شعـــــرونه

دعا: هیبت الله منتقم

هیبت الله منتقم                         

خدایه ختم نورداستړی انقلاب کړې
ستاپه دی لوی امتحان کې مو کامیاب کړې

غلیم هیڅ زموږ په وینو نه مړېږي
ربه ته یې نوراخته پخپل عذاب کړې

پخپل کلي کې تر څوبه مونږ کړېږو
ختمې دا د غم شېبې او اضطراب کړې

پرې درانه درانه بمونه غورزېدلي
بیا ودانې مدرسې مسجد محراب کړې

حق چې حق بولي باطل ته باطل وایي
علما زمونږ مین په حق خطاب کړې

سپین بیرغ چی پرې په ناز وهي وزرونه
بیا موګران افغانستان لکه ګلاب کړې

ځاروي چې ستا په لاره کې سرونه
خیردی ما منتقم هغوکې حساب کړې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x