د نن سرلیکنه

د هيواد د قضايي چارواکو د پام وړ !

نن ټکی اسیا ـ سرلیکنه: تیره ورځ په ګڼ شمیر رسنیو کې په کندهار ولايت کې د رسنیز همکار لیکوال او ژباړونکي بشیر احمد ریان د نامعلومې وژنې خبر خپور شو .

وژل شوي خبريال بشیر احمد ریان د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د دریم کال محصل اود خبریال ویبپانې همکار و چې د کندهار پوهنتون د کلني سمستر د وروستۍ آزموینې له صحنې څخه دوه مياشتې وړاندې نادرکه شوی و.

د خبريال وېبپاڼې چلوونکي ميرويس افغان، پژواک خبري اژانس ته ويلي چې بشيراحمد ريان كوم چې د ژباړې په برخه کې يې له دوی سره همکاري کوله، دوه مياشتې وړاندې د کندهار پوليسو نيولى او تر دوه مياشتې بند وروسته، نوموړى د برېښنا په شارټونو وژل شوى دى.

همدا راز پژواک خبري اژانس د بشير احمد ريان د ورور شفيق ريان له خولې لیکلي چې، بشير تر وژل کېدو وړاندې شکنجه شوى او وروسته د برېښنا په شارټونو سره وژل شوى دى.

پژواک اژانس د شفیق ریان په حواله دا هم لیکلي چې کندهار پولیسو به دوی ته ډاډ ورکاوه چې ورور یې له هغوی سره دی ، تر دې چې د کندهار د امنیه قومندان سکرتر غورځنګ د نوموړي د برائت اطلاع هم ورکړې وه.

خو له دې هرڅه سره سره بیا هم د بشيراحمد ريان جسد تېره ورځ د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې مړ و موندل شو چې پولیسو روغتون ته حواله کړی ، نور هم پولیس او هم د روغتون چارواکي د پیښې له ټوله جریانه ناخبري ښیي.

دلته د پوهنتون له محصلینو ، استادانو کندهار ښاریانو او ټول ولس سره دا پوښتنه را پیداکیږي چې څرنګه د یوې رسمې دولتي مؤسسې معلوم محصل په رڼا ورځ له پوهنتونه وړل کیږي، بندي کیږي او بالاخره وژل کیږي ، خو امنیتي او قضايي چارواکي یې نه د اسارت ، نه د جرم او نه د وژلو له جریانه خبر وي .

که دې محصل ریښتیا کومه جرمي دوسیه لرلای نو هغه باید د پوهنتون ادارې ته په اطلاع ورکولو سره د امنیتي او قضايي چاینلونو له لارې په قانوني ډول پیګري شوې وای ، بیا که یې په اړه هره پریکړه شوې وای هم به د چارواکو مسؤلیت اداء و او هم به د بشیر احمد کورنۍ ته د قناعت وړ وه.

که نور هم د هیواد د محصلینو او عامو خلګو په اړه د نا معلومو جهتونو له لوري دا ډول نامعلومه پریکړې کیږي نو په هیواد کې مسؤل امنیتي مقامات ، د عدلیه وزارت ، لویې څارنوالۍ ، سترې محکمې او بشري حقونو د کمیسیون مسؤل چارواکي نور په کومو کاري مسؤلیتونو لګیادي؟

ایا همدا چارواکي چې له قانوني او وظیفوي لحاظه د بشیر احمد په شمول د کندهار د ټولو اوسیدونکو د تحفظ مسؤلیت لري کندهار ښاریانو ته نور څومره ډاډ ورکولای شي چې د هغوی له نورو محصلینو ، زده کوونکو او عادي ښاریانو سره به دا ډول ناقانونه ځنګلي کړنه نه ترسره کیږي؟

که په راتلونکي کې یو ناما او یا نورې د بشري حقونو مدافعې ټولنې په دولتي اداراتو ، محابسو او توقیف ځایونو کې د بشري حقونو د ترپښولاندې کولو ارقام خپروي د هغوی په اړه به د کندهار د امنیتي او قضايي چارواکو غبرګون څه وي ؟

د بشیر احمد ریان د وژنې پیښه مشت نمونه خروار ده چې د کندهار په ولایت کې د خبري رسنیو په مټ را برسیره شوه ، حقيقت دادی چې د یاد ولایت په شمول د هیواد په بیلا بیلو سیموکې هره ورځ پر بیګناه هیواد والو د امنیتي مسؤلو چارواکو لخوا دا ډول غیر قانوني فیصلې تر سره کیږي چې څو ورځې وړاندې په کندهار کې د پولیسو له لوري په رینجر موټر پوري د یوه تن د تړلو او کشولو بوږنوونکي ویډیو یې یوه ژوندۍ بیلګه ده .

د ګډ حکومت ټول مسؤل چارواکي په تیره د کندهار ولایت قضايي مسؤلین که واقعا ځان د یوه قانوني حکومت منسوبین بولي باید ولس ته د خپل کاري مسؤلیت په ساحه کې د بي مسؤلیته اوباشانو د دا ډول خپلسریو او وحشتونو په اړه ځواب و وايي او په اړه یې خپل قانوني او وظیفوي مسؤلیت درک کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x