژوند څرګ لګیږي.

د کندهار پولیس ئې کورنۍ کله يو محبس کله بل محبس ته لیږي چي بندي مو هلته دی.

د کندهار د یو مسجد امام څلور کاله وړاندي د سهار د لمانځه پر مهال د اتمي ناحیې پولیسو له ځان سره بوتلی او پوره شپږ میاشتي د جاجو په شخصي زندان کي شکنجه کیده وروسته ئې په داسي حال کپ د قومندانۍ نظارتخانې ته بوتلی چي راسته پښه ئې درې ځایه ماته وه او هیڅ رسمي دوسیه ئې نه لرله!

دکورني سره ئې د ولسمشر کرزي او تر هغه راوروسته د ولسمشر اشرف غني د تحقیقاتو او د بندي د پیداکولو رسمي امرونه موجود دي خوپه کندهار کي د خودمختاره قومندان رازق لغړیان ئې د خاشې ارزښت نه ورکوي.

د تیر یو کال راهسي د کندهار قومنداني او محبس دواړه ئې ددوی سره په موجودیت پښېمانه دي!

د کله چي په کندهار کي د کرزیانو دولتي مافیا خپلي ریښې ځغلولي دي د رازق په لاسو داسي سلګونه ځوانان ژوندي په ریګو کي ښخ سوي دي.

شهید ریان ددې وحشت تر ټولو ځوان علمي کدر وو چي د کندهارپوهنتون اوکور پرلاره په ښار کي دننه ددې وحشي لغړیانو لخوا په رسمي درشیو، د حوضي دولتي رنجرو بوتلی.

دادی دوې میاشتي ورورسته ئې شکنجه سوی جسد په بولدک کي چیري چي د وحشي تادین او وحشي رازق شخصي زندانونه دي پیدا سو.

په کندهار کي عدلي اورګانونه د کرزیانو دمافیا په خدمت کي دي د ولس ږغ دي الله واوري!

دکندهاریانو د عدالت غوښتلو ژبه پرې ده!

تمیم تکل:

انا لله و انا الیه راجعون

په ډېره خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د هېواد تکړه لیکوال او ژورنالست،ادیب او ژباړن د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي د څلورم کال زده کړیال ‫#‏بشیر‬ احمد ریان د کندهار د پولیسو لخوا په ډېره بې رحمۍ په شهادت رسول شوی دی،بشیر ریان د خبریال وېپ پاڼې همکار و،کابو شل کتابونه یې لیکلي او ژباړلي دي،ټول عمر یې له قلم او کتاب سره تېر کړی و،ان تر دې چې د ثبوت په ډول یوه جارحه آله هم ورسره پیدا نشوه.

ښه مې په یاد دي،په بدخشان،بلخ او غور کې څو ځله د ژورنالستانو پر وړاندې د نامناسب چلند په غبرګون کې تش په نوم بنسټ پالو او د ژورنالیزم د حراست دعوا دارو خپل ستونی څېری کړ اوس به وګورو چې څه کوي

د شهید ریان صاحب درنې کورنۍ او پاتې کسانو ته د ده د شهادت مبارکي وایم جنت الفردوس یې ځای شه!

محمود مرهون:

امر به و سي چي وې نیسی مړ یې کی

یو به وایي ترور به یې کو

بل به وایي بد نامه به یې کو

بل به وایي کورنۍ به یې په عذاب کو.

خو زه به ورک سم:

راته خاندي به وايي به زموږ سره دي ان‌‌‌‌‌‌ډيوالي ولي نه کول؟

یو به مي تر ورېښتانو کش کي

بل به مي په چپلاخه ووهي.

بل به غاښونه را و لګوي.

بل به ښکځل راته و کي.

بل به مي برق ته و تړي شاټونه به راکي.

بل به مي لاس را و پيچي او په بیخ کي به یې غوټ را مات کړي.

زه به بې هوښه سم اوبه به راباندي و پاشي سګرېټ به و لګوي کشونه به ځني کوي هر وار به یې زما پر بدن نیسي او داغوي به مي .

