ادبي لیکني

جـهـادي ادب ستـوري (کتاب) تـه لنـډه کتـنه

دجهاد ي ادب ستوري(کتاب )دهیواد دنومیالیوحماسي شاعرانوپه شعرونو او ژوندلیکونومشتمله ادبي تذکره ده .همدغه تذکره دنوراحمدسعیدپه زیارترتیب اوراټوله شوې ،لیکوال اوشاعرعبدالستارسعیدسریزه اونوراحمدسعیدڅوخبري ورباندي لیکلي دي ،ورپسې درحمان بابا په حمدشریف او دخوشحال خان خټک په نعت شریف پیلیږي اوبیادلاندي ذکرشووشاعرانوشعرونه او ژوندلیکونه دهجاء دتوروپه ترتیب پکي اوډل شو ي دي .

دجهاد ي ادب ستوري ادبي تذکره داسلامي امارت دفرهنګي چاروکمیسیون له خواپه ښه صحافت پراعلی کاغذپه ۲۲۴مخونوکي چاپ شوې ده .

احمدالله وثیق

احمداسلا م جار

اکرام الدین مفتون

بدرالدین

بسم الله سحر

بلینډه بدرۍ

پیرمحمدکاروان

چینارټکور

حاجي محمداواب

حنیفه زاهد

خپلواک

درمحمدګوهري

دوست محمدګلالی ظهیر

رازمحمدساقیار

سیف الرحمن مومند

سردارمحمدشکیب

سمیع الله تړون

سمیع الله ایوبي

شپونکی

شریف الله نیکمل

شفیق الله مشفق

ضیاءالحق حبیبي

عباسي خدرخېل

عتیق الله عزیزي

عبدالاحدحماد

عبدالبصیرعبرت

عبدالحنان همت

عبدالدیان تکل

عبدالرحمن معتصم

عبدالرحمن کامران

عبدالستارسعید

عبدالشکوررشاد

عبدالعلي تسل

عبدالله ثاقب

عرفان الله عرفاني

عمرشاه حیدري

فضل ولي ناګار

فضل هادي سالک

محمدیونس خالص

محمدحسین مستسعد

محمدرسول وطن مل

محمدهاشم ذاکر

محمداسماعیل عندلیب

مریم اکمل ناصري

مشفق حریتمل

نبیله غزل

ولي الله ذهین

دجهادي ادب ستوري (ادبي تذکره )په معاصرحماسي شعري بهیرکي په زړه پوري اوګټوره لاسته راوړنه ګڼل کیږي .په همدغه اثر کي خوراپه زړه پوري هنري – حماسي اشعارراټول شوي دي ،که له یوې خوادجهادي اوحماسي ادب مینانوتنده خړوبوي له بلي خوابیاځوانانوته ددین اووطن ساتني روحیه ورکوي اودلویدیځ فکري اوفرهنګي یرغل ته یې متوجه کوي .

دعلم اوادب لمر،دتوري اوقلم اتل (مرحوم خالص بابارح ) دکفراوایمان جګړه کي ځوانان دغزامیدان ته رابولي چي دعصرفرعون اوهامان ته داسي کلک ځواب ورکړي چي بیادزمروځالي ته بدونه ګوري ،باباجهادي مرحله درحمان اوشیطان دپیروانولپاره دامتحان ویړډګرګڼي اووایې چي په دې ازمیښت کي به توراوسپین سره بیلیږي اودمسلمانی په پوښ کي دنفاق رنځوران به معلومیږي ،بابا سرښندونکی مجاهدمخاطبوي ،دقران اوحدیث حکم ورته بیانوي چي :که له اسلامه ځارشې نوجهان به له تاقربان شي ،خیردی که دښمن دي څوورځي دنیوي مزې اومنظرې وکړي خوپای یې معلوم چي عذاب اوعتاب دی .

