ټولنیزه برخه

په امتحان کی نقل کول

سمیع الله عاطفي

لکه څرنګه چی مونږ او تاسی وینو په امتحانانو کی یو زیات شمیر شاګردان په نقل کولو باندی اکتفا کوي او کوشش کوی چی په امتحان کی د امکان تر حده نقل وکړي .

دا چی د نقل کولو منفی اثرات او اغیزی څه دي پدی باندی خبری نکوم بلکه د شریعت له نظره غواړم یو څو کرښی پدی هکله ولیکم .

په امتحان کی نقل کول سراسر دوکه، چل او فریب دی. نقل کول په حقیقت د خپل همصنفی سره خیانت او د هغه دحق تلفول دی . مثلا یو کس ډیرکوشش کوی او درس وایی او بل هیڅ کوشش نکوي دغه کس په امتحان کی د نقل په مرسته له خپل ملګری څخه زیاتی او یا هم د هغه په شان نمری اخلي . ده په حقیقت کی له خپل ملګری سره ظلم او زیاتی وکړ ځکه ده هیڅ درس نه وو ویلی او بیا یی هم د هغه اولنی کس په شان چی ډیر زحمت او تکلیف یی ایستی ونمری واخیستلی .

همدغه وجه ده چی زمونږ محصلین او یا هم د مکتبونو زده کوونکی له کلونو کلونو تعلیم وروسته چی کله بیا د عمل ډګر ته راشی بیا نو په هیڅ نه پوهیږی او همدغه خلک چی بیا کله د واسطی اورشوت په زور په یوه وظیفه ګومارل کیږي چی بیا نو له همدغی نقطی څخه فساد، ظلم او زیاتی شروع کیږی .

همدارنګه استادانو ته رشوت ورکول له هغوی سره ددی لپاره اړیکی نیول چی ګوندی په امتحان کی به ورسره کومک وکړی دغسی او دې ته ورته نور کړه وړه په اسلام کې ناروا او نامشروع اعمال دي .

یو تعداد خلک دا خبره کوي چی نقل کول دومره غټه خبره نده لیکن دا خبره بالکل غلطه ده ځکه کله چی یو سړی له ابتداء نه په دوکی، چل او فریب اخته شی بیا نو ددغسی کس انجام ډیر خطرناک وي.

همدارنګه الله تعالی په قرانکریم کی فرمایلي :(هل یستوی الذین یعلمون والذین لا یعلمون)

ایا برابر دی هغه کسان چی پوهیږی او یا هغه کسان چی نه پوهیږي

همدارنګه د مسلم شریف حدیث دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: (من غش فلیس منا )

چا چی دوکه وکړه هغه کس زمونږ نه دی .

شاګرد ته پکارده چی خپل زحمت اوکوشش وکړي ضروری خبره نده چی په هرامتحان کی  دی پوره نمری واخلی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x