نظــر

د طالبانو ویش،‌ سوله او جګړه

نظرمحمد مطمئن
لیکوال او شناند

لومړی پاکستاني او بیا افغاني رسنیو د طالبانو څخه د ناراضه دنیمروز پخواني والي ملا محمد رسول د نیولو خبر ورکړ،‌ پاکستاني رسنیو راپور ورکړ چې ملامحمد رسول د افغانستان سره پر پوله پاکستان ته د اوښتو په وخت کې د پاکستاني امنيتي کسانو له خوا نیول شوی دی. تر اوسه داخبره نه هم ملامحمد رسول اخوند ته نږدې سرچینو او نه هم د طالبانو ډلې تاید کړی دی، ځینې سرچینې وایې چې هغه د پاکستان له خوا نه دی نیول شوی.

ځينې راپورونه داسي وو چې ملامحمد رسول اخوند څو موده مخکې د پاکستان کراچۍ ښار کې لیدل شوی او هلته اوسیدی، داچې نږدې څو میاشتي کیږي د رسنیو په مخ کې هم نه دی ښکاره شوی ممکن هغه به په تیرو وختونو کې ایران او پاکستان ته سفرونه کړي وي.

ویل کیږي چې ملامحمد رسول اخوند له ایران سره هم داړیکو ساتلو او لا ټینګولو هوډ درلود، داچې پخوا وختونو کې هم هر طالب مشر ایران ته سفر کړی، دپاکستان له خوا یا خو نیول شوی او یا هم تهدیدونو سره مخ شوی.

سوله او څلوراړخیزه ناستې

څلوراړخیزه ناستو کې پاکستان ټتر ټکولی وو چې راتلونکي ناسته کې به د طالبانو مشران خبرو ته حاضروي، افغان حکومتي لوړ پوړو چارواکو هم په ځینو خاصو او حکومت پلوه کسانو په ټلویزونو کې ویل چې ملامحمد رسول اخوند خپله او یا دهغه استازي به په راتلونکې ناسته کې ګډون وکړي. ویل کیږي چې پاکستان ملامحمد رسول اخوند غوښتی وو،‌ او ممکن ملا محمد رسول اخوند به هم په راتلونکې ناسته کې ګډون منلي وي،‌ کله چې د طالبانو د ډلې مشر ملا اخترمحمد منصور په ۴ اړخیزه ناسته کې د ګډون نه کولو اړوند اعلامیه خپره کړه،‌ او افغانستان اصرار او غوښتنه له پاکستان څخه پر دي وه چې باید د طالبانو داوسنی مشر او مرستیالانو په ګډون قوي استازي ګډون ولري،‌ پاکستان د فشار لاري ولټولي او وکارولي، ولي ونه توانیدل،‌ همهغه وو چې پاکستاني چارواکو د ملامحمد رسول اخوند د نیولو پریکړه به یې کړي وي او یا به یې دوی ته نږدې رسنیو ته دغه خبر په ناسم ډول ورکړی وي،‌ ځکه ملامحمد رسول اخوند هم اعلان وکړ چې موږ په ۴ اړخیزه ناسته کې ګډون نه کوو، او که د منصور صاحب استازي په غونډه کې وي موږ بیخې نه کښینو، ولي ښکاري او افغان او پاکستان حکومتونه ډاډه وو چې ملامحمد رسول اخوند به
ګډون کوي، او دملامحمد رسول اخوند تګ هم پاکستان ته همدا ښيې.

ملامحمد رسول اخوند ته نزدی ځینوکسانو ویلي وو چې هغه خپل ګډون د طالبانو د اوسني مشر ملااخترممحمد منصور په ګډون پوري مشروط کړی وو، معنا دا چې که هغه ګډون وکړي دوی هم تیار دي

داچې په تیره ۴ اړخیزه ناسته کې یوه خبره داهم شوې وه که د طالبانو مشران خبرو ته نه حاضریږي هغوی به ځپل کیږي او نیول کیږي، اوس نو پاکستان غواړي چې ځانته بیا امتیاز واخلي او وښيې چې که حاضر مې نکړل مګر دادی د طالبان د مشرانو څخه یو تن ملا محمد رسول اخوند مې ونیوی. ویل کیږي چې دمارچ میاشت کې یې ځینې د ګوتو په شمار نور طالبان هم د پاکستان حکومت نیولي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال حکمت کرزي هم ویلي چې پاکستان د سولې اړوند خپلو ژمنو باندي نه دي دریدلي، د سولې عالي شورا، مشرانو جرګې، ولسي جرګې هم د سولې اړند پاکستان پر کړنو شک ښکاره کړی. دا ډول د ملي امنیت سرپرست هم ویلي چې پاکستان وسلوال هڅوي چې دافغانستان خاروې ته د جګړې له پار ه ننوځي.