راودانګى ځوانانو چې راغلی امتحان دى
هيوادکې موغزاده،جنګ دکفر ودايمان دى
دخداى اودشيطان بندګان نن سره بيليږي
چې څوک دى مسلمان ،څوک دنفاق په لار روان دى

دخولې په تش ايمان کې نجات نشته له عذابه
بچ شوى دى هغه ،چاچې ورکړى امتحان دى
قربان شه له اسلامه،چې قربان در نه جهان شي
داحکم معلوم شوى له حديث اوله قرآن دى
يو څوورځې دعيش يې که نصيب شي څه پرواکه
انجام دکافرانو خومعلوم دى،چې نېران شي
الحاددى،که نفاق دى،ددې ټولوبوتان مات کړئ
باطل ته ځواب ورکړئ،که فرعون که هامان دى
چې سراومال دخداى لاره کې نږدي څه مسلم دى
چې هر څه نبي خيله ،خداى ته ورکړي مسلمان دى

[دجهادي ادب ستوري ۱۸۴مخ ]

استادفضل ولي ناګاردلویدیځ تهذیب ځپلي اوترې متاثري شوې میرمني خپل اصالت اوارزښتونوته متوجه کوي یوپټه خودزړه خبره ورسره شریکه وي هغه داسي چي موږچي دنارینه توب سمبول پګړۍ له سره ایسته کړه ،دښځمنودستر اوحیاپړونی به ډیرژرله منځه ولاړ شي . سړوکه له سړیتوب سره مخه ښه وکړه ښځي به ژرله سیده لاري واوړي ،کله چي پرده له رازه لیري شي نوهلته بیادرازونو اورمزونو خونداومؤثریت په اوبولاهوشي .استاذناګار په عجیب فلسفي اندازخپلو ارزښتونو او عنعناتوته دشکاکانو توجه جلبوي ،په اسلام اوافغاني ټولنه کي دمورولۍ مقام ته یې متوجه کوي چي دلویدیځ برعکس دلته موردبچیانو دجلال اوکمال زانګواودټول کورمشره دلوڼو، زامنواولمسیانودنازونو او اړتیاوو پوره کولومرجع وي .ناګارصاحب دکمال میرمني استدلال ته ځیروي چي مینه اوښکلا حداوسرحدلري دمارکیټ دتوکوپه شان نه دي چي سوادګریې دپیراوپلورپه موخه بولۍ ته وړاندي کړي .داستادناګار شاعري دتصویرونو، سمبولونو، ترکیبونو، استعارو، او تشبیهاتودشنني څخه پرته ډیر نوربعدونه هم لري ،یوازي پیغام یې دومره وسعت لري چي دیوه غزل هغه یې همدالیکنه نشي احاطه کولای .

خویندي دتهذیب دي نوردمورپه ورورزهیري شي
پرېده چي داټوله دنیاږیري ،ږیري ږیري شي
موږه چي پګړۍ دسړیتوب له سره ښکته کړې
ستاسولوپټه نرمه ټوټه ده ،زربه څیري شي
خوندیې پاتي نه وي چي پرده له رازه پورته وي
غوږکي ورته وایه داصغیري چي کبیري شي
چیرته دی مقام دمورولۍ ،کبریایې زانګو
جال دترقۍ کي دی اټکل چي به اسیري شي
مینه ،ښکلاکله بازاري دي ،ځانته حدلري
لږدي استدلال ته دکمال میرمني ځیري شي
هردزانګوټال به زلزل ګډپه سومنات کاندي
چیري که پیداد«زرغوني »غوندي فقیري شي

[دجهاد ي ادب ستوري ۱۷۴مخ ]

دجهادي ادب ستوري په ۱۸۰یم مخ کي پوهنیار مفتي فضل هادي سالک د ګران وطن ویراړایستلی چي دخپل لرغوني ټاټوبي چي دورېښمولاره اودکوه قاف دښاپیروځاله بلل کیږي ،پرسوځیدواوښکي توي کړي .ښاغلی سالک په ډاګه نننی ښکېلاک دوخت هلاکو، چنګیزاوانګریزبولي اودخپل هیواد پرلویولویو غرونو،تورزنو،بت شکنو اودقهرمان ولس په ژمنتیاویاړي چي نوی استعمارته یې هم مورچل نیولی اوله ګریوان څخه یې نیولی دی ،مفتي سالک دوطن ویرکي وطن اووطنوالوته وایې چي لږصبروکړئ ،غم مه کوئ ،امیرکروړدښمن راپه ګوته کړی اوبیټ نیکه ددعاءلاسونه لپه کړي ،چي په مټو اواولادکي مودکائیناتوخالق برکت واچوي .

دادی دسرپه سترګووینوچي دتېرپه څېرمعاصرمیرڅي موهم مات سراوتورمخ دتیښتي لاره لټوي ،چغاري وهي ،کوکاري کوي.

