افغانستان

داودزی: د بشير احمد ریان قاتلین باید محاکمه شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۰مه، ۱۳۹۵ل): د کورنیو چارو پخوانی وزیر ښاغلی محمد عمر داودزي په کندهار کې د ځوان خبريال، لیکوال او ژباړن بشير احمد ريان پر مړينه خواشيني څرګنده کړې او د هغه د قاتلینو د محاکمې غوښتنه يې کړې.

داودزي پخپله رسمي پاڼه د خواشينۍ خبر خپور کړی او پر ولسمشر يې غږ کړی چې د ریان د شهادت د پېښې د څېړلو لپاره یوه کمېټه وګماري.

«موږ د ښاغلي ریان د دیندارۍ او تعهد له مخی چی دوطن پر وړاندی یې درلود، د افغانستان د اسلامی جمهوریت ولسمشر څخه په کلکه غوښتنه کوو چې د پیښې د څېړنې لپاره یوه کمېټه وګماري او د پېښې عاملین دې محکمې ته ور وپېژني.»

عمر داودزي ریان یو ژمن، مسلمان او په وطن مین ځوان یاد کړی او په دې غم کې يې د هغه له کورنیو، فرهنګیانو او خبريالانو سره ځان شریک ګڼلی دی.

د کورنیو چارو پخواني وزیر پر خبریالانو او د بشري حقونو پر کمیسسیون هم غږ کړی چې د دې جنایت پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.

«همدا راز د بشر حقونو خپلواک کمیسیون او د خبریالان د دفاع کمیټو څخه مو هم غوښتنه ده، چی د پیښی په اړه چوپ پاتې نشي او د دی پیښې د څیړنې لپاره مثبت او کوټلي ګامونه پورته کړي.»

بشير احمد ریان نږدې درې میاشتې وړاندې د ازموینې له ډګره ویستل شوی او تېره ورځ يې جسد وموندل شو، چې د شکنجو نښې پرې څرګندې وې.

نوموړی د مشهور لیکوال انجینر عبدالله ګل ریان زوی او د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکی و، چې په کندهار پوهنتون کې يې دري ادبیات لوستل، پر محصلۍ سربېره په انلاین ژورنالیزم کې بوخت و او فرهنګي ډګر کې يې ۱۷ چاپ او ناچاپ اثار تر شا پرېښودل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x