نور به دی ستړي سي .

یو چا ته به ور ږغ کي.

ها الکو یو یې سی یو دوې مرمۍ یې پر سر وولی یو ځای یې و غورځئ.

هغوی به وايي چي خلګ غالمغال و کي چي دا مو ولي مړی کی.

ورته و به ویل سي چي د نه سړي زامنو خلګ چیري وه کم خلګ.

په سبا به زما لوکس لوکس عکسونه او ستاسي فیلینګ س‌‌‌‌‌‌ډ نارې فیسبوک پر سر اخستی وی.

زما مړی به د ریګو په بغل او یا هم تر یوه پله لاندي پيدا سوی يي

څو ورځي به فیسبوک کي زه د فیسبوک موضع یم هغو چي وژلی یم هغو به هم پوسټونه راپسي کړي وي.

بیا به یوه بله موضع پيدا سي

یا به د کرکیټ شهزاد له سمیع سره ک… وه جنګوي فیسبوکیان به په هغه اخته سي او زه به د ټولو هېر سم.

د پتیال، د روکیال، د بابي پوښتنه یو چا وکړه چي زما دا به کوي

‏‌‌‌‌‌‌ډاکټر‬ صاب اشرف غني او ‌‌‌‌‌‌ډاکټر صاب عبدالله به هم د خواشینۍ پيغامونه خپاره کي او زما وژنه به په کلکو ټکو و غندي اخیر دوی هم د دې ملک مشران دي

‫‏شیر‬ یې نه کئ بېا مو ژوند په خطر کي کیږي

فیض ځلاند:

محصل یې شهید کړ !!!

بشیراحمد ریان د کندهار پوهنتون له انګړ څخه وړل شوی و،‌ پرون یې جسد پیداشوی.

هغه غوښتل چې پوهنتون ووایې او تحصیل وکړي، نه وو خبر چې په کندهار کې لوړ تحصیلات به د سر په بیه ورته تمام شي. الله ج دي موږ له ناپوهو وسلوالو خلاص کړي چې زموږ استعدادونه راته وژني. بشیر جان توپک نه درلود،‌ هغه په جیب کې جارحه الات نه درلود، هغه کتابونه لیکل او ژباړل،‌ د بشیر جان روح دي خوشاله او ارام وي.

د داسې مرموزو وژنو نه پوښتنه به د علمي مرکزونو امنیت او ارزښت له ګواښ سره مخ کړي.

یا ربه نجات!

عبدالرحیم مطمئن:

له تيرو درې څلورو کلونو څخه يې له نوم سره اشنا وم. ليکنې، کتابونه او پنځونې مې يې په ډېر ذوق سره مطالعه کول ټولني ته يې خدمت د ستايلو او نه هيردونکى و، شهيد (بشير احمد جان ريان ) د مشهور ليکوال عبدالله ګل ريان زوى د کندهار پوهنتون د درى ادبياتو د دريم کال محصل و، څو اونۍ مخکي په داسې حال کې د پوهنتون له انګړ څخه وايستل شو چې اخرنى امتحان يې و. تر اوسه يې لا هيچا په اړه معلومات نه درلودل چې بلاخره نن د سپين بولدک ولسوالۍ په يو لرې غره کې په داسې حال کې مړ وموندل شو چې د سختو شکنجو له امله يې د شهادت ستر جام په سر اړولى و. انا لله ونا اليه راجعون

پالونکيه ربه! عاملينو ته يې سخته سزا او کورنۍ ته يې صبر جميل ورکړه.

شفیع اعظم:

دلته ډیری همدا وایي چې “ټوپک” کېږدئ “قلم” واخلئ،

خو،

“ریان” یې قلم په لاس ځواني مرګ کړ.

لږ د “ریان” مور در په یاد کړئ. بیا خپله “مور” بي بي در په زړه کړه. د پښتنې مور د زړه درد او څړېکې د اورېدو څوک شته؟! دغه کوچني ورور به یې څه هیلې درلودې؟ لالا مې چې فارغ شو ماته به…

د ‫‏پښتون‬ ژوند او هیلې!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د