ادبي لیکني

که غواړې ژورنالېست شې!

ليکنه: جاويد چوهدري
ژباړه: ظاهر عمار

که غواړې ژورنالېست شې؛ نو لاندې پنځه کارونه وکړه او دا بايد ستا نه هېرېدونکي عادتونه شي:

۱. مطالعه، مطالعه بايد ستا داسې عادت شي لکه د سهار ناشته یا غاښونه برس کول، درې ډوله کتابونه مطالعه کړه: لومړی، تازه چاپ شوي سياسي کتابونه، لکه نن سبا د رابرټ ګېټس ډيوټي نومی کتاب ډېر مشهور دی.

دويم، هغه کتابونه چې ستا د زېږېدنې او ابتدايي زده کړو پر مهال بازار ته راغلي وو، دا ډول کتابونه سياسي، جفرافيايي او ادبي هم کېدای شي.

درېیم تر خپلې زېږېدنې شل کاله مخکې چاپ شوي کتابونه مطالعه کړه، دا ډول کتابونه ستا په علم کې زیاتوالی راولي او که له فېکشن او ادب سره مينه لرې؛ نو که کېدای شي چې لس شل فيصده ادبي کتابونه هم مطالعه کړې.

بايد لږ تر لږه د ورځې دوه ورځپاڼې حتماً مطالعه کړې، له تا سره بايد یوه ډايري موجوده وي او په کتابونو او ورځپاڼو کې چې دې کوم څه خوښېدل، په هغې کې يې ليکه، له دې سره به دې له دماغو د معلوماتو خزانه جوړه شي.

۲. د ځان له پاره درې تنه ايډيال خبريالان وټاکه چې یو يې اردو ژبی، بل انګرېز او درېيم يې نړيوال شهرت لرونکی وي. ته بايد د دوی ټولې لیکنې، کتابونه او په شخصي ژوند پورې تړلي مسايل مطالعه کړې، بیا ورسره په مناسب وخت کې د ليدنې هڅه هم وکړه، شاګرد يې جوړ شه او لارښوونې يې په سر سترګو ومنه.

۳. ژورنالېزم څلور اساسي څانګې لري، ايډيټنګ (بيا‌کتنه)، رپورټنګ (راپور ورکَوَنه)، رائيټنګ (ليکنه) او شوټنګ (ثبتول). د ژورنالېزم نورې ټولې څانګې له همدې څلورو څانګو راوتي، ته بايد له دوی نه يوه ځان ته غوره کړې او بيا پکې د پوره برلاسۍ هڅه وکړې.

۴. اړيکې جوړول، که ته له مختلفو سیاسي او عامو خلکو سره د اړيکو په جوړولو کې بريالی نه شې؛ نو ګرانه ده چې ژورنالېست شې.

۵. ژورنالېزم یوازې يوه دنده نه، بلکې يو ډول لېونتوب دی ترڅو چې يې لېونتوب ونه بولې، پکې بريالی کېدای نه شې.

خشونت سنګ د هند لويې وچې يو ژورنالېست و، په د ۲۰۱۴ کال د مارچ په شلمه د ۹۹ کالو په عمر مړ شو، د هغه عادت و چې همېشه به يې د شپې اته بجې ډوډۍ خوړله او لس بجې به ويده کېده او سهار ۴ بجې به له خوبه راپاڅېده.

د خشونت سنګ دې عادت هغه د ۳۵ کتابونو ليکوال او د هند لويې وچې تر ټولو لوی ژورنالېست کړ، نو ته هم کولای شې چې د خشونت سنګ په څېر يو بريالی ژورنالېست شې، خو په دې شرط چې د هغه دا عادت خپل کړې!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x