نړۍ

سعودي سږکال لږ شمیر حاجیان قبلوي

makka

د سعودي د دیني چارو وزارت پریکړه کړې چې سږکال به د حاجیانو په شمیر کې کموالی راولي.

چارواکو د دې پریکړې سبب هغه تعمیراتي چارې بللي چې دا مهال د مکي حرم په احاطه کې د مسجد د پراخولو په موخه ترسره کیږي.

سعودي حکومت پریکړه کړې چې د بهرنیو حاجیانو د پنځو برخو څخه یوه برخه کمه کړي، او د داخلي حاجیانو په شمیر کې نیم په نیمه کموالی راولي.

پروسږکال تر ۳ میلیونو زیات حاجیان د حج د فریضې د ادا کولو لپاره مکې مکرمې ته تللي و.

د سعودي واکمنې کورنۍ په وروستیو کلونو کې بلیونونه ډالره د حرمین شریفینو په پراخولو او د امنیتي چارو د ښه کولو په موخه لګولي دي.

د سعودي سترې محکمې ویلي چې د حرم شریف په مسجد کې روانو تعمیراتي چارو، او هغو امنیتي ستونزو ته په پام سره چې ممکن د زیاتې ګڼې ګوڼې له کبله رامینځ ته شي، د حاجیانو په شمیر کې کموالی راوستل شو.

په مدینه منوره کې د نبوي مسجد چارواکو هم دا خبره تایید کړې او ورته څرګندونې یې کړي دي.

دا پریکړه په داسې وخت کې ترسره کیږي چې د سعودي حکومت په دې هیواد کې د خپریدونکي وایروس (کورونا) د مخنیوي لپاره پراخې هڅې په لار اچولي. 

د تیرې شنبې په ورځ په قاهره کې د روغتیا نړیوال سازمان په غونډه کې روغتیاپالانو د نړۍ په هیوادو غږ وکړ چې د کورونا خطرناک وایرس د خپریدو د مخنیوي لپاره باید په هغو ځایونو کې لازم ګامونه پورته کړي چې خلک په کې په زیات تعداد او د ګڼې ګوڼې په شکل راغونډیږي.

خو د روغتیا نړیوال سازمان د حج مراسمو ته اشاره نه ده کړې، او هم یې نه دي ویلي چې لازم ګامونه به څه وي.

کورونا یو نوی کشف شوی وایروس دی چې د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۲ کال په ډیسمبر کې د یو مصري ډاکټر له خوا وپیژندل شو.

څیړنو ښوولې چې سعودي عربستان د هغو هیوادونو په سر کې قرار لري چې د کورونا وایروس په کې پیدا کیږي. په سعودي کې ۶۲ کسان په دې وایروس اخته دي، او ۳۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د احصائیو له مخې په بریتانیه او ایټالیا کې ۳، ۳ کسان، په تونس، اردن، او قطر کې ۲، ۲ کسان، او په متحده عرب اماراتو کې یو کس له دې وایروس څخه رنځ وړي.

روغتیايي متخصصین وايي اسهال، ټوخی، پرینجی، د پزې بندش، تبه، سابندي او داسې نور د کورونا مرض نښې او علامې دي.

خو تر اوسه ددې مرض علاج او یا وقایوي واکسین نه دی موندل شوی.

که څه هم سعودیان د حج په مراسمو کې د کورونا وایرس د انتشار په اړه سخت اندیښمن دي، خو سعودي چارواکو په څرګندونو کې دې موضوع ته هیڅ اشاره نه ده کړې، او د خپلې ورستۍ پریکړې یوازینۍ وجه يې په حرم شریف کې تعمیراتي کارونه ښوولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x