naseehat

دمومن احترام

عبدالله بن عمر رضي الله عنه وایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم منبر ته وخوت او په لوږ غږ سره یې اواز وکړ : ای هغو خلکو چې په ژبه مو ایمان راوړی ده ، او زړه ته مو ایمان
نه ده رسیدلی ، مسلمانانو ته ضرر او تکلیف مه رسوئ ، هغوی ته پیغور مه ورکوئ ، د هغوی په سپکه پسې مه ګرځئ ، ځکه څوک چې د خپل مسلمان ورور سپکه غواړي او عیبونه یې لټوي ، الله به هغه سپک کړي ، او الله جل جلاله چې دچا دسپکولو اراده وکړي ، هغه به شرمنده کوي ، که په خپل کور کې د ننه وي هم .

عن عبد الله بن عمر، قال: صعد رسول الله صلى الله عليه وسلم المنبر، فنادى بصوت رفيع، فقال: (يا معشر من قد أسلم بلسانه، ولم يُفْضِ الإيمان إلى قلبه، لا تؤذوا المسلمين، ولا تعيروهم، ولا تتّبعوا عوراتهم، فإنه من تتّبع عورة أخيه المسلم تتبع الله عورته، ومن تتبع الله عورته يفضحه ولو بجوف رحله). أخرجه الترمذي (2032) وابن حـبان (5763) والبـغوي في شرح السنة .

راوي وایې : د دې حدیث راوي عبدالله بن عمر رضی الله عنه یوه ورځ بیت الله ته وکتل ، او ویې ویل : څومره لویه یې او څومره لوی حرمت او احترام دي ده . خو د الله په نزد د مومن حرمت او احترام ستا نه زیات ده . ونظر ابن عمر يوماً إلى البيت أو إلى الكعبة، فقال: “ما أعظمك وأعظم حرمتك، والمؤمن أعظم حرمة عند الله منك”.

متاسفانه موږ په ټولنیز ژوند کې یوه بل ته په احترام او درنښت کې ډیر کمزورې یو ، لکه له لوړ روایت نه چې معلومه شوه مومن د الله په نزد څومره احترام او درنښت لرې . لوی څښتن مو دې د مسلمان په اخترام پوهه کړي .

 

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د