لیکوال: حاجي غلام محمد معصومي

ډیموکراسي چیري ده؟

حاجي غلام محمد معصومي

د ولسمشر کرزي په مشرتوب د نوی اداری د جوړیدو وروسته د اساسی قانون له مخی به هرو ۵ کالو کی د ولسمشری ټاکنی او همدارنګه هر ۵ کاله ورسته به د پار لمان ټاکنی او همدارنګه د ولسوالی او ولایتی شوراګانو ټاکنی به هم په خپل وخت د قانون له مخی کیږی خو د حامد کرزی د حکومت وروسته چی خارجیانو نوی ګډ حکومت جوړ کی، نو اوس خلګ په دیموکراسی او د بیان پر ازادی باندی ډیر باور نه لري چی موږ بیا وانتخاباتو ته ضرورت لرو او خلګ د انتخاباتو د کمیسیون او د انتخاباتو د طرز العمل ته د شک په سترګه ګوری، خو افغان دولت ته په کار ده چی دغه د بې باورۍ روانه فضا د ختمولو لپاره کوټلی ګامونه پور ته کړی، هر  کله چی امنیت نه وی په سیمه کی هلته انتخابات ناشونی دی او دا امنیت دی چی خلګو ته د کار، د حکومت د ټنګښت او نظام ته د بقا لاره روښانوي.

په دې وروستیو کي د انتخاباتو د کمیسون ریس نورستاني استعفا منظوره سوه او ویل کیږی چی د ګډ حکومت د فشار له مخی یی اړ کړی دی چی خپله دنده پریږدی او که دا کمیسون ته یو کس چی هغه هم د کمیسون غړی نه وی یعنی د حکومت له خوا بل کس معرفی سی دا په دی معنی ده چی د خلګو اعتماد نور هم پر دی کمیسون کمیږی او ډیره به ګرانه وی چی حکومت بیا د انتخاباتو لپاره داسی لاری چاری پیدا کړی چی د خلګو باور ورباندی ټینګ سي، نو دلته ډیموکراسی مړه او خلک به ټول د بهرنیانو خوا ته ګوری چی دوی بیا څه وایی؟

او کوم وخت به وي، چي امریکا خپل دباندنیو چارو وزیر راولیږي او زموږ مشران یو او بل ته د قناعت ظاهري سرونه وښوروي او ګډ حکومت به هم جنګ کوی او هم به د سولی خبری کوی.

نړیوال به موږ ته وایی چی تاسی خپله نه سره جوړیږی زموږ تر هغه وخته چی داسی حالت وی خپل کومکونه لږوو یا یی یو مخ بند و دا چی نه مو اقتصاد سم سو، نه مو حکومت، نه مو تعلیم وکړی او نه مو امنیت جوړ سو، نو خپل خوار ولس ته ښکاره خبره ده چی هم به دولت سر ګردانه وی او هم به ولس.

په داسي یو سرګردان حالت کي به خارجیان زموږ شخړو او خپلمنځي ژورو اختلافاتو ته د خوشحالۍ لاسونه ټکوي.

هره ورخ به په سلګونو افغانان د ډیموکراټ او طالب په بیلا بیلو نومونو وژل کیږي

د ګډ حکومت د جوړیدو څخه وروسته په افغانستان کی ټول خلګ سرګردان او خپل لار او ګودر ځیني ورک دی، حیران دي څه وکړي؟

څوک د یوې دقیقې د خوشحالۍ او یو نس ډوډۍ لپاره اروپا ته ځغلي، خو څوک بیا بیرته هیواد ته راروان دي نه پوهیږي، چي راتلونکی به څه وي؟

څوک په نظام ګډیږي او څوک له نظام سره په مخه ښه کوي، څوک د جګړې لپاره د غرو سرونو ته خیژي او څوک بیا د دغه نظام د نړېدلو لپاره شپې سبا کوي، چي یو بل نظام يې د امریکا ترسیوري لاندی ځای ونیسي.

خدايه ! ته مو ناره واورې او پر حال مو رحم وکړې

د یو داسي زرغون افغانستان په هیله، چي هلته هیڅ امنیتی ستونزه نه وي.

(امین)

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د