داچې د مارچ میاشتي پر ۲۷مه نیټه د پاکستان لاهور ښار کې پر عیسویانو برید وشو، پړه يې د طالبانو څخه جلاشوې ډلې جمعیت الاحرار په غاړه واخیستله، په دي کې هم د سیمې د استخباراتو لاس نه شي رد کیدای، او د سولې اړوند چې کومې ژمنې پاکستان کړي وي، اوس به هغه ځکه ځنډنۍ کيږي، چې دوی به وایې موږ په کور دننه لویه ستونزه لرو، کله چې هم د سولې اړوند هڅې کیږي بیا همداسي لویې پيښې يې د ځنډ په موخه رامنځته کيږي.

د پاکستان فشار اوسوله

د هر افغان نیول د پاکستان د حکومت له خوا ناسم کار دی، که ملامحمد رسول اخوند وي اوکه د هرات پخوانی والي سید فضل الله واحدي وي.

که په نیولو،‌ فشار او زور سوله کیدای یا طالبانو ته زیان رسیدلای او یا هغوی ضعیف کیدلای شوای نو د پاکستان، افغانستان او ګوانتانامو زندانونه پري ډګ شول او لا هم دالړۍ روانه ده،‌ چې د کومې کورنۍ یو غړی زنداني کیږي د هغې کورنۍ غړي د غچ اخیستني په فکر کې کیږي او د مخالفت ګراف د کښته والي پر ځای لوړ ځي.

ستونزه به لویه شي، افغان حکومت به د پاکستان څخه د ملامحمد رسول اخوند د غوښتلو او سپارلو غوښتنه کوي،‌ البته که هغه چیرته پاکستان کې نیول شوی وي، پاکستان به بیا په زاندان کې پر ملامحمد رسول اخوند خپل شرایط منل غواړي.

که ملامحمد رسول اخوند افغان حکومت ته سپارل کیږي نو بیا خو د افغان او پاکستان حکومتونو هغه لوبه چې طالبان وویشي او کمپاین ورته وکړي ختمیږي،‌او که افغان حکومت ته یې نه سپاري او پاکستان په زندان کې پر ملامحمد رسول اخوند د خپلې خوښې شرایط ومني‌او خوشی یې کړي دا بیا لا خطرناکه ده،‌ له باران څخه ناوي ته کیناستل دي.

که نیولو او فشار کار ورکولای، د طالبانو د قوي مشر ملا عبیدالله اخوند په نیولو به طالبان کمزوري شوی وای،‌ د پاکستان حکومت غوښتنې به یې منلي وای، د ملابرادر اخوند په نیولو به ستونزه کمه شوی وای،‌ د استاد یاسر رحمه الله په نیولو به د پاکستان حرص کم شوی وای او په زرګونو طالب مشرانو نیول او په پاکستاني زندانو کې ساتلو به د طالبانو جګړه کمزوري کړی وای،‌ ولي ددي سرچپه د طالبانو جګړه او زور ورځ تر بلې زیاته شوه.

د باګرام زندان سختو شکنجو به طالبان له جګړې منع کړي وای، د ګوانتانامو جهنمي زندان به طالب مشران ویرولي وای، موږ ولیدل چې ځینې هغه بندیان چې باګرام او ګوانتانامو څخه ازاد شول بیرته د جنګ لیکو ته ولاړل او تر پخوا سخت وجنګیدل او لا هم جنګیږي.

د سولې تر نامه لاندي‌ د طالبانو د ویش هڅې

د ملامحمد رسول اړوند په کور دننه افغان سیاستوال او دحکومت برخه سیاستوال وایې چې د طالبانو د ویش او کمزوري کیدو هڅه ده چې افغان حکومت له خوا په مخ وړل کیږي. حتی داسي نظر ورکوي چې د ملامحمد رسول اخوند له پاره به په سیمییزه کچه امکانات زیات چمتو کیږي تر څو هغه قوي او ملا اخترمحمد منصور د ډلې مقابله وکړي‌،‌ هغه ډله ضعیفه کړي‌او بالاخره به د طالبانو په استازیتوب هغه وخت چې ملارسول اخوند به بیا قوي وي له افغان حکومت سره به د سولې خبرې مخکې وړي.

