افغانستان

پروان: سلګونو لاریون کوونکو د امریکایانو د وتلو غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۰مه، ۱۳۹۵ل): پروان کې وروسته له هغه سلګونه تنه د امریکایانو پر ضد لاریون ته را ووتل چې په دې ولایت کې مېشتو امریکايي عسکرو یو تن د خلکو تر مخ وواژه.

د پروان په بګرام کې مېشتو امریکایانو تېره ورځ د بخشي خېل په سیمه کې ۲۲ کلن ځوان محمد حضور پخپل باغ کې ضربه کړ.

د بخشي خېل اوسېدونکي وايي چې محمد حضور پخپل باغ کې په کار بوخت و، چې امریکايي عسکرو په نښه او ځای پر ځای يې شهید کړ.

د یادې سیمې سلګونو اوسېدونکو د امریکایانو پر ضد لاریون وکړ او له افغانستانه يې د دوی د وتلو غوښتنه کوله.

د لاریون یو تن ګډونوال رسنیو ته ويلي چې دوی د امریکایانو له موجودیته په تنګ دي، ځکه چې هغوی په سیمو کې بد اخلاقي خپروي او ګڼ جنايي جرمونه يې ترسره کړي دي.

هغه وویل، چې دا لومړی ځل نه دی چې امریکايان ولسي وګړي په نښه کوي بلکې پر افغانستان د امریکا د یرغل له پیله تر اوسه داسې لسګونه پېښې شوې دي، خو ټولې بې پوښتنې پاتې شوي دي.

دې لاریون کوونکو چې « مرګ پر امریکا!» او « مرګ د ملي وحدت پر حکومت! » شعارونه ورکول، موجود حکومت يې د امریکا لاسپوڅی ګاڼه او پر دې يې ملامت کړ چې له امریکایانو نه د خپل ولس پوښتنه نه شي کولی.

ياده دې وي د جګړې له پیله تر اوسه ګڼو امریکايي پوځي مسوولینو اعتراف کړی چې دوی پر ولسي وګړو ډېر وخت د نښې ویشتلو تمرین کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x