نن چې په سره اورکې ورتیږې داوطن دی زما
تورې لوخړې ترې جګیږې داچمن دی زما
داکوه قاف دښاپیرو!دادوریښمولاره
نړۍ پرې ټوله بلوسیږې داګلشن دی زما
هاغه (ناهید)هاغه (ملاله) دتاریخ شاهکارې
هرځای میوندهریو غړی یي (بت شکن )دی زما
دوخت چنګیزاوهلاکودوخت پیرنګ راغلی
ولس مورچل ورته نیولی ولس ژمن دی زما

دادنګ دنګ غرونه دنګې غاړې دتاریخ میړونه
غاصب لښکر له ګریبا ن نیسې دادښمن دی زما
سربڼ ،غرغښت اوبیټ نیکه لاس په دعا دې تاته
امیرکروړچې نخښه کړی میرڅمن دی زما

هغه مشفق استاد،سترګورمؤرخ ،څیړونکی ، ادیب ، لیکوال اوشاعرؤ،داسي چي په پټوسترګویې دچاتقلیدنه کاوه ، دهغو ناپوهوپوهانوپه څېرنه ؤچي دښکېلاک له شوموموخودي غافل وي اویادي په عارفانه تجاهل سره دولسونوپه سترګوکي خاوري ورواچوي ،اونه هم دهغومؤرخینو او ادیبانوغوندي ووچي دڅه مادي امتیازپه بدل کي ارزښتونه مسخه کړي اوواقعیتونه ترخاوروخځلولاندي کړي .هوخدای بخښلی علامه رشاددهغوپه څېرنه ؤچي دچوکۍ اوپیسوهوس یې دوخت دهرګبروترساغیږي ته ورټېل وهي ،هغه که په کابل کي اوسید ه خوپه ډاکه یې دیوویشتمي پیړۍ داستعماراودهغه دبدوعواقب په اړه ویل چي :

طاغوتي لښکرله قهره سره ایشي
زموږهیوادغریب په لویشتوسره ویشي
دزاړه استعماردغه نوی رنګ دی
ګورئ دادیوشتم قرن فرنګ دی
پرنګي اوروسي زاړه غچونه کاږي
بش دنوي استعمارنقشونه کاږي
سي آی آې ږدي په دې چم دمکرلیمي
خپلوي دمنځنۍ آسیاسیمي
داټګان دسیاسي نفوذلپاره
جوړوي په دې پلمونظامي لاره
جوړوي دشردوستان دلته اډې

په نامه بشردوستان دلته اډې

[دجهادي ادب ستوري ۱۵۰مخ ]

دجهادي ادب ستوري ۶۷- ۶۹مخونو کي دنومیالۍ حماسي شاعري حنیفه زاهدژوندلیک اواشعارلولو ، زاهدپه افغاني عنعنوي او اسلامي ټولنه کي هغه نیکمرغه میرمن ده چي دکوراوکلي دکارونواومناسبتونوترڅنګ په ساعتونوساعتونوپه تعلیم اوتعلم بوخته وي ،له خپلي مطالعې څخه علاوه دیوې پوهي ،مینه ناکي اومهرباني مورپه څېرروزمره شپږساعته کلیوالي انجونوته په زده کړه ورکولوتیره وي ،حنیفه زاهددسپېڅلي احساس ،ویښ ضمیر، ترحم اوعاطفې څښتنه ،عالمه اوښوونکې میرمن ده ،له خپلي خاوري اوخپلواکۍ سره یې ډیره مینه لري ،لارویان یې ستایې اوپرې ویاړي ،ځوانان په زغرده دښکېلاک پرضدبغاوت اوپاڅون ته رابولي ،استعمارګروته دافغان ولس سره دټکرتاریخي بوږنونکي صحنې اوپایلي ورپه زړه کوي اوپه حال کي ورته دماضي څخه دعبرت اخیستلوسپارښتني کوي .

ژر به څيري د نړۍ وږی ښامار کړي
د رڼو تورو لاړونه لا ژوندي دي
چي سبک يي د کسات پکښي ښودلی
هغه پاڼې کتابونه لا ژوندي دي
چي زاهد باندي کږه ګرزي له نازه
د مردانو تاريخونه لا ژوندي دي

دروڼ فکر ،پاک ملي احساس اولوړ جرئت خاوندویښ ځوان سمیع الله تړون دګران هیوادپه نیواک خپه دی خوپه دې بیاخوښي ښیې چي دکارځوانان یې مقابلې ته وتلي ،سپني ماڼۍ ته ګوتڅنډنه کوی چي دمظلومو ځوانانودکسات لمبوکي به توره شې . تړون دچادزراوزروتراغیزلاندي نه راځي تورته توراوسپین ته سپین وایې دښکېلاک چوپړ ماران غندي او پرضدیې میدان ته راوتلي ځوانا ن دشعرپه لطیفه ژبه ستایې :