ځینې افغان سیاستوال دا هم وایې چې ملامحمد رسول اخوند د افغان حکومت سره پټه اړیکه لري،‌ افغان حکومت هڅه کوي چې د قومي نفوذ له امله هغه ته ځان ډیر نږدې کړي، د کندهارحکومت پلوه نوروزو مشرانو په واسطه ورسره خپله پټه رابطه ساتي.

داسي راپورونه هم شته چې د ولسي جرګې د وکیل جبارخان لیږل هلمند ته هم له همدې موضوع سره تړاو لري، حکومت هڅه کوي چې په جنوب کې نوروزي مشران وهڅوي چې ملامحمد رسول اخوند او د حکومتي چارواکو تر منځ‌ رابطه لا ټینګه کړي. جبار خان هیله درلودله چې دهغه خبرې ته به د نوروزو مشران په هلمند او فراه کې غوږ ونیسي او دهغه سره به همکاري وکړي،‌ د طالبانو منځ کې به لوی درز پیداکړي، ‌ولي ونه توانیدی.

پاتې دي نه وي چې د نورزي‌ قوم اکثریت خلک په جنوب کې له طالبانو سره ملګري‌دي،‌ او که چیرته د افغان حکومت همدې پلان کار ورکړي وای نو پرته له شکه چې طالبان به متضرر شوی وای.

ځینې سیاستوال وایې چې د ویش هڅې ممکن په راتلونکي کې نوري ستونزې پیداکړي،‌ کله چې د مجاهدینو د ګوندونو قومندانان وهڅول شول چې له خپلو رهبرانو څخه په جلا ډول عمل وکړي، کورنۍ جګړې ته لاره هواره شوه، اوس هم که د طالبانو د ویش هڅې کیږي ممکن یوه ورځ‌همدا چې امریکا او حکومت پرې په پټه سرمایه ګذاري کوي یو بله ستونزه وی، همدا اوس افغان حکومت د اربکیانو کنټرول له لاسه ورکړي، هغوی د طالب له پاره راتلونکي کې دومره ګواښ نه دی لکه د حکومت نوم چې یې په کور دننه او بهر ورته بدنام کړي، د ولس او حکومت ترمنځ‌ یې فاصله لا زیاته کړي.

طالبان په رښتیا څومره ویشلي دي؟

آیا پاکستان به د طالبانو د ویشلو پخوانۍ تګلاري‌ ته اوس هم ژمن وي؟ ځینې سیاستوال وایې چې د ایران او امریکا نږدیوالی،‌ د سعودي عربستان او امریکا ترمنځ‌ ترینګلتیا ددی لامل شوه چې سعودي‌عربستان به پاکستان ته وړاندیز کړی وي چې د طالبانو له ویش څخه ډډه وکړي.

اوس مهال ایران غواړي چې طالبانو ته ځان نږدي کړي‌، سعودي عربستان او پاکستان د ایران او طالبانو له نږدیوالي څخه ویره لري، هڅه کوي چې طالبان د پاکستان د فشارونو له کبله هومره مجبوره نه شي چې ایران سره اړیکې يې ډیرې نږدې شي.

د ایران او طالبانو اړیکو اړوند چې کوم مثبت او منفي تاثیرات به د افغانستان پر ولس،‌ سېمه او منځني ختیځ‌ ولري، ځانګړی لیکنه کوم،‌ دلته همدومره یادونه کفایت کوي.

د ملا محمد عمر مجاهد د مرګ له خبر وروسته د طالبانو له خوا ملا اخترمحمد منصور د خپل نوی‌ مشر د اعلان وروسته ځینو طالبانو د هغه د مشر توب سره ښکاره مخالفت وکړ،‌ ملاعبدالرزاق اخوند د طالبانو د وخت د کورنیو چارو وزیر،‌ ملاعبدالجلیل اخوند د طالبانو د وخت د بهرنیو چارو وزات مرستیال، ملا محمد حسن رحماني د طالبانود وخت د قندهار والي، ملا محمد رسول اخوند د طالبانو د وخت دنیمروز والي، ملا منصور دادالله او ځینو نورو.

ځینې طالب مشران د ملااخترمحمد منصور په مشرتابه راضي نه وو،‌ مخالفت یې علني ونه کړ او لا هم ارام په خپلو کورنو کې ناست دي‌ لکه د قطر دفتر مشر سید محمد طیب اغا، د قطر دفتر دوه نور غړي مولوي نیک محمد صاحب او قاري ضیاءالرحمن مدني‌صاحب، د طالبانو مشهور نظامي قومندان ملا عبدالقیوم ذاکر. داسي ویل کیږي چې د طالبانو د مشرانو لخوا اوس هم کوښښ روان دی چې د یادو کسانو وړ او سمو نظرونو ته توجه وشي او بیرته راضی کړلای شي. داچې داکار به نور څومره وخت واخلي ، داکسان به راضي شي او یا به همداسي په کور ناست وي، وخت به يې وښيې.

