fbpx
mujahideen

د طالبانو اصلي قوت او د کامیابۍ راز

په داسي حال کښي چي د نړی ټول اسلامي او غیر اسلامي هیوادونه د واک، ځواک او قدرت په تلاش کښي دي، هر یو پدې هڅه کښي دی، چي داسي قوت تر لاسه کړي، چي بل هیواد ترې برخمن نه وي.

همدې مقابلې ته په کتو سره د دنیا پنځه لوي ځواکمن هیوادونه چي ځان واکمن هم بولي، امریکا، چین، روسیا، برطانیه، او فرانسه ګنل کیږي، په ځانګړې توګه دغه هیوادونه د خپلي کلنۍ بودیجې یوه لویه حصه د دفاع په ټینګښت او د ځواکونو په تقویت مصرفوي.

تر ټولو ډیره دفاعي کلنۍ بودیجه د امریکا له خوا په مصرف رسي، چي د کلنو په تفاوت سره اوسنۍ اندازه یې 700 بلیونه ډالرو ته رسیږي. ورپسې چین 166 بلیونه ډالره دفاعي کلنۍ بودیجه لري، او روس 90 بلیونه ډالر د ځواکونو په پیاوړتیا مصرفوي، او 60 بلیونه ډالر بیا د برطانیه له خوا په مصرف رسي، او 59 بلیون ډالره فرانسه د خپلي دفاع او ځواکونو د پياوړتیا لپاره ځانګړي کوي. چي دغه ټولي هلي ځلي د مادیاتو د تقویت او وسائلو د پيشرفت سبب ګرځي.

ددې نه علاوه یو بل مهم عامل چي د یو پياوړي ځواک او سر لوړي هیواد سبب ګرځي، هغه معنویات دي چي په دې عامل باندي نه تنها مسلمانان بلکي کافران هم باور او یقین لري.

د مسلمانانو په تاریخ کښي چي څومره جنګونه شوي، ټول په معنویاتو ګټل شوي، نه په وسائلو.

صحابه وو به د وسائل استعمال هم کولو خو جنګ به ئې په معنویاتو ګټلو، ځکه چي ددوی د وسائلو پرتله به د مخالف لوري سره په هیڅ توګه نه کېدله، خو متاسفانه اوس مسلمانانو د مادیاتو او د وسائلو دومره تر تاثیر لاندي راغلي چي د معنویاتو څخه یې یقین ختم شوی.

خو د همدې وسائلو او ټیکنالوژي په زمانه کښي ستاسو پام داسي معرکې ته اړوم چي ظاهرا خو د ځواکمن او بې ځواک تر منځ ده، خو په اصل کښي د مادیاتو او معنویاتو جنګ دی، چي بری به هم ان شاء الله لکه تاریخ چي ګواه دی د معنویاتو په برخه وي.

۱۲کاله وړاندي د نړی درې لویو ځواکمنو او په لسګونه نورو هیوادونو د امریکا په مشری د نړی په یو خوار، غریب او کوچني خو با ایمان، با عزت مسلمان هیواد افغانستان باندي یرغل وکړ، او د طالبانو اسلامي نظام یې ړنګ کړو، او ټولو اسلامي هیوادونو ظاهري حالت ته په کتو سره ددې کار سره کوم مخالفت هم ښکاره نه کړ.

بش چي افغانستان ته د یوې نرمي مړۍ فکر کاوه، د کانګریس څخه یې صرف د 20 بلیونه ډالرو غوښتنه وکړه، خو خبر نه وو چي دا جنګ د مادیاتو او معنویاتو دی.

مادیات ختمېدونکي دي، خو معنویات نه ختمېدونکي او لا پياوړي کېدونکي دي.

هماغه وو چي دا جنګ د یو کال پر ځای دولس کلن شو، د 20 بلیون ډالرو په ځای 637 بلیون ډالرو ته ورسید، او د زرهاو عسکرو تلفاتو سربیره.

ددې مقاومت سره دوی څرنګه مخامخ شول او چا مخامخ کړل، یقینا چي دا افغان ولس وو، چي په لاس خالي خو په معنویاتو سمبال، په پښو لغړ خو ارادې یې د غره سرکول، په تن بې جامو خو استقامت یې د وسپني دیوال، کفن په سر او ګوانتانامو ته تیار وو.

دغه غیرتي ولس په بې وزلۍ او بې چارګۍ کښي یې د دین حکم ته لبیک ووایو، او په جهاد یې لاس پوري کړ، او داسي قرباني یې ورکړې چي د افغانستان په تاریخ کښي یې مثال نه درلود او په فدائي بریدونو سره یې ددنیا ټولي ټیکنالوژي ته ماتي ورکړه، او د نن عصر فرعون یې تر نیله رسولی چي د څو نورو ګوزارونو سره به یې نیل ته ګوزار او د دنیا جهان لپاره عبرت وګرځوي.

نو د طالبانو اصلي قوت دغه فدائي مجاهدین دي، چي په لوړو معنویاتو سره د الله تعالی په حکم دښمن ته مرګوني ګوزارونه ورکوي، او ځانونه د شهادت لوړي مرتبې ته رسوي، او د طالبانو د کامیابۍ راز په شریعت باندي منګولي ټینګول او د جهاد فریضه ادا کول دي، چي په دې سره ددوی معنویات همیشه پياوړي وي، او د دښمن مادیات او وسائل ددوی په مخ کښي خنډ نشي جوړیدلی.

نو زما امید دی چي طالبانو خپل قوت او د کامیابي راز درک کړی وي، او همیشه دېته متوجه وي چي داسي قدم پورته نه کړي چي د مسلمانانو په معنویاتو منفي تاثیر او ددوی قوت زیانمن کړي او زمونږ به دا دعا وي چي الله تعالی د دوی په دې سپیڅلې مبارزه کښي کامیاب او په افغانستان کښي د یو واقعي اسلامي نظام پلې کیدو سبب وګرځوي.

لیکوال: ابو حدیر

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د