fbpx

پر ماشومانو تر ټولو بد اغیز کوونکې ۱۰ جملې

 قاسم امیري

کومې جملې چې والدین (مور او پلار) د خپلو ماشومانو سره د خبرو کولو لپاره ترې کار اخلي؛ د ماشومانو لپاره خورا ارزښتناکې دي او په نېغه د دوی په تربیت، اند، راتلونکي شخصیت او روان اغېزمن کوي.
نو هڅه وکړئ، له ځینو ناسمو او ناراحت کوونکو جملو له ویلو په کلکه ډډه وکړئ!

د ماشومانو روزنه ساده کار ندی، بلکه زیار او محنت غواړي. تاسو هر یو مکلف یاست بلکه ستاسو ستر رسالت دی چې خپل ماشومان مو په بشپړ سالم تربیت او منونکي شخصیت ټولنې ته د راتلونکي نسل په حیث وړاندې کړئ. پکار ده چې د خپلو ماشومانو په وړاندې پخپلو کړنو او خبرو کې له پوره احتیاط کار واخلئ! دلته د نمونې په ډول له سلګونو هغو ناسمو جملو او عبارتونو یواځې لس هغه بارزې جملې راوړل شوې چې له بده مرغه په پراخه کچه د والدینو لخوا کارول کېږي، پرته لدې چې په خطرناکو اغېزو او عواقبو یې غور وشي.

۱: “پرېږده دا کار زه پخپله ترسره کوم!”

طبیعي خبره ده چې غواړئ د خپلو ماشومانو کړنې تر خپل تسلط لاندې وساتئ. له دوی سره په کړنو کې مرسته وکړئ تر څو په دوی په راتلونکي کې په چارو پوه او مسوولیت منونکي را لوی شي. خو دې ټکې ته مو ندي پام چې ماشوم ته د دوی د ظرفیت په کچه د چارو سپارل نه یواځې مهم دي بلکه اړین دي. د بېلګې په ډول: مور غواړي د خپل ماشوم د خوب بستره ټوله کړی، همدارنګه هر سهار له خوب څخه د راپاڅېدو وروسته یې کوټه منظمه او پاکه کړي… او داسې نور

که چېرې د والدینو دا شان معاونت دوام وکړي؛ ماشوم به یې هېڅکله پدې ونه توانېږي تر څو په خپلواکه توګه د عمل ابتکار پخپل لاس کې واخلي ځکه چې دوی ته اصالتا یو ډول ناسمه مفکوره لېږدول کېږي چې ګواکي دوی د دې کارونو د سرته رسولو وړتیا نلري. یا دا چارې د دوی مسؤولیت ندی، یا مور په هر حال دنده لري چې د خپل اولاد بستره ټوله کړي… پدې اړوند والدینو ته لازمه مشوره ورکول کېږي چې: په تدریج سره د چارو واګې خپلو ماشومانو ته ولېږدوي خو د چارو ارزیابي یې بیا هم پخپل واک کې وساتي تر هغو چې د بیا بیا تکرار په وجه د تېروتنو د اصلاح په موخه نیوکې ومني.

۲: “ژاړه مه!”

ماشومان باید د خپلو احساساتو په بیان کې خپلواک او آزاد وساتل شي. کله چې تاسو خپل ماشوم ته وایئ چې: “ژاړه مه!” په حقیقت کې تاسو هغوی ته دا مفهوم لېږدوئ چې ژړل د دوی ناسم کار دی حال دا چې ژړل د نورو بشري ځانګړتیاؤ او خصلتونو په څېر په بشپړ ډول طبیعي عمل دی. دا سمه ده چې هېڅ مور او پلار به د خپلو ماشومانو ژړل ونه زغمي او دوی هم پوهېږي چې د ژړا اوږدېدل آن د ماشوم روغتیا ته زیان رسوي، او د ژړا پر وخت د نورو لخوا بي پروایي یا د ډاډګېرني نشتون د دوی د انزوا او مایوسۍ سبب کېږي خو لازمه مشوره دا ده چې: ماشوم د ژړا په وخت په نورو بوختوونکو ساتیریو اغفال شي او پدې ترتیب یې د ژړا مخنيوي وکړي او د وخت په تېرېدو یې پدې پوه کړي چې ژړا یواځینۍ د حق غوښتنې چیغه اود حل لار نده.

