ادبي لیکني

د آزادۍ ( ناوې) لا نه ده جوړه

امين وردګ

زه تېرېدمه د ګودر له غاړې
وږى وم تږى ومه
ستړى ومه
د دنګ چنار ونې پنا راکړه مېلمه يې کړمه
اور مې په زړه کې تاوېده له پښو مې سېک تللى ٶ
خو پورې کلي ته مې پام شو چې په دوړو پټ دى
پورې په ګلو کې د سرو غوټيو څنګ کې هلته
د پايزيبونو شرنګهار راغى
لکه سپوږمۍ غوندې رڼا پرېوته
ماوېل که څنګ ته مې خپل يار راغى
زړه مې په څړيکو شو په چيغو شومه
پورته شوم پرېوتم ماشوم غوندې شوم خوب راغى
اوښکې مې راغلې ليونتوب راغى
ګورم چې هلته ناوکۍ ولاړه
دنګه يې ونه ده نرۍ يې غاړه
همدا ګلونه دي هارونه دي نو
ځوانان سلګۍ وهي آهونه دي نو
تورې پړکيږي شرنګ شرونګ دى وينې هم بهيږي
په دغه وخت کې مې لږ پام شو چې پوښتنه وکړم
عزم مې ټيګ شو اراده مې داسې ټينګه وکړه
د يوه ښکلي څنګ ته ځمه څو لږ ځان پوه کړم
او زه چې پوه شوم بيا تکل لرم جهان پوه کړم
ورته مې وويل نو…
ښکليه ! چې ولې دا د وينو ويالې بهيږي
ولې دا ټولې کوڅې سرې بهيږي
آخر دا څه راز دى دا څه کيسه ده
ولې دا ټوله ځمکه تکه سره ده
او دا په غاړه کې چې هار لري دا څوک بولې ته
ما پدې حال پوه کړه چې زړه مې نور طاقت نه لري هله کنه ؟
ښکلى هم شين شو له خندا چې زه ډېر وخت نه لرم زه هم ځمه
خو هغه مخامخ ولاړه چې ده سپينه چې ده
هغه چې ښکلې ده نازکه نازنينه چې ده
ګوره چې پام د وي همدغه زموږ وينې غواړي همدغه ښکلې رنګينه د (آزادۍ ناوې) ده
دا به په وينو د همدې ښکلو ځوانانو بيايو
خو شرط يې دا دى چې لا نده جوړه
هو او همدا د آزادۍ ناوې لا نه ده جوړه.د آزادۍ ( ناوې) لا نه ده جوړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x