نظــر

زه او لیکوالی – محمد سهیل شاهین

زما د یوه وروستی مضمون په اړوند،  یوه لوستونکی  په تبصیره کی  لیکلی  چی شاهین صیب خو ښه لیکوال هم دی. دغه ورور ته به  زه  ووایم چی د شورویانو د سره فوځ په خلاف د جهاد د پیل څخه بیا تر ننه پوری لیکنی کوم. خو زما لیکنی اکثره په انګلیسی  وی. د جهاد په وخت کی،  په انګلیسی ژبه د خپریدونکو  مختلفو جهادی مجلو مسئول مدیر پاته شوی یم. په پښتو کی هم لیکنی لرم. وخت په وخت د وحدت ورځپاڼی په شمول په نورو رسنیو کی چاپ شوی دی  خو کله زما په اصلی نوم او کله په مستعار نوم. له همغه  پیل څخه پدی عقیده یم چی اسلام زمونږ د ټولو رنځونو او اړتیاوو حل دی. دا اړتیاوی که روحانی وی او که مادی. خو ستونزه دا ده چی موږ د اصولو په ځای د مزاج تابع یو ځکه دا ټولی ناخوالی راپیدا شوی دی.

زه چی د جهاد په دیرش کلنه دوره،  پخپل شخصی ژوند نظر اچوم ، سره ددی ټولو لوړو زورو چی ومی لیدلی او وینم یی ، یوه ټکی ته خوشاله یم هغه دا چی تل می د الله تعالی رضا، د خپل ولس او هیواد ګټی په پام کی نیولی او په همدی نیت می ټولی هلی ځلی کړی دی. له همدی امله می هغه لاره غوره کړی چی سختی پکښی وی. په کور کی اوس هم هغه خوراک خورم چی هغه په کلی کی هم رارسیدی شی او په غره کی هم.

د شوروی اتحاد په خلاف د جهاد په دوران کی چی په پیښور کی د خارجی موسساتو او لوړو معاشونو بازار ګرم و، ما د جهادی دفتر د میاشتی پنځه سوه کلداری غوره وګڼلی. ظاهره ده چی زما غوندی اشخاص مستغنی وی. دغه استغنی یا په بله معنی بی پروایی کله، کله ستونزی هم راته پیدا کوی

عموما  زه د ځان په هکله څه  نه لیکم او خوند هم نه راکوی. پدی باره کی که نور قضاوت وکړی، هغه ترټولو ښه ده. دغه اوسنی څو لیکنی،  زما لومړنی لیکنی دی  چی د ځان په باره کی می لیکلی دی  او ددی وجه داده چی ماته داسی ښکاری ،  دلته د نسلونو ترمینځ خلا موجوده ده، پدی معنی چی دنوی نسل یوه ډله کسان  د تیر جهاد د عمومی حالاتو او  اشخاصو په اړوند تر ډیرو  نا خبره دی.  ښایی زمونږ په ټولنه کی  د موجوده  ناخوالو یوه وجه همدا وی.  ځینی داسی کسان  هم شته چی اوس د  جهاد په لومړنیو او وروستنیو  پسی ناسمی خبری کوی، پداسی حال کی چی  هغوی په   هغه وخت کی دنیاته هم نه و راغلی چی دغه کسان د وطن د ازادی او واقعی اسلامی نظام د جوړولو په سنګر کی ولاړ وو.

دا دیرش کاله پخپل ولس ژړیږم او دردیږم. کاشکی زموږ په ټولنه کی د ځینو کسانو شعارونو سره مینه کمه او د عمل سره زیاته وای. د تورونو لګولو عادت مو هم پریښی وای یا یی پریږدو. حق مو منلی، ویلی او پاللی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x