
فوټبال: افغانستان سنګاپور ته ماتې ورکړه
نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري۱۰مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان د فوټبال ټیم په یوې سختې سیالۍ کې سنګاپور ته په ۲-۱ ماتې ورکړه.
نننۍ سیالي چې د ایران د پلازمېنې تهران کې د ۲۷زره نندارچیانو پر وړاندې ترسره شوه، بریا یې افغانستان د ۲۰۱۹ اسیا جام ته ورنېږدې کړ.
په ۳۹ او ۷۸ دقیقو کې د افغانستان خیبراماني او یوسف شیردل ګولونه وکړل.
په وروستیو دوه دقیقو کې د سنګاپور فازرول نواز ګول وکړ او لوبه په ۲-۱ پای ته ورسېدله.
افغانستان تر دې وړاندې د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې د روسیې پر وړاندې په ۵-۰ ماتې وخوړله.