یرغل راوړی دی اغیار ځوانان له کوره وتي
زمونږ د کلي نه د کار ځوانان له کوره وتي
سپینه ماڼۍ به دې په تورو لوګو توره کاندې
یو ځل به بیا درکړي ګوزار ځوانان له کوره وتي
بس داتړون ساده سړی دی چې په کورکې ناست دی

په دې وطن کې خو هوښيار ځوانان له کوره وتي

[دجهاد ي ادب ستوري ۸۹مخ ]

اکرام الدین مفتون دخپلواکۍ دلیلی هغه ریښتونی مجنون دی چي تل یې دوصال په ذکروفکرکي غرق – پرق وي .داعلاء کلمة الله اوخپلواکۍ ترلاسه کولوپرترټولواغیزمني لاري في سبیل الله جهادباورلري اوپه خپلوشعرونوکي یې خوږې اوترخې صحنې انځوروي :یخ ،ګرمي ،ګلان ،اغزي ، ،ګړنګ ،مورچل ،سیلۍ ،ژلۍ ،توپانونه اوبارانونه ، دغلیم منډي اوفریادونه ،دغازي جانان زخمونه ،زندانونه ،بریاوي اوشهادتونه .

مفتون دروان جهادي کاروان هغه سرسپارلی سپاهي دی چي که په ټوپک له خپلي خاوري دفاع کوي نودقلم په ملکوتي ژبه بیازنګ وهلي زړونه فتح کوي اوتیاره ذهنونه تنویروي .

توره په لاس پښه په رکاب کې غواړو
تسل د زړونو په حراب کې غواړو
هغه مست جام د شهادت د زمزم
په مسته تنده د شباب کې غواړو
مزل په څوکو د اغزيو کوو
د مه په غيږه د ګلاب کې غواړو
مونږه په ژوند کې انقلاب نه غواړو
مونږ ټول ژوندون په انقلاب کې غواړو
مونږه له ممبره داسې غږ کړى دى
جهان سر ټيټى په محراب کې غواړو
جهاد، جهاد او الجهاد ( مفتونه )
د ژوندانه په هر يو باب کې غواړو

[دجهاد ي ادب ستوري ۶۴مخ ]

احمدالله وثیق دبګرام دبدنام زندان په وحشي پنجروکي دخپل رب سره تررازونیاز وروسته له همدې باګرامه چیغې وهي چي له زندانونومه ډاریږئ ! دلته درحمتونوباران او درښتوني میني امتحان دی ،نوموړی دخپلي مبارزې پرسپېڅلتوب تردې حده باوري دی چي دوخت نمرودته په خاروایې لمبې دي بلي ساته ،مه یې سړوه ،وحشت دي مه سپموه . وثیق دمورچل ملګروغازیانوته پیغام استوي چي : پردښمن نورهم بریدونه سخت کړئ ،اورونه پرې بل کړئ اوسنګرونه ورته کلک کړئ !. ځکه نوموړی باورلري چي دنیواک څخه دخلاصون اوبریالیتوب موثره لاره همداروان جهادی .

ربــــــه داســــتاپه پــــاکه مینه تر زندانه راځــــــــــــو

چــــــــــــــې زولنو ته د آزادو له جهــــــــــانه راځــــــــــو

زه له بګرامه وهم چیغې څوک یې اوري کــــــــــنه ؟

لـــــــه زنــــــدانونو مــــــــه ډاریږي ترایمانه راځــــــو

دوخت نـــــــمروده بلوه ،لمبې دي مــــــــه ســـــپموه

مـــــــــــوږ دخلیل په لار رهي ترګلستانه راځــــــــــو

زمــــــا وثیق مـــــلګرو بلې لــمبې مـــــــه سړوئ

یو وخت به موږ هم بریالي له دې میدانه راځو

[دجهاد ي ادب ستوري ۳۴مخ ]

په پای کي ګرانوهیوادوالوپه ځانګړ ې توګه ځوان کهول ته دجهادي ادب ستوري ارزښتمن اثردچاپ مبارکي وایم قدرمنو! ،هیله من یم چي همدا(دجهاد ي ادب ستوري) هرومرو مطالعه اونوروته یې هم دلوستلوترغیب ورکړئ

کتاب په لاندي ادرس کښته کولای سئ:

https://archive.org/download/DaJahadAdab/da_jahad_adab.pdf

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x