افغانستان

د پاکستان او هندوستان ښې اړیکي د افغانستان په ګټه دي، امریکا

نن ټکی آسیا – رسنۍ: د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي جیمز ډوبنز ویلي چي داسلام اباد او نیو دلهي تر منځ ښې اړیکي د افغانستان لپاره په ګټه تمامیږي.

نومړی چي تیره ورځ د هندوستان پلازمیني نیو دلهي ته ورسید، تر څو د هندوستان حکومت ته د طالبانو سره د امریکا په خبرو باندي هغوی په اعتماد کي واخلي، او خپل معلومات ورسره شریک کړي.

نومړي ویلي چي د طالبانو سره زمونږ خبري به تر هغو هیڅ فایده ونه لري، تر څو طالبانو دا باوري کړې نه وي چي د القاعده او نورو ترورویستي ګروپونه سره به خپلي ټولي اړیکي شلوي.

او زیاته کړې چي طالبانو ته نور هم ډیر څه په کار دي چي باید وې کړي، تر څو د امریکا سره په مذاکراتو کي یو پایلي ته ورسیږي.

نومړي وویل چي ده په پاکستان کي د وزیر اعظم نواز شریف سره ملاقات وکړ، او ورته معلومه سول چي هغه ډیر په ټینګه غواړي چي د هندوستان سره ژر تر ژره اړیکي سمي کړي.

ډوبنز ویلي چي هندوستان په افغانستان کي مهم رول لري، او مونږ په دې پوهیږو، او له همدې وجي غواړو چي هغوی هم د طالبانو سره د مذاکراتو په اړه په جریان کي شریک کړو، مونږ غواړو چي ددغه مذاکراتو په اړه ددوی نظر معلوم کړو، او هم دوی ته خپل نظر ورسوو.

او زیاته کړې چي د مذاکراتو دا پروسه به اوږده وي، او داسي به نه وي چي څرنګه خبري شروع سي، نو جګړه به هم ورسره پای ته ورسیږي، او مونږ هم دا ګمان نه کوو چي طالبان به د مذاکراتو د شروع کیدو سره پر بهرنیانو خپلي ډزي بندي کړي.

ډبنز وویل: زه په دې پوهیږم چي طالبان غواړي چي په مذاکراتو کي خپل موقف قوي کړي، او له همدې وجي به خپل په عملیاتو کي تیزوالی راولي، او غواړي چي داسي وښيي چي امریکا ددوی د جنګي فشار له کبله پر شا تګ کوي.

ښاغلی ډوبنز هندوستان ته د امریکا د وزیر خارجه دسفر درې ورځي وروسته نیو دلهي ته ځان ورساوه. او ګمان کیږي چي هلته به د یو لړ حکومتي جګ پوړو چارواکو سره ملاقاتونه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x