همدا ډول د ملامحمد عمر مجاهد وررو او زوی ملا عبدالمنان اوخوند او مولوي محمد یعقوب په لومړیو وختونو کې خپه وو، ولي بیرته یې د ملااخترمحمد منصور ملګرتیا وکړه. له دي سربیره ملا محمد حسن رحماني بیرته یوځای شو، ملا عبدالرزاق او ملا جلیل علني مخالفت ختم کړ.

هڅه کیدله چې د طالبانو په نوم بله ډله جوړه شي او مشر یې د ملامحمد عمرمجاهد زوی وټاکل شي، هغه داکار ونه کړ، بیا هڅه روانه وه چې د ملامحمد عمر مجاهد ورور مشري ومني، هغه هم انکار وکړ، او داهڅه وشوه چې ملامحمد حسن رحماني د طالبانو په نوم بېله ډله اعلان کړي،‌ هغه هم دا ونه منله، البته په دغه هڅو کې سمیېزو استخباراتو لاس درلود، برعکس د ملامحمد عمر اخوند زوی او ورور او ملامحمد حسن رحماني د ملااخترمحمد منصور سره بیعت وکی.

له څو میاشتو هڅو وروسته ملامحمد رسول اخوند په فراه کې د طالبانو په نوم بېله ډله اعلان کړه،‌ د ځان له پاره یې ملا اخترمحمد منصور دادالله، شیرمحمد منصور، ملا بازمحمد اخوند او ملا عبدالمنان نیازی مرستیالان وټاکل.

له پورته یادو کسانو څخه ځينې يې اوس یا خو بیخې نشته او یاهم زړه نازړه دي، ویل کیږي چې مشرتوب به ملاعبدالمنان نیازي ته پاتي وي.

د ملامحمد رسول اخوند د نیول کیدو د خبر په ورځ د کندز څخه ځینو وسلوالو د ملامحمد رسول اخوند ملاتړ اعلان کړی او د ملامنصور اخوند په ضد یې د جګړې اعلان وکړ، ډیری څیړونکي وایې چې هغوی چې دا اعلان کاوو د طالبانو له اصطلاحاتو سره نابلده ښکاریدل.

دا ډول په بادغیس کې هم ځینو وسلوالو د ملامحمد رسول ملاتړ اعلان کړ او د ملااختر محمد منصور پر ضد یې د جهاد اعلان وکړ، ویل کیږي چې نوموړی د اسلامي حزب پخوانی قومندان دی او له افغان دولت سره یې اړیکې درلودلي.

ځینو کورنیو رسنیو هم د یو طالب له خوا د بل طالب پر ضد د جهاد خبره په تکرار سره نشروله، هغه څه چې په تیرو ۱۵ کلونو کې د افغان حکومت د علماوو شورا جرائت ونه کړ چې د طالبانو پر ضد د حکومت جګړې ته د جهاد نوم ورکړي.

په شنډنډ کې د ملاننګیالي په نوم یو تن د ملامحمد رسول اخوند د قوماندي له ادرسه له طالبانو سره جګړې وکړي،‌ هغوی د طالبانو له خوا سخت ګوزارونه ولیدل، د افغان اردو سره یوځای شول، ناتاید شوې راپورونه دادی چې ملا ننګیالي اوسمهال کابل کې دی.

کوچنی مخالفت باید عادي‌ونه ګڼل شي

ځینې څیړونکي په دي نظر دي چې نور نو د ملامحمد رسول اخوند په نوم چې کومې ډله وه تارو مار شوه او طالبانو ته به راتلونکې کې ستونزه نه وي، آیا همدا خبره سمه ده؟

د طالبانو مشران دي د ملامحمد رسول جلاکېدل ساده نه ګڼي، او دومره ساده هم نه ده،‌ که طالبان خپلمنځي اختلافات واړه وګوري او توجه ورته ونه کړي، تیر ته په کتلو به دغه درزونه لوی شي، او بیا به یې کنټرول هم ستونزمن وي.

د امریکا تجربه په عراق کې چې د سني جګړه کوونکي مقابله یې په خپله پر سني مسلمان وکړه،‌ پوره کامیابه تجربه وه.

د امریکا او افغان حکومت تجربه چې د اسلامي حزب لوی تنظیم یې په ټوټو وویشی، په لومړي سر کې هیچا هم فکر نه شو کولای چې عبدالهادي ارغندیوال اړوند اسلامي حزب به په کابل کې دومر قوی شي چې د اصلي اسلامي حزب (حکمتیار) څخه به یو وخت لوی او قوي وي. ولي نن ګورو چې د ارغندیواول ګوند د حکمتیار د اسلامي حزب تشه ډکه کړي او حکمتیار صاحب ته افغان حکومت په هومره وزن نور قایل نه دی. ‌حتی ارغندیوال هم نه غواړي چې په کابل کې دي د حکمتیار صاحب اسلامي حزب نور په همدی نوم رسمي شي، بلکې دعوه لري چې اصلي اسلامي حزب ددوی دی، د شهادت ورځپاڼه او شفق مجله یې هم چاپوي.

هڅه به روانه وي که افغان حکومت او امریکا وتوانیږي چې ملامحمد رسول اخوند همدغسي یو حالت ته ورسیږي چې ډیر طالبان او د طالبانو په نوم کسان دهغه په شاوخوا راټول شي او که ملامحمد رسول اخوند د پاکستان زندان کې ساتل کیږي او یا له کوم بل خطر سره مواجه کېږي، دهغه پرځای به د بل چا هڅه کیږي چې د طالبانو د بلې ډلې په نوم په افغانستان کې فعال او بالاخره کابل ته راشي، ‌بیا به د طالبانو اصلي ډله همداسي پاتې وی لکه د حکمتیار صاحب اسلامي حزب، البته دا پلان دی او دا چې تطبیق به شي یا نه،‌ وخت ته به انتظار کوو.

داسي ویل کیږي چې امریکا به له عربي هیوادونو،‌ ترکیې،‌ پاکستان او ایران څخه غوښتنه وکړي چې پر طالبانو د مرستو د سرچینو په وچولو کې مرسته وکړي،‌ او که مرستي کیږي‌هغه باید د ملامحمد رسول اخوند او یا بل هر نوم جلا شوې ډلې طالبانو سره وشي. تر څو دطالبانو اصلي ډله کمزوري او د سولې خبرو ته غاړه کیږي.

داچې د طالبانو د کمزوري کیدو له پاره د پاڅونوالو،‌ اربکیانو او داعش په نوم خوځښتونو د امریکا او سیمې د استخباراتو د توقع سره سم نتیجه ورنه کړه،‌ نو اوس به د طالب پر طالب د ګوزار له پاره انتظار کوي.

ولي دا هم مهم ده که پاکستان د طالب د ویش د پروژې ملاتړ ونه کړي‌ او له دغې پروژې څخه په شا شي لکه نښې نښاني چې يې ښکاري بیا ممکن د امریکا او سمیزو استخباراتو د طالبانو د ویش او ډلو پلان هم له ناکامي سره مخ شي.

نتیجه

په ټوله کې په کار ده چې د طالبانو له خوا هم د سولې د خبرو له پاره یوه ادرس وي او د افغان حکومت له خوا هم یو ادرس وي،‌ دا ډول امریکا هم له طالبانو سره خبرو کولو ته اماده شي.

که د طالبانو د ننه د ویش هڅې کیږي او یا په کور دننه د حکومت اړوند چارواکي خپلسري حکومتونه اعلانوي‌او یا حکومت ننګوي لکه چې نښې نښانې یې په بلخ او سرپل کې ولیدلې شوي،‌ دا هڅې د جګړې د دوام او سولې مخ کې د خنډ‌په معنی دی.

سوله د ولس له پاره اړینه ده،‌ شکېل لوري جګړه کوي،‌ او یو بله به وژني خو ددوی د جګړې له امله ولس زیان ویني، په کار ده چې افغان ولس او ویش او مسؤلیت پېژندونکې افغان سیاستوال او په ځانګړي‌ ډول ځوانان د جګړې پر بېلابېلو لورو ولسي فشار راوړي تر څو سولې‌ ته چمتو شي. دا ډول له امریکا څخه غوښتنه وشي چې افغان جګړه بې مسؤلیته ختمه اعلان نه کړي‌،‌کوم څه چې په عراق کې يې وکړل،‌ کمزور اوسنی ګډ افغان حکومت د امریکا جوړښت دی،‌ باید مسؤلیت ومني او پر یو داسي حکومت هوکړې ته اماده شي چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي،‌ دا ډول د بهرنیو پوځیانو شتون په افغانستان کې د جګړې لوی او غټ‌لامل دی، امریکا باید بامسؤلیته افغان جګړه پای ته ورسوي او د خپلو پوځیانو د وتلو مهالویش هم اعلان کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x