۳: “ولې نشې کولئ چې د پلانکي پشان شې؟”

د یو ماشوم لپاره تر دې ځورونکې بله خبره نشته چې: د ده څخه یې ورور، خور، د کاکا زوی، د کاکا لور، د ماما زوی، د ماما لور او نور خپلوان غوره وبلل شي. د دې پرځای پکار ده چې د ده مثبتې او منحصر په فرد ځانګړتیاوې ورته ور په ګوته شي چې دا کار به د نوموړي د لا هڅونې او ترغیب سبب شي. د ماشومانو په وړاندې د توپیري چلند بل لوی زیان دا دی چې: ماشوم له هغو نورو ماشومانو یا ماشوم په وړاندې چې پرتله شوی او ترې کمزوزی ګڼل شوی؛ د حسادت او بغض لاره خپلوي چې په راتلونکې کې ترې عقدمن انسان جوړيږي هغه عقده چې د کمزوری پوهاي له کبله په غیر شعوري ډول د والدینو لخوا ورته تلقین شوې.

۴: “آیا ډاډه یې چې غواړې هغه وخورې، ته هغه خوړلی شې، هغه چلولئ شې…؟”

پرځای د دې چې د ماشومانو په وړاندې له مخکې قضاوت وکړو یا یې په اړه له ګومان او شک څخه ډکې څرګندونې وکړو؛ باید له دوی سره د هغوی د خوراک، څښاک، جامو، خوراکي عادتونو، د خوښې وړ خوړو، د خوښې وړ جوس، د خوښې وړ لوبو، د خوښې وړ کارټوني فېلم، د خوښې وړ ورزشي لوبو، د خوښې وړ ملګرو او د خوښې وړ ساتېري توکو په اړه مشوره او د نظر مبادله وکړو. ځیرک او والدین به د خپلو ماشومانو بارز ټکي خامخا یادداښت کوي. د والدینو درک او له مخکې پوهاوی د خپلو ماشومانو په وړاندې باید کټ مټ د دوی د خوښې او میل مطابق وي چې دا کار یواځې هله ترسره کېدای شي؛ کله چې د خپلو ماشومانو مقام ته په پوره درناوي قایل شو او لدوی سره د دوی د شخصیت په اړه بحث وکړو د دوی د شخصي تمایلاتو او ذوق په اړه پوه شو او ځینې وخت د لا مورال ورکولو لپاره ترې د لاملونو او اسبابو پوښتنه وکړو او په پای کې خپلې د اړتیا وړ مشورې او نظرونه د یو ملګري پشان ورسره شریک کړو.

۵: “ته صبر وکړه چې پلانکی کور ته راشي.”

غالبا دا جمله د میندو لخوا خپلو ماشومانو ته داسې وخت کې ویل کېږي، چې وغواړي خپل ماشومان له ځینو کړنو وبېروئ او دوی ته د راتلونکي ممکنه حساب او کتاب یا ګواښ په اړه تلقین وکړي. خو د دې جملې له ویلو سره دوه عمده زیانونه تړلي. لومړی دا چې: د ماشوم تنبیه تر ټاکل شوي وخت ځنډول کېږي او ماشوم هم تر هغو خپلو تېروتنو ته ادامه ورکوي. دویم دا چې: د دې جملې ویونکی پدې اعتراف کوی چې پخپلو ماشومانو تسلط نه لري.

ماشوم ته هر وخت پرته د وخت ورکولو یا د بل پواسطه د ګواښولو پرځای د ناسمو کړنو په اړه ګوتڅنډنه وکړئ او له وهلو ډبولو پرته یې له سرغړونو راوګرځوئ!

۶: “هېڅ خبره نده، ته ښه یې، دومره جدي هم نه ده، هسې د ځان اچولی.”

کله کله د والدینو د لخوا خپلو ماشومانو ته د دوی د ناسم وضعیت، ناروغۍ، ویرې، لوېدلو او دېته ورته حالاتو سره سره داسې خبرې کېږي چې ماشوم د ژور خپګان او ناهیلۍ احساس کوي. ماشوم تمه لري چې د مور یا پلار لخوا یې ناسم او له کړاو څخه ډک حالت درک شي او د حل لارو په اړه یې ډاډګېرنه ورکړي نه دا چې د ماشوم ځور ناڅیز یا دروغ وګڼل شي. له بده مرغه ځینې والدین فکر کوي چې دوی خپلو ماشومانو ته د داسې جملو په ویلو لا روحیه ورکوي حال دا چې نه؛ بلکه دوی د خپلو ماشومانو د سختې ناهیلۍ او ژور خپګان او بالآخره رواني ناروغۍ سبب کېږي.

۷: “زه ژمنه کوم. زه قول کوم، زه شرط در سره تړم” …

مخکې لدې چې خپلو ماشومانو سره د ژمنې یا شرط په اړه پرېکړه وکړئ؛ ښه غور وکړئ چې آیا خپله ژمنه ترسره کولی شئ؟ په یاد مو وي چې په ژمنه عمل نه کول، یا د شرط بایللو سره سره له خپل تعهد سرغړونه کول یا ماشوم ته د نن او سبا ژمنه بیا بیا تازه کول… ټول هغه خطرناک موارد دي چې د ماشوم اعتماد نه یواځې د خپل ځان په وړاندې بلکه په عامه کچه د نورو په وړاندې هم زیانمنوئ او د اعتماد زیانمن کېدل؛ ستاسو لپاره ترټولو ستره ضایعه ده چې بېرته لاس ته راوړل یې ناممکن یا ډېر ستونزمن دي او ډېر وخت ته اړتیا لري. لازمه مشوره دا ده چې: د “ژمنه کوم…” پرځای د “هڅه کوم” یا د دې معادلې جملې وکارول شي.

۸: “هغه ….لېونی، لېونۍ دی/ده.”

که په رښتیا غواړئ چې ستاسو ماشوم خپل ورو یا خور ته د لیوني/لېونۍ یا دېته ورته نور قبیح صفتونه ونه کاروي؛ تر ټولو د مخه تاسو پخپله د داسې صفتونو له ویلو په کله ډډه وکړئ! که څه هم ځینې داسې صفتونه په ناز او مینه کې ماشومانو ته کارول کېږي خو ډېر تکرار یې د معمول کېدو او ترویج لپاره لاره هواروي او بیا نو له کور بهر په کلي او معاشره کې هم د دې امکان شته چې د لېوني یا لېونۍ په نوم مخاطب شي.

۹: “د وېرې لپاره هېڅ دلیل نشته، هېڅکله له هېچا مه وېرېږه!”

عامه انګېرنه داسې ده چې د دې جملې په ویلو به ګواکي ماشومان زړور عادت شي خو په یاد مو وي چې یواځې “د وېره نشته، ولې ووېریږو …” جملو په ویلو وېره او توحش له مینځه نه ځي. د دي پرځای له خپلو ماشومانو سره په مشخص ډول په هغو مواردو بحث وکړئ، چې د دوی د وېرې سبب کېږي او پخپلو رغندو مشورو ورته د حل لارې ولټوئ. ماشوم هر وخت په مطلق فکري تضاد تر تنقید لاندې مه راولئ، بلکه پخپل تحقیق او موندنو سره یې فکري رغونې ته اصولي حل لاره ومومئ! د بېلګې په ډول: ماشوم ته مه وایئ چې له سپي څه مه وېرېږه، سپي هېڅوک نه داړي، سپي په هېچا غرض نه لري او داسې نور…. بلکه کوښښ وکړئ ورته ووایئ چې هېڅکله سپی په کاڼو مه ولئ، د سپیو څخه لېرې ګرځئ، سپي که په غوصه شي؛ هر څوک داړي یا ځینې وحشي سپيان انسانان داړي، د لېوني سپي په داړلو د دې امکان شته چې انسان خپل ژوند له لاسه ورکړي او داسې نور…

۱۰: “زه له تا کرکه لرم، له تا مې بد راځي، زه تاسره مینه نه لرم…”

کېدای شي ځینې وخت ماشومان خپلو والدینو ته د مؤقتي غوصې له وجه همدا پورتنۍ جملې ووایي، پداسې وخت کې والدینو ته پکار ده چې د بالمثل ځواب ورکولو پر ځای یې په مینه ناکو جملو ځواب ورکړي. د بېلګې په ډول: زه تاسره مینه نلرم، په کرکه انسان ښه نه ښکاري، دا امکان نلري چې زوی/لور مې ماسره مینه ونلري، خیر بیا به داسې نه کېږي خو ته هم ژمنه وکړه چې بیا هېڅکله داسې خبره ونکړې او داسې نور…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د