افغانستان

عبدالله عبدالله په دفترونو کې د خپل تصویر د لګولو امر کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۰مه،۱۳۹۵ل): د اجراییه ریاست ګڼو دولتي دفترونو ته په لېږلي مکتوب کې امر شوی چې باید هر دفتر کې د عبدالله عبدالله تصویر ولګول شي.

اجراییه رییس چې په رنګینو جامو پوښلو کې نوم لري، پر دولتي ادارو سربېره ګڼو خپلواکو ادارو ته هم د دې مکتوب کاپي لېږلې او د خپل عکس د لګولو امر يې ورته کړی دی.

نن ټکی اسیا د تېر کال د وورستۍ میاشتې د ۲۵م تاریخ هغه مکتوب تر لاسه کړی چې پکې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ته امر شوی چې باید دفترونو کې يې د اجراییه رییس تصویر ولګول شي.

په دې مکتوب کې د وزارت دفتر ته امر شوی چې ولایاتو ته هم خپلو ریاستونو ته د دې مکتوب کاپي ولېږي او د تصویر لګولو امر ورته وکړي.

یاده دې وي اجراییه رییس په داسې حال کې د تصویر د لګولو رسمي مکتوب صادروي چې تېره اوونۍ کې د شمال جګړه مار عطامحمد نور او د ولسمشر لومړي مرستیال د پلویانو تر منځ د تصویرونو پر لګولو او څېرولو خبره تر شخړې ورسېده، چې پکې ۱۰ تنو مرګ ـ ژوبله واوښته.Maktub-abdullah

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

دا هم خير چې آخر خپلو پټ سترګو او ټيټ سترګو اجيرانو ته د سجدې کولو امر ونه کړي .

احمد

ههههههه

ستا ##### عکس چې نصبوم زه به د خپل کلیوال د هغه خره عکس نصب کړم کوم چې شپه او ورځ په کرکیله کې ورسره مرسته کوي. بله داچې هغه مظلوم خر هیچاته هم ضرر نه دی رسولی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x