شعـــــرونه

غزل: رياض الله ماليار

رياض الله ماليار

د ژوند کیسه مې په تیاره کې وه ړنا شوه بېرته
یعنې هینداره رانه ورکه وه پیدا شوه بېرته

تاته که هر څو مې بد بد وکتل ښه شوه کنه!!
ځانته که هر څو مې ښېرا وکړه دعا شوه بېرته

خیر که زه هم ترې مرور ومه پخلا خو شومه
خیر که له مانه مروره وه رضا شوه بېرته

سلسله ژوند وو خو د دوو ټنګو خوند یې نه وو
اوږده لېکنه وه په دوه ټکو معنا شوه بېرته

هغه خبره مې په زړه وه چې یوازې ښه یم
هغه خبره مې په خوله راوړه خطا شوه بېرته

مالیاره! ژوند مې یې بې تانه مې ژوند هیڅ هم ندی
درسره مینه لرم شکر دی ګوا شوه